علي محمد نظري

د نړۍ  ټول ستر قوتونه د پښتون له پيوستون او يو موټيتوب څخه سخته وېره لري ، او لرلې يې ده ځکه دا تاريخ ثابته کړې چې د پښتون افغان د بېلتون لپاره کرښه وايستل شوه.

له هغه وروسته تر اوسه د پښتون ولس د بېلوالي ، ځانځاني ، ځپلو او کمزوري کولو لپاره د نړۍ د لويو قوتونو پروژې د پنجاب غوندې حکومتونو تطبيق کړې دي ، دغه ولس کې يې خپل پيداوار کسان ترهګر جوړ کړل ، د قام د سر خلک يې ورباندې ختم کړل او بيا يې پښتون افغان د ترهګر ولس په نوم معرفي کړ.

خو اصلا ترهګر د پروژو تنطيموونکي او تطبيقوونکي قوتونه او پنجاب دى.

تر اوسه پورې يې دغه قوم په هره برخه کې سخت وځاپه ، د مخې او سر خلک يې په يو او بل نوم ور ختمول او يو شمېر تش په نوم پښتانه يې د خپل قام د غولولو او محروميت لپاره په پيسو واخيستل.

لوى زيان دا چې پښتانه يې په بيلو ، بېلو نومونو په خپل منځ کې په جنګونو او نخالفتونو کې واچول.

خو د وخت په تېرېدو او له دومره ظلم او پروژو سره، سره لا هم د نړۍ دغه باتور او نه ماتېدونکى قوم بشپړ مړ نه شو او بيا راپاڅېد.

د خوښۍ خبره ده چې دا ځل د راپاڅېدلي شازلمو سره ټول ولس ٶدرېده  او دغو شاه زلمو د پښتون افغان په قام باندې د نورو د پروژو تطبيق کوونکى رياست او د دې ولس تاريخي دښمن ټولو ته په واضحو ټکو معرفي کړ.

دا چې اوس د دې قام سياسي شعور پياوړى شوى ، هر شازلمى د نوي غورځنګ په ننګه ولاړ او نور د بل په ګټه نه استعمالېدونکى دى ، دا نوى تاريخ جوړوي او دا تاريخ به پښتون افغان د نېکمرغۍ پيل وي.

ان شاالله د پښتنو د حق مبارزه د ټولو پښتون افغان د قام مبارزه ده، تر هغو به دوام وکړي چې د وخت د جابرو قوتونو له خوا ځپل شوى او ټوټي شوى پښتون يو  شوى نه وي او نړۍ ته دا ثابته کړي چې پښتون قام د سولې، امن ، ترقۍ، ننګ، انساني همدردۍ، ټکنالوژۍ ، استعدادونو او نابغه وو قام دى.
ومن الله التوفيق

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *