پښتوادبیاتوکې ویرنه، مرثیه او رثایه شعر ډېر پخوانی تاریخ لري، مرثیې لغوي معنا مړي ته ژړا کولو ته وایي، چې د مړي په ماتم کې ویل شوی وي.
یا مرثیه هغه شعر ته وایي، چې د یوشخص یا پاچا په غم او ویر کې ویل شوې وي، د شاعرخوښه ده، چې په کوم فورم کې یې وایي.
د مرثیې پيدایښت ډېرلرغونی تاریخ لري، چې د پښتوژبې نه مخکې په نورو ژبوکې هم موجود وو.
په ټوله نړۍکې لومړی معلومه شوې مرثیه د جنوبي عراق د سومري ژبې ده، یعنې لومړنۍ مرثیې په سومري ژبې لیکل شوي دي، دغه مرثیې څلور زره کاله مخکې لیکل شوې وې، او د پلار او ښځې د مرګ یو ډېر ښه انځور یې په خپل وخت کې وړاندې کړی و، ددغومرثیونسخې د روسي د پشکن پوهنتون کې موجودې دي، له دې وروسته په هندواروپایې ژبو او قومونوکې د مرګ، خفګان او ماتم قصې ترسترګو کېږي، دغه د ماتم قصې هم د مرثیې شکل لري. په هندواروپایې کې د سانسګریټ د ژبې ځینې قصې لکه د ساوتري قصې، هم مرثیې دي، د یوناني ژبې ارفیوس حکایتونه هم مرثیې لري، له دې وروسته بیا د یونان او روم په قدیمو تهذیبونوکې د مرثیې ډولونه انعکاس وکړ، او ادبي روایتونوکې یې څرګندې نمونې ښکاره شوې .
د هومر ایلیاد او اودیسه، چې د یوناني ژبې پاتې شونې دي، ابتدایي مرثیې ورته ویلای شو.
په انګریزي ژبې کې هم د مرثیې نمونې شته دي، سپنسر د انګریزي ژبې پیاوړی لیکوال دی او ددې په نامه یوه ادبي دوره د سپنسر په نامه هم یادیږي.
د سپنسریوه لیکنه ده، چې اصلي کرکتر یې هغه کس وي، چې ډېر ځوان مړشوی وي اود شاعر(سپنسر)ورسره ډېره مینه وي. ددې یوه بله مرثیه هم زښته ډېره مشهوره ده، اود یوې مالدارې کورنۍ د پیغلې په مرګ یې لیکلې وه.
بایدد یوې ښې مرثیې په لیکلوکې د شعراو هنرصداقت او ریښتنولي موجوده وي.
سیدګل پاچا الفت وایي:(دعواطفواواحساساتوپه نظرکې نېولوسره دوه ډوله شعرونه، چې په یوډول کې رښتیاني عواطف وي اوپه بل کې نه وي، داسې مثال لري، لکه چې یوشاعرد خپلې محبوبې یاد خپل اولاد په مړینه کې مرثیه جوړه کړي اویوبل شاعرد کوم لوی اومعتبر سړي په مرګ کې د پیسواومکافاتولپاره مرثیه ولیکي اوکوښښ وکړي، چې ډېراوصاف ورپورې وتړي او ډېرشعري صفتونه په کې ځای کړي، مګر هغه د زړه درد او رښتیاني عاطفه چې په لومړي مرثیه کې وي، په دویمې کې نه وي اوپه پردي مړي ژړا وي، خودا شعرهیڅکله هغسې نه شي کېدای او هغه مقام ته نه شي رسېدای، ځکه هغه روحي رابطه، چې په لومړی شعر کې د مړي اوشاعرترمنځ موجوده ده، دلته نه شته او همدغه شی حقیقي اوغیر حقیقي ادب یوله بله بېلوي اوبېل بېل قیمت ورته ټاکي.
د الفت صاحب د نظریادونه مې ځکه وکړه، چې سپنسرهم د مالدارې کورنۍ د پېغلې لپاره په فرمایشي ډول مرثیه لیکلې ده او امکان لري، چې د ادب صدق پکې نه وي.
په انګریزي ادب کې د سپنسرنه وروسته(ملټن)د(شاه ایډورډ)په مرګ مرثیه ولیکله، دویم شخص په انګریزي ادبیاتوکې د قدامت په لحاظ روماني شاعر(شیلي)دی، چې د(جان کیټس)په مرګ یې شهکاره مرثیه ولیکله اوددې دریوکسانونه علاوه نورو شاعرانوهم په دې ادبیاتوکې مرثیې لیکلي دي.
عربي ادبیاتوکې هم مرثیه ډېرپخوانی تاریخ لري، ددې ادبیاتوپیل د مرثیې نه شوی دی،(کتاب الاناجي او باب المراتي)دعربي ادبیاتوډېر پخواني کتابونه دي، چې د مرثیې نمونې پکې ترسترګوکېږي .
د فارسي شاعرۍ بنسټ په شعوري(راوړې)ډول شوی دی، چې په پښتونخواکې ورته(آورد)وایې، شعوري شاعري هغه ده،چې کله یوشاعر اولیکوال هر وخت د شعرلیکلوپه فکراوخیال کې وي، فکرکوي، مضمون اوموضوع لټوي او غواړي چې په یوکالب کې شعر ولیکي، دغه ډول شاعري پکه وي اولیکوال ته یې شاعرنه بلکې نظم لیکوونکی ویلای شو.
په ایران کې د شاعرۍ پیل له قصیدې وشو، خوبیا هم به شهنامه کې داسې اشعارشته، چې طبیعي او فطري جوش اوجذبه لري، لکه دسهراب مور چې د خپل زوی په مرګ ژاړي، په شاهنامه کې دغه برخه ډېر درد او غم لري، د فارسي ژبې بل تکړه لیکوال فرخي د سلطان محمود غزنوي په مرګ یوه له درده او سوزه ډکه مرثیه ولیکله، سعدي شیرازي او خسرو هم ښې ښې مرثیې ولیکلې .
اردو ژبه هم ښې ښې مرثیې لري او ښوښوشاعرانوخپل ذوق پکې ازمایلی دی.
دې ژبې ته مرثیې د فارسي ژبې نه راغلي دي او په اردو ژبې کې شیعه مشرانومرثیو ته ترقي ورکړه اودکربلا د جنګ واقعه یې په ډېرو مرثیو کې څرګنده کړه، ددې ژبې لومړنی مرثیه لیکونکی محمدقلي قطب شاه نومېده، همدارنګه په دې ژبې کې(نوري،هاشم،ولي اوکاظم)هم ښې ښې مرثیې ولیکلې، ولې میرزا مرثیه لوړو پوړیو ته ورسوله .
دا وو، د مرثیې تاریخي شالید،اوس غواړم دپښتو ژبې مرثیې په لرغونې دورې(لومړۍ دورې)دویمې دورې اودرېیمې دورې کې تربحث لاندې ونیسم، خو غواړم اول په ملي وزن او اهنګ(چاربیتې، ټپې او نیمکیو)په کالب کې پرمرثیوباندې بحث وکړم .
په ملي وزن او اهنګ، چې کوم اشعارلرو، د هغوی تاریخ ډېر پخوانی دی اوکومې ادبي نمونې، چې زموږلاس کې دي، له هغوی څخه ډېر پخوا مو ولسي اشعاردرلودل .
پښتو ولسي ادب کې داسې ټپې لرو، چې وخت یې نه شوڅرګندولای لکه :
سپـــــوږمــــۍ ســر وهـــــه راخــــــیژه
یار مې د ګلو لو کوي ګوتې ریبینه
ددې ټپې دعمر اندازه نه شو معلومولای، خو(جنزانولډسن)داسې نظر لري، دا ټپه دهغه وخت ده، کله چې به اریایې اقوامو د سوما او هوما بوټي د یومقدس مذهبي رسم لپاره رېبل ، او د سوما دبوټو لو به د شپې لخوا نجونوکوه .
ټپې د نارینوو نه سربېره ښځو هم ویلي دي ، دټپې نوم هم مونث دی، ټپې ته لنډۍ هم وایي،لکه:
څــــانـــــګه بــــه نــــن سبــــا کــــې ګــل شي
ما یې په سر کې سرې غوټۍ لیدلي دینه
دادیوې ښځې،نجلۍیادپېغلې دخولې ټپه ده ،چې تاریخ یې ډېرپخوانی دی .
دپښتوادبیاتوپه تاریخ کې دمرثیو تاریخ هم په ملي اوولسي ادبیاتوکې ډېرپخوانی دی .
پښتنو ښځو د ډېرو پخوا زمانوڅخه مرثیې ویلې دي، څومره چې د ټپې عمرپخوانی دی، هومره مرثیې هم پخوانی تاریخ لري، یوه پښتنه دخپل لالي دمرګ خوبونه ویني او وایي :
مـــرګــــی کــــوڅـه پـه کوڅه ګرځي
د ټوکیدونکوبریتو جرړې لټوینه
***
پــــرون دنیـــــا وه نــــــــن قیـــامت دی
چې زه ولاړه جانان اخلي رخصتونه
د ټپونه علاوه په چاربیتواونیمکیوکې هم د مرثیې نمونې لرو، چې ډېر پخوانی تاریخ لري،لکه:
هغــــه لمــــر خــــو د رڼــــا لپاره هسک وو
دا څه ورځ شوه ژوند خو لاړو د تیارو شو
د ملي او ولسي ادبیاتو نه وروسته په ختیزې شاعرۍ کې هم د مرثیې تاریخ زوړ دی .
پښتوادبیاتوکې لومړنۍ مرثیه، ویرنه او رثایه شعر د شیخ اسعد سوري (۴۲۵هـ ق)کال د ختیزې شاعرۍ په قالب کې یې قصیدې وویلې .
د شیخ اسعدپلارمحمدنومېده، دی د امیر محمدسوري همعصراو د هغه د دربار شاعر و، په غورکې اوسېده اوهلته د سوري خاندان په پاچاهي کې ښه عزت درلود.
دی د پښتوژبې پیاوړی شاعر و، او ډېر ښه اشعار به یې ویل ، ده د امیر محمدسوري په وفات، چې سلطان محمود غزنوي په بند کې مړ شوی و، یوه سوزناکه مرثیه د قصیدې په ځیل کې لیکلې وه، دغه مرثیه یوه شهکاره قصیده ده.
دغه مرثیه، چې د قصیدې په فورم کې ویل شوې ده ، یوه پیاوړې قصیده ده، قصیده د لومړي ځل لپاره په عربي ابیاتوکې منځته راغلې بیا یې فارسي او پښتو ژبې ته لاره پیدا کړه، قصیده په عربي ادب کې لاموجوده وه اوداسې ښکاري، چې قصیده په دغه موجوده شکل اوتعریف عجمي ملتونوله عربو څخه اخیستې ده.
دعربي ادبیاتو لومړنۍ قصیدې(سبعة المعلقه)نومیدې، چې اووه پیچلې ویناویې معنا لري .
مخکې یادونه وشوه، چې د پښتو لومړنۍ مرثیه د شیخ اسعد سوري ده، چې(۴۴)بیتونه لري، چې څو بیتونه یې دادي :
د فلــــک لـــه چارو څه وکړم کوکار
زمولوي هـر ګل چې خاندي په بهار
هر غټــول چې په بیدیا غوړیده وکا
ریـــژوي یـــې پاڼې کاندی تار په تار
په لرغونې دورې کې یوه بله مرثیه، چې ترسترګوکېږي، د بي بي زینب ویناده، بي بي زینب د حاجي میرخان لوروه، داچې کله د خپل ورورله مرګ څخه خبره شوه، نوډېره غمجنه شوه او د قرانکریم تلاوت او لمونځونو ته یې مخه وکړه اودغمجن زړه تسکین به یې پرې کاوه اود خپل ورور په غم کې یې دغه لاندې مرثیه او رثایه وویله :
ږغ سوچې ورور تېر له دنیاسونا
زړه مـــې پــــه ویــرکې مبتلاسونا
داروڼ جــــهان راتـــه تـورتم دی نا
هـــوتک غمــــجن په مــــاتم دی نا
چـې شاه محمودتېر له دنیا سونا
ځــــوان و مــــیړه تـــوري جنګ ونا
لرغونې دورې کې موپورته دوې مرثیې درلودې، چې یوه د شیخ اسعد سوري او بله د بي بي زینب مرثیه ده .
په دویمې دورې کې څلور ادبي مکتبونه لرو، چې د روښانیانو ادبي ښوونځي کې هیڅ یوه مرثیه په لاس کې نه لرو، تقریبا(۵۰۰) پنځه سوه کالونو پورې مرثیه نه لرو، امکان لري، چې روښانیانو په ادبي ښوونځي کې به مرثیې وې، خوکېدای شي د زمانو ناخوالو او جنګونوکې له مینځه تللې وي.
د روښانیانونه وروسته د پښتو ژبې پلارخوشحال خان خټک دسوزه ډکې مرثیې ویلي دي، چې دغو مرثیوکې دوې ډېرې مشهورې مرثیې دي .
خوشحال خان خټک د خپل لمسي معظم خان په مرګ یوه ډېره ښه مرثیه لیکلې ده .
او دویمه مرثیه یې د خپل ګران زوی نظام خان په مرګ ویلې ده .
دا دواړه مرثیې د درد، سوز او اه نه ډکې هنري او شعري ویناوې دي،دا چې د خوشحال اشعارد معنوي جوړښت له مخې ډېر ډولونه لري، چې یو یې هم مرثیه ده، خان باباد مرثیې لیکلو خاص مهارت درلوداوپه ډېرفني ډول یې لیکلي دي ،لکه دنظام په مرثیه کې وايي :
کاشکې ځوان د پښتانه په ننګ کې مړ وی
نـــه چــــې ګــــورلــــره روان شــــولــــه تـلتکه
چې دقام په ننګ کـې ومــــړ هغــــــه زویـــــه
په عالم کې دخپل پــلارغـــــاړه کــــه لــــکه
د خوشحال خان په ادبي ښوونځي کې دده مشر زوی اشرف خان هجري په (۱۱۰۰هـ ق)کال بندي و، چې کله اشرف خان ته یې د پلار(خوشحال خان خټک)د مرګ احوال ورسېد، نوپه ډېر فني مهارت یوه، جامع او مانع مرثیه یې ولیکله، دغه مرثیه په فکري لحاظ پیاوړې مرثیه ده، دغه مرثیه ټول ټال(۴۹)بیتونه لري اود یوې ښې مرثیې ټولې ځانګړنې لري، چې څو بیتونه یې دادي :
همــــــه غـــم لـره مـوجوده دا دنیا ده
پــــــه حصـه یې تل ژړا کمه خندا ده
نه نه ځای د خنـدا نه غلط مې ووی
بلــــکه دا هــــمه ژړا لـــــره پیـــــدا ده
د خپل پلار صفات داسې بیانوي :
یعــــنې نــــــن هغـه امـام دننګیالیو
پـــه ډبـــره غریب لاړ ډکه یې خوا ده
دخوشحال خان نورو زامنو هم د خپل پلار په مرګ مرثیې ویلي دي، چې د موضوع د اوږدوالي لپاره یې یادونه نه کوم .
د خوشحال د ملي ادبي مکتب نه وروسته، د رحمان عرفاني ادبي مکتب کې هم مرثیې موجودې دي .
رحمان باباخپل خواږه یاران لټوي او وینې یې نه ، نوددغو یارانویادونه په داسې ویناووسره کوي، چې د ښوخلکویادونه د مرثیې په شکل ښکاره کوي،لکه:
خـدایه څه شو هغه ښکلي ښکلي خلک
په ظاهر په باطن سپین سپیڅلي خلک
هیـــڅ خنـدا مـې له دې خلکوسره نه شي
ژړوي مــــې هغــــه تـــللي تـــللي خلـــــک
د رحمان بابا په ادبي مکتب کې نورې ډېرې مرثیې اورثایه ویونکي کسان هم لرو، چې یادونه یې د موضوع دطوالت لپاره نه کوم .
ددریمې دورې مرثیه لیکونکي ډېردي، چې د نمونې په ډول دڅوکسانو نومونه اخلم،لکه: عبدالمالک فد، عبدالخالق خلیق، فضل حق شیدا، عبدالحی حبیبي، ګل پاچا اوداسې نور .
په دریمې دورې کې ډېرې فني اوپه فکري لحاظ پیاوړي مرثیې د کربلاد جنګ موضوعات اومحتوالري .