د مخه تر دې چې د پښتو ځينې ادبي مکتبونه در وپېژنو؛ بايد ووايو چې د پښتو د ادبي جريانونو او مکتبونو په باب تر اوسه بشپړ منظم او اکاډميک څېړنيز کارنه دى شوى او په دې باب نورو ډېرو څېړنو ته اړتيا لېدل کېږي.

د پښتو ژبې ادبي مکتبونه شپږ دي:

١.  لرغونې دورې ادبي مکتب.

٢. د روښاني دورې تصوفي، سياسي او ادبي مکتب.

٣. د خوشحال خان ملي او ادبي مکتب.

٤. د عبدالرحمن بابا عرفاني ادبي مکتب.

٥. د حميد مومند د ناز خيالۍ ادبي مکتب.

٦. معاصر سياسي او ادبي مکتب.

لرغونې (لومړۍ) دورې ادبي مکتب:

د دې مکتب شاګردان او اثار په منظم ډول او د يوې مفکورې خاوندان نه معلومېږي، دغه ادبي مکتب چې (١٣٩) هـ ق څخه تر (۱۰۰۰) هـ ق کال پورې رارسېږي، چې د دې دورې لومړنى شاعر امير کروړ سوري دى. په دې ادبي مکتب کې د پښتو شعر او نثر بدلون لېدلى دى او ډول- ډول رنګونه يې اختيار کړي دي خو بيا هم يو ډول ځانګړتياوې لري.

د دې مکتب د پياوړو ليکوالانو او شاعرانو په ډله کې دا لاندې نومونه د يادولو وړ دي:

امير کروړ سوري، ابو محمد هاشم، شيخ رضي، نصر لودي، شيخ اسعد سوري، ښکارندوى غوري، بيټ نيکه، شيخ متي او داسې نور.

ادبي ځانګړنې:

١.  د لرغونې دورې په اشعارو کې يو ډول سپېڅلتوب او ساده والى څرګند دى، سوچه پښتو کلمې لري،  چې ځينې کلمې او الفاظ يې تر دې مهاله هم په ځينو سيمو کې دود او ځينې  يې ترک شوي دي.

٢.  سره له دې چې د لرغونې دورې د ډېرى شاعرانو په شعرونو کې کومه هنري تومنه نه لېدل کېږي، نېغ په نېغه يې د خپل مطلب په ويلو پيل کړى او د هنري رنګينو خيال يې نه دى ساتلى؛ خو بيا هم د دغسې دورې شاعرانو په خپلو اشعارو کې د سادګۍ او روانۍ ترڅنګ د شعر ښکلا له پامه نه ده غورځولې.

٣. د لرغونې دورې اشعار ملي وزن لري، يعنې د عربي او فارسي عروضو تر اغېز  لاندې نه دي راغلي.

٤. د فکر له پلوه دغه شعرونه زړو ارايي سندرو ته ورته دي او د ريګويدا د کتاب د اشعارو مفکوره پکې له ورايه ځلېږي، د بيټ نيکه مناجات د دې خبرې پوره ثبوت دى.

٥. د لرغونې دورې په سبک کې د شعر مضمون په مسلسل ډول راغلى دى.

٦. د پښتو ادبياتو د دې دورې په اشعارو کې طبيعي مناظر او ساده تشبيهات لکه: د بڼ تازکي، د رڼو اوبو شرهار، د پسرلي ښکلې او په زړه پورې نندارې په حقيقي ډول انځور شوي دي.

٧. په دې وره کې حماسي او جنګي  احساسات په طبيعي توګه د پښتو د ننګيالي ټبر له چاپېريال څخه د شاعرانو د ننګ او مېړانې په ډکر ويناوو کې څرګندنې دي، بېلګې يې د تايمني او ملکيار په سندرو کې لېدلاى شو.

٨. ديني احساسات او روحي جذبات په دې دوره کې تر سترګو کېږي، چې غوره بېلګه يې دشيخ اسماعيل، سړبن او ځينو نورو په اشعارو کې له ورايه ځلېږي.

٩. د عشق سوزونکي جذبات او احساسات، چې د انسان له نامه سره جوخت تړلي دي په دې دوره کې د قطب الدين بختيار او اکبر زمينداور په اشعارو کې لېدلاى شو.

١٠.  په دې سبک کې پردۍ کلمې يا نشته او يا بېخي لږې دي او ژبه يې سوچه ده.

١١. په دې سبک کې شعرونه په يو خاص لحن او اواز سره ويل شوي دي او خاص اهنګونه لري.

د روښاني دورې تصوفي او سياسي ادبي مکتب:

د روښان په تصوفي او سياسي ادبي مکتب کې: تصوفي، اخلاقي، اجتماعي، ديني او نور مطالب زيات شوي دي، چې دغو مسايلو د روښان د تعليم او ښودلو په اثر د پښتو په شعر کې ځان ښکاره کړي، چې وروسته تر دې د ده مريدانو او اولادونو په دغه لار قدمونه پورته کړي دي.

درويزه د خپلو تاليفاتو سبب د ميا روښان تاليفات ګڼلي. د روښان پيروان ډېر مهم خلک وو او ټولو د ده مسلک چلولى دى او ډېر په کې ليکونکي او د اثارو خاوندان دي.

دغه ادبي مکتب د لسمې هجري پېړۍ  نيمايي کې رامنځته شوى، بنسټګر يې پياوړى عالم او ليکوال بايزيد روښان (۹۵۰) هـ ق دى.

نوموړي د خپل تصوفي او عرفاني لارې د تبليغ او خپراوي لپاره فرهنګي  هلې ځلې پيل کړې. په ليکنو کې يې ځانګړې لاره او سبک رامنځته کړه، ډېر پلويان يې وموندل، هغوى د ده لار تعقيب کړه او دغسې روښاني تصوفي ادبي مکتب جوړ شو.

د بايزيد خير البيان  او اخوند درويزه  مخززن الاسلام او ځينو نورو ليکنو څخه څرګندېږي، چې دغه اثرونه په مسجع نثر ليکل شوي دي.

مسجع  نثر د عربي او پارسي له لارې پښتو ته راننوتي دي او په پښتو کې د دې دورې نثر لومړى مؤسس بايزيد اورمړ دى.

د دې مکتب د پياوړو ليکوالانو او شاعرانو په ډله کې دا لاندې نومونه د يادونې وړ دي:

ارزاني، علي محمد مخلص، دولت لواڼي، ابوبکر قندهارى، واصل روښاني، ميرخان روښاني، ميرزاخان انصاري، اورکزى، قادر  داد او نور.

ادبي ځانګړنې:

١.  د تصوف او عرفان پېچلو مسايلو او اصطلاحاتو په پراخه پيمانه پښتو ادب ته لاره پيدا کړه يا په بله وينا عرفان د يو مسلک په ډول پښتو ادب ته راغلى دى.

٢.  د عربي او پارسي شاعرۍ زياتره شکلي فرمونه، لکه: قطعه، رباعي، قصيدې او نور پښتو ادب ته راننوتي او شاعرانو د عربي او پارسي ژبو د شاعرانو په څېر مردف ديوانونه جوړ کړي دي.

٣.  په نثري ليکنو کې مسجع نثر رواج شوى دى.

٤. اخلاقي او ديني مسايل په شعر او ادب کې زيات شوي، حماسي او ملي روحيه  په کې ډېره تته او کمزورې ښکاري.

٥. دا چې د دې دورې زياتره ليکوال او شاعران د هند پر ځمکو اوسېدلي او يا هلته تللي راغلي دي، د هندي فرهنګ اغېزې پرې لېدل کېږي.

د خوشحال ملي ادبي مکتب:

د پښتو په ادب کې د شعر او شاعرۍ درېيم ادبي مکتب د (١٠٥٠-١٢٠٠) هـ ق پورې په ډېر قوت او زور چلېدلى دى، په دې مکتب کې په نظم او نثر ډېر اثار ليکل شوي او ډېر  پياوړي کسان په کې روزل شوي دي د خوشحال خان ايډيال پرمختللى وه، کوم چې بنسټ يې دې ايښى دى.

 دغه ادبي مکتب کله کله، په ادبي څېړنو کې د (خټکو ادبي مکتب) په نوم هم ياد شوى دى.

په يوولسمه هجري پېړۍ کې منځته راغلى او بنسټ اېښودونکى يې د پښتو ژبې پياوړى شاعر او ليکوال، د تورې او قلم خاوند خوشحال خان خټک دى.

د نوموړي ادبي لاره  د ده زامنو، لمسيانو او نورو پلويانو د زړه په وينه او مينه پاللې او د خوشحال ادبي مکتب يې جوړ کړى دى.

په شعر کې د هجري، عبدالقادر خټک، صدر خان خټک، سکندر خان خټک، ګوهر خان، علي خان، کاظم شيدا، کامګار او نورو غوندې پياوړي پهلوانان رامنځته شوي او په ساده نثر کې: خوشحال خان خټک، افضل خان، قادر خان او نور خلک پيدا شول او د يوه مکتب پيروي يې وکړه.

ادبي ځانګړنې:

١.  د نظم او نثر نيمګړى طرز چې پخوا موجود وو، په دغه وخت کې اصلاح شو، نثر خوږوالى پيدا کړ او له نيمه منظوم حالت څخه راووت او د محاورې (خبرو اترو) شکل يې غوره کړ او نظم هم ساده والي ته مخه کړه، خوشحال خان ويلي دي:

که د نظم که د نثر که د خط دى
په پښتو ژبه مې حق دى بې حسابه
د خوشحال خټک په ژبه برکت شه
چې ويل کړه په پښتو له هره بابه

٢.  پښتو شعر د شکل  په لحاظ هم په دې دوره کې پراختيا وموندله او يو شمېر ابتکارونه رامنځته شول، لکه خوشحال خټک چې په يوه بل ځاى کې ويلي دي:

رباعي ده که قطعه که مثنوي ده

همګي واړه ګوهر دى دُر و لال

٣.  د مضمون له پلوه  هم په دې دوره کې د ژوندانه ټول اړخونه راڅرګند شوي دي، په دې پړاو کې ډېر اثار ليکل شوي دي او د پښتو ادب نړۍ ښه رنګينه شوې ده، خلک يې د اجتماعي او د ژوند له نورو مسايلو سره اشنا کړل چې دلته له ډېرو مسايلو څخه تېرېږو:

راشه وغړوه سترګې د جهان ننداره ګوره

چې ښايست لري په ستورو د اسمان ننداره ګوره

٤. د دې پړاو په اثارو کې ملي احساسات، د پښتو او پښتونولۍ روزنه هم شته او په خپله د خوشحال او ځينو نورو اثارو او اشعار له ملي جذباتو څخه ډک دي.

٥. د دغه وخت په اشعارو کې طبيعي او ساده تشبه ګانې رواج او راغلي دي.

٦. د حماسي احساساتو بنسټ په خپله خوشحال خان  کېښود او پيروانو يې بيا پسې تعقيب کړ.

٧. انتقاد او هجوه په دغه وخت کې ډېره اړولې را اړول شوې ده او د مغلو د زور زياتي په هکله دغه موضوع ډېره زياته او په ډاګه څرګنده شوې ده.

٨.  د ادبي ارزښت له پلوه د دې پړاو سبک تر ټولو جامع او ښه دى په دې معنا چې هم يې د معنا خوا  او هم يې ادبي او شعري اړخ پوخ دى.

٩.  د دې پړاو سبک په تخيل کې هم ډېر پياوړ دى، ډېر لوړ او له نزاکته ډکه شاعرانه تخيلات په کې شته دي، په خپله خوشحال خان ډېر نوي نوي مضامين په تخيل کې راوړي دي او خپل سبک يې د لوړ او ښه نازک تخيل په ګانه بشپړ، سنبال او ښکلي کړى دى.

عبدالرحمن بابا عرفاني ادبي مکتب:

رحمان بابا د پښتو ادب د دويمې دورې په کلاسيک پړاو کې د ځانګړي سبک او مکتب خاوند او پېژندل شوى شاعر دى، چې د ده په پل او قدم باندې نورو ډېرو شاعرانو اديبانو هم ګام ايښى دى او د ده د شعري سبک  او فکري مکتب پيروي يې کړې ده.

د پښتو ژبې پياوړى شاعر رحمان بابا (١٠٤٢-١١٢٨) هـ ق د يو ځآنګړي عرفاني ادبي سبک خاوند و، چې هغه له زيات  ټولنيز مقبوليت نه برخمن شو، په خپل وخت او را وروسته زمانه کې يې ډېر پلويان  وموندل چې د بابا ادبي لاره يې تعقيب کړه، چې د وخت په تېرېدلو د يو ادبي مکتب بڼه غوره کړه، په ادبي څېړنو  کې د رحمان بابا عرفاني ادبي مکتب په نوم ياد شوى دى.

د دې مکتب نوميالي پلويان: يونس خېبري، معز الله مومند، اخوند ګډا، حافظ الپوري، ميا نعيم متي زى، عبدالعظيم راڼيزى، عبدالرحيم هوتک، مطيع الله، پير محمد کاکړ، احمد شاه بابا، نجيب، بيدل اشنغرى او نور… دي.

ادبي ځانګړنې:

١.  د رحمان بابا شعر روان دى، لغوي  او له استثنا پرته اندي او فکري غوټې او پېچلتياوې نه لري.

٢. د شعر د شکلي ښکلا لپاره يې عربي او پارسي لغات کارولي دي همدارنګه يې د قافيو د کلمو د جوړولو لپاره يې د پښتو ترڅنګ د نوموړو ژبو ډېر لغتونه استعمال کړي دي.

٣. په شعر کې له استثنايي شعرونو پرته جادويي اغېزې زياتې دي.

٤.  د ده په شعر کې د زياتو معنوي ارزښتونو انعکاس د خلکو په روح باندې د هنري تاثير له کبله عام مقبوليت ترلاسه کړى دى.

٥. شعر يې نه يوازې په شکلي لحاظ منظم دى، بلکې يو ډول معنوي نظم هم لري، په دې معنا چې د زياترو شعرونو د بيتونو دواړه مسرې يې سره يو ډول مقناطيسي فکري پيوند هم لري.

٦. د رحمان بابا په اشعارو کې نور فورمونه هم شته خو غزل په کې ډېر دى، چې ځينې غزلې يې له معياري کميت څخه اوږدې دي، خو په تش اوږدوالي سره بيا هم بولـلې (قصيدې) نه ګڼل کېږي.

٧.  طنز هم  دده په اشعارو کې ځلېدلى دى.

٨. د دې په شعرونو کې يو نيم ځاى فکري تناقص هم تر سترګو کېږي.

٩.  فکري نوښت او ابتکار د  ده په اشعارو کې محسوس دى.

١٠.  د دې اشعار د تمثيل، حيرت، حکمت، فلسفي او متلونو د خصلت د لرلو له کبله ډېر مينه وال لري.

١١.  په شعر کې يې له تصوف او عرفان پرته نور افکار هم ځلېږي.

١٢. د ده د شاعرۍ  روزنيز او اخلاقي تلقين ډېر قوي دى.

١٣. د رحمان بابا ډېر شعرونه ساده او روان دي؛ خو ځينې يې بيا په عين ساده ګۍ کې پيچلي او ګران دي.

١٤. د رحمان بابا په شعرونو کې د حقيقي او مجازي مينې بريد ډېر نازک او نرى دى.

د حميدهندي ادبي مکتب:

د خوشحال او رحمان بابا نه وروسته يو بل لوى شاعر په پښتو ادب کې  پيدا شو او د نازکخيالۍ ادبي مکتب يې جوړ کړ، ډېر شاګردان يې په کې وروزل، خپله يې يو نوى سبک جوړ کړ او نور خلک  يې خپلې پيروۍ ته راوبلل.

دا سړى حميد ماشوخېل نومېږي، چې د پښتو ادب ګلبڼ يې رنګين او بډاى کړى دى ده ډېر په زړه پورې اثار پرېښودلي دي او پښتو ادب يې له يوې بلې لارې بشپړ او تکميل کړ.

عبدالحميد مومند د هندي سبک بنسټګر و، هندي ادبي سبک په پارسي شعر او شاعرۍ کې ښه پالل شوى و اود پوره ودې او پرمختګ په حال کې و.

پښتو شعر او ادب هم له دغه سبک او پارسي ادب سره ګډې مکاني، زماني، فکري او فرهنګي اړيکې درلودې، همدا لامل و، چې هندي سبک دلته پر پښتني او فرهنګي چاپېريال کې د حميد مومند د پاملرنې او توجو  وړ وګرځېده او ده هم د هندي سبک په رڼا کې شعرونه وويل او ويې ليکل.

د پښتو نازکخيالۍ ادبي مکتب د دولسمې هجرې پېړۍ په اوږدو کې د هندي سبک او مکتب تر اغېزو لاندې رامنځته شوى دى. بنسټ يې حميد مومند کېښود او بشپړونکى يې کاظم خان شيدا وه.

سره له دې چې د دې دواړو سبکونه يو له بل څه ناڅه توپير او تر يوې اندازې پورې بېلې ځانګړنې لري او د زمانې په لحاظ هم څو لسيزې يو له بل څخه توپېر لري؛ خو بيا هم  د دوى دواړو شاعرانو د سبکونو څخه يو ادبي مکتب منځته راځي چې په ادبي څېړنو کې د (حميد او شيدا) د نازکخيالۍ ادبي مکتب  نوم ورکړل شوى دى.

د دې ادبي مکتب پياوړي  استازي د حميد مومند او کاظم خان شيدا برسيره چې د دې مکتب بنسټګر بللي شوي، قلندر اپريدى، محمدي صاحبزاده، حنان بارکزى، کامګار خټک، بيدل هشنغرى، علي خان او نور… دي.

ادبي ځانګړنې:

١.  د حميد مومند په شعر کې د هغه ستره جبلي شاعرانه وړتيا او اوچت علمي او فرهنګي قابليت له ورايه څرګندېږي، ځکه خو ورته د وخت اديبانو او شاعرانو (موشګاف) نوم ورکړى دى، چې اصلي معنا يې ويښه سورى کوونکى او لازمي معنا يې ځيرک، تيزبين، بارکبين او کنجکاو ده.

٢. د هر نوي فکر وارداتو او تخيلاتو ماخذ او مرجع د ده ټولنه او محيط دى او بيا په تېره هندي محيط او هندي حسن، له هرڅه څخه يې ډېر متاثره  شوى، هغه يې په خپل کلام کې ځاى کړى دى.

٣.  د هر نوي فکر خيال او الهام د تصوير، تمثيل او انځور لپاره يې مناسب لغات او ترکيبونه کارولي دي.

٤. مينه او ښکلا او د دغو پديدو پر محور راڅرګندېدونکي مفهومونه يې د شعر دايمي موضوع ده چې په مختلفو شعري فورمونو او په ځانګړي ډول په (غزل) کې ځلولي دي.

٥.  د شعري جوړښت د تخنيکي اړتيا له کبله يې د ناپښتو اشنا ژبو لغاتونه او لفظونه هم په شعر کې لېدل کېږي.

٦.  په عشقي، غنايي او فکري منځپانګې سربېره يې نور ګڼ شمېر فکرونه او ويناوې لکه ښووني، تصوفي او عرفاني، حماسي، سياسي او ټولنيز مضمونونه يې هم په خورا لوړ هنري جوهر او جادويي اغېز سره په خپل شعر کې راوړي دي خو يو وار بيا هم بايد وويل شي چې مينه او ښکلا يې د شعر د ملا تېر ګڼل کېږي.

په پای کې د معاصرې دورې ادبي مکتب دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *