تاند (کابل) – پښتو ژبه د نړۍ د مشهور قراني وېب سایټ د ژبو په کتار کې شامله شوه.‌

تنزیل د قراني معلوماتو یو وتلی ویب سایټ دی،‌ او ویل کیږي چې په ۲۰۰۷ کال کې یې په دې نیت کار پیل کړی دی چې په معیاري یونیکوډ متن خپلو مینه والو ته د قران کریم متن وړاندې کړي.‌ www.tanzil.net

په دغه وېب سایټ کې اوس د پښتو ژبې په شمول د نړۍ د لسګونو ژبو ترجمې په آنلاین بڼه پرتې دي،‌ چې ویونکي یې کولی شي چې په کیڼ لوري کې د ژبې په تغیر سره له اصلي متن سره په خپله ژبه د قران کریم ترجمه وګوري.‌

مفتي عبدالولی
مفتي عبدالولی

وتلي افغان دیني عالم مفتي عبدالولي چې له تنزیل سره یې په دې برخه کې کار کړی وایي چې له یو کلنې همکارۍ وروسته یې نن د خپل کار ثمره ولیدله.‌ ښاغلی عبدالولی د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې په ۱۹۹۵ کال یې له پېښور پوهنتون څخه په اسلامي علومو کې ماسټري ترلاسه کړې ده.‌

دا په ۲۰۱۶ کال کې د انټرنټ په نړۍ کې د پښتو ژبې له پاره دویمه لویه لاسته راوړنه ده چې په ګوګل کې د پښتو په شاملېدلو پسې کیږي.‌ ګوګل ترجمان د روان کال د فبرورۍ په نیمایي کې پښتو د خپلو ژبو په کتار کې شامله کړه.‌

3 thoughts on “پښتو د تنزیل د ژبو په کتار کې شامله شوه”
  1. ستره لاسته راورنه ده خدای ج دی زمونژ په تولنه کی دا دول علما زیات کری

  2. عبدالولي صیب ته ځولۍ ځولۍ سلامونه او نېکې هیلې ! وروسته له سلامونو درته په دې نېګ کار کې له قدیر خدای (ج) څخه تل بری او توفیق غواړم .
    ښاغلیه ؛ غټ کار دې کړی ، تر فېس بوکیانو ، چټېنګیانو او جاسونو خو ته په مراتبو ښه یې الله دې ددې کار بدله درکړي . و من الله التوفیق .
    ستا یومسلمان پښتون ورور : محمد انور ولید

  3. سبحان الله والحمد لله و لا اله الا الله والله اکبر و لا حول ولا قوت الا بالله العلی العظیم.
    الله `ج` دې ورور مفتي عبدالولي صاحب او نورو وروڼو ته چې د پښتو د پرمختیا او نړیوالتوب لپاره کار او زیار کوي ،په ملیارد هاوو اجرونه او صوابونه اِعطا وفرمايي.آمییین.
    اللهم صل علی سیدنا و نبیینا محمد و سلمی تسلیما.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *