زما ننی لیک موضوع “پښتون غفلت نه ترپرلت” نه جوتیږی چی پښتانه یوې زمانې نه بلې زمانې ته داخلیږی، یوداسی زمانے نه دوتلوپه حالت کښی دی چی دازمانه خپله لمن کښی تکے تورے تیارے، مرګونه، ویرونه،آهونه اوځان ځانی لری
دے زمانه کښی زرګونو پښتانه شته وطن کښی لکه بیګانو شین آسمان لاندی بی کوره پراته دی
دپښتوژبی یومتل “مړهم زه پړهم زه”پښتون حالت سره بیخی سمون خوری
پښتون په لوی لاس دخپله تاریخ،جغرافیه،دود دستور اوله خپلی ژبی لری ساتل شوے اوپه څوبرخوویشل شوی(سویلی پختونخوا،قبایل،میانوالی،اټک) چی دے ترشاډیرے موخی لری چی پښتون زان ونه پیژنی اولکه بیګانو سره اوسی
. مملکت خدادچی داسلام په نامه جوړدے اوڅنږچی دوی وائی بنیادیی په کلیمه دے.اسلامی ملک کښی هم مسلمان پښتون دبنیادی انسانی حقوقو بی برخے دی کوم چی دملک آئین دملک هروګړی ته ورکوی.
پښتنوته ورپیخی ستونزے کله هم په پاکستانی چینلواو ورځ پاڼو پورته نه کړی چی د ملک چارواکو اونړیوالوته یی څرګندے کړی،دا چینلونه او ورځ پاڼےکوم چی دَ ژورنالیژم بنیادی اصول دی دے اصولونه بی برخی دے او یواړخه خپرونی کوی
څوکالوراهسی انټرنیټ عام شوی هروګړی لاس ته سمارټ فون راغلی، سمارټ فون راتګ یوانقلاب راوست
دپښتنودرسنوستونزه سوشل میډیا(فیس بک،تویټرانسټاګرام) هواره کړه
نن چی چیرته هم پښتنوته مشکل پیخ وی نو دوی لیکونه پورته کوی او یا لایو ویډیوګانی چلوی اویو بل خبروی اودے سوشل میډیادبرکته پښتانه دے ستونزوته یوغګ یوموټی کیږی لاریونونه اوپرلتونه کوی اوخپلو ستونزو حل اوخپل حقوق غواړی
لنډه بیلګه یی کراچی کښی دپولیسو یوافسر راؤ انوارپه لاس ده نقیب محسود بے ګناه وژنی په زد لاریونونه اواسلام آباد کښی ټولوپښتنوشریک پرلت وؤ چی نقیب محسود کورنئ ته یی انصاف غوښتلو،دے پرلت ته ددکوزے پختونخواهرګوټ اوکراچی نه پښتانه توکم پالوګوندونوغړی،مدنی فعالان اوعام پښتانه اوپښتنی پیغلی راغلی ولل هرڅوک چی دَسوشل میډیادلارے خبریدل پرلت ته یی زان رسوؤ، دے پرلت ته پښتنوتوکم پالو ګوندنو مشرانو اسفندیارولی خان،محمودخان اڅکزی همدا رنګه آفتاب خان شیرپاؤ،میان افتخارحسین،افراسیاب خټک،بشره ګوهر بی بی اونورو ډیرو
مدنی فعالانو خپلی ویناوے کړی او دولت نه یی دَ راؤ انوار نیولومحکمی ته را کش کولو اونقیب محسود کورنئ ته یی انصاف غوښتنه کوله، همدا رنګه سوات اوباجوړ لاریونونه هم دبیداری یوه څړیکه ده چی پښتانه نوره دغفلت دخوبه بیداریګی اوخپلو حقوقو غوښتنه کوی اوخپلو بی ګناه وژل شوؤخلقو ته انصاف غوښتنه کوی
څانګه به نن سباکښی ګل شی
مایی په سرکښی سرے غوټی لیدلی دینه
لایبه ایسپزے

One thought on ““پښتون غفلت نه ترپرلت””
  1. دې سړي حتي د خپلې صوبې نوم هم غلط لیکلی. تراوسه چې پښټون په خ لیکي، د پښتنو د پاڅون ملاتړ یې د منلو نه دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *