نن د۱۳۹۵ دجوزا دمیاشتې نهمه دپښتو نړیواله ورځ ده، هرځای لمانځ غونډې روانې دي پښتانه دپښتو د ورځې په ویاړ یو بل ته مبارکي ورکوي، په ټولنېزو شبکو کې هم یو حال جوړ دی هرسړي د پښتو د ورځې په ویاړ یو څه لیکلي دي.

خوحیران دې ته یم،چې موږ ولې داسې یو، پښتو څه ته وايي، همدا پښتو ده چې نن یې موږ کوو ورځې یې لمانځو، په ویاړ یې یو بل ته مبارکیاني ورکوو،نن خو هغوې هم د پښتو دعوه کوي چې په ټول ژوند کې يې ټکی پښتو له خولې نه وځي هغوې هم پښتو تش تر لمانځلو اومبارکۍ محدوده کړې ده نور به نو ترې په ټول ژوند کې پښتو وانه وري.

راځئ لږ په دې خپل ګریوان کې سرښکته کړو چې موږ واقعآ د پښتو په قانون ځان برابر کړی دی کنه، تر اوسه مو پښتو ته څه کړي دي تراوسه مو د پښتو او پښتونولۍ لپاره څومره کار کړی دی، پښتو او پښتونولۍ ته مو څومره خدمت کړی دی تراوسه مو په کومه اداره،پوهنتون، بازار، لاره او یا بل ځای کې پښتو ویلې او کړې ده کنه،کنه نن ورځې ته مو هرڅه ساتلي وو، تر اوسه مو کومې ادارې ته په پښتو ژبه مکتوب او عریضه لیکلې ده کنه،تر اوسه موږ له دې وېرې په پوهنتون کې او یا بل ځای کې پښتو نه وایو چې هسې نه استاد به رانه په ازموینه کې نومرې کمې کړي یا به مو د ادارې رئیس د پښتو په سر له دفتره اوباسي،موږ خو لا د پولیس په مخکې چې دټولنې خدمتګار دی پښتو نه شو ویلی، وایو هسې نه چې  مشکل راته جوړ کړي او ناحقه به مو وزوروي، ځینې خو لا د پښتو په ویلو شرمېږي نه یې وایي،ډېر مې داسې لېدلي دي چې ورته وايي  پښتو ووایه،وايي شرم دی موږ چې  لا د پښتو ویل شرم ګڼو په ویلو یې شرمېږو نو نور کارونه خو لا پرېږده .

موږ پښتو ته څه کړي دي غیر له شعر او شاعرۍ.تاسې یې راته ووايي تر اوسه پښتو ته چا کار کړی دی چا ځان مکلف ګڼلی دی چې زه باید په هره برخه کې پښتو ته خدمت وکړم پښتو او پښتانه نن هره برخه کې عاجز دي،هره بدبختي دپښتنو په سیمه  کې وي، هرڅه په پښتنو ورتپل کیږي،مردار لاس په پښتنو پاک کیږي د هرې بدبختۍ لامل پښتون ګڼل کیږي،پښتون ځان په زوره د هرې بدبختۍ ښکار کړی دی،هر چاته چوپه خوله وي،هېچاته یې غاښ ماتونکی ځواب ورنه کړ چې سبا ورځ ورته بل مخ نه راګرځوي،پښتون ځان پخپله بدبخته کړی دی.

که دې دڅه په اړه  مالوماتو ته اړتیا شوه او ګوګل ته ورشي سرچ ورکړې نو ټکی پښتو مالومات به پکې پېدا نه کړې،په علمي برخه هېچا پښتو ته خدمت نه دی کړی هسې د پښتو نارې وهو.

پښتو ته چا خدمت کړی دی؟هسې دپښتو،پښتو نارې وهو.

راځئ لږ په دې خپل ګرېوان کې سرښکته کړو اوسوچ وکړو چې نور نو تش د پښتو، پښتو په ویلو څه نه کیږي پښتو په شعرونه ویلو،مشاعرو کولو اود لمانځ غونډو په نېولو او سندرو په ویلو نه کېږي پښتو کار غواړي،پښتو زحمت غواړي پښتو ته باید په هره برخه کې کار وشي.

خوشحال وايي:

دیار غم به په تنها صورت زغممه

دا بې درد عالم به نه راخبرومه

One thought on “پښتون د پښتو لپاره څه کړي دي؟ مصطفي صافی”
  1. ښاغلیه دا ستا له نوم او تخلص ښکاري چې پښتون پښتو ته څه کړي او څه کوي
    تراوسه خپل کره لیکدود نه لري، ځکه خپل نوم سم لیکلی نه شي
    ښه بېلګه یې مصطفا ده، د دې په ځای چې پښتو یې پښتو ولیکي عربي یې لیکي
    او هغه هم بیا سم لیکلی نه شي که عربي یې لیکو باید ی او پر سر مد ور کړو
    خو تا مصطفا په ځای مصطفي لیکلی چې ناسم دی
    دویم ساپی کلیه پښتو ده د پښتو د یو توکم نوم دی عربي نوم نه دی چې په ص او ف ولیکل شي، خو له بده مرغه پښتو
    په عربي کلیمو سره خپل نوم لیکي او پردی کوي.
    دا شو ستا د پوښتنې ځواب چې پښتون پښتو ته څه کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *