واښو سرونه هسک کړل ښايي بيا راځي بهار
چې بيا به مرور وي که پخلا راځي بهار
استاد پسرلى
په پښتو اوسني شعر د ځينو د نيوکو په لړ کې يوه هم داده چې له پسرلي پرته په کې د کال درې نور موسمونه هغسې نه دي انځور شوي، څرنګه چې اړتيا ده او د نورو ژبو په شعر او شاعرۍ کې ورته ارزښت ورکړل شوى او شاعرانو يې د طبيعت او بهرنۍ نړۍ له دې څلور ګونو فصلوو څخه اخيستنه کړې ده.
پسرلى، اوړى، منى او ژمى د کال هغه څلور موسمونه دي چې هر يو يې خپله ځانګړې ښکلا او خوند لري، پسرلى که د بلبلانو په شور، وږمو، چمنونو، رنګارنګ ګلونو، تازه بڼوڼو، شنو دښتو، سمسورو غرون، له اوبو ډکو خوړونو، شېلو، زاڼو، تالندې، نرمو بارانونو او د ناليدلو مرغانو په راتلو ښکلى او رنګين موسم وي.
په اوړي کې که د پخو شوو مېوو، غلو دانو، پر کروندو کې د چنګښو د چغ و چوغ، له کوره بهر په بيابان، کرونده، درمند، بام، برنډه او ديره کې په اسانۍ د شپې تېرولو، د غرمې د خوبونو، اوږدو ورځو او ښکلو ماښامانو موسم دى، نو همداسې منى هم په طلايي پاڼو، ژېړو شوو واښو، د ونو، ځنګلونو او باغونو د اصلي بڼې په را څرګندېدو او طلايي رنګونو په پاشلو او خورېدو رنګين موسم دى چې کروندګر په کې د خپلو خواريو فصل ټولوي، هر کس د ژمي لپاره په تيارۍ او منډو ترړو ستومانه وي.
په همدې ترتيب ژمى هم د ځانګړې ښکلا لرونکى وي، ځمکه، غرونه رغونه په کې سپين څادر اغوندي، واوره، ښکار کول، په پښتني سيمو کې د ولسي او فولکوريکو خوندورو کيسو د بيان، مجلسونو او بنډارونو موسم وي چې خپله ځانګړې ښکلا او صفتونه لري.
په اوسني پښتو شعر کې له دې موسمونو يوازې پسرلى دى چې ښکلا او ځانګړتياوو يې په اوسني شعر کې انعکاس موندلى او نور موسمونه تر ډېره هېر شوي، که وي هم يوازې خزان کله کله د استعارې، تشبېه او سمبول په توګه ياد شوى، خو په خپل ذات کې يې يادونه او ستاينه نه ده شوې چې موږ له ځان سره يو ځاى بوځي او په کوم بڼ کې د پانو رژېدو ښکلې نندارې ته ودروي.
د سرمحقق زلمي هېوادمل د وينا له مخې، په پښتو شاعرۍ کې د طبيعت د جمال ستاينې پيل او بنسټ شيخ متي بابا(٦٢٣- ٦٨٨ه ق ) اېښى دى او په خپل مشهور مناجات کې يې په ښه توګه د طبعيي منظرو او دخداى تعالى د خلقت د ښکلا او شان ستاينه کړې ده. د هغه د مناجات پيل داسې کېږي:
پر لويو غرو هم په دښتو کـى
په لوى سـهار، په نيمو شپو کى
په غاړه ژغ او په شپېلکوکـى
يا د ويـــرژلو په شـــپلو کى
ټول استاد ياد ، نارې سورې دى
د استـاد د مينـى نندارې دى
جنډى زرغون ګه په بيديا دى
د بــربـڼ خواته پـه خندا دى
ترنـک چې خـړدى په ژړا دى
دا ټــول اغـــيز د مينى ستا دى
ټـول ښکـل دى ستا له لاسـه
اې د پاســوا لو پاسـه پـاسه
په همدې ډول په خوشحال بابا هغه کس دى چې په پسرلي تر ټولو زيات مين شاعر ورته ويلى شو او د پسرلي په اړه يې ګڼ او ښه شعرونه ويلي دي. خوشحال بابا ددې ترڅنګ چې موسمي ښکلا ستايلې، د انسان طبيعت او انساني طبيعي ښکلا په انځورولو کې هم بر لاسى شاعر دى چې ګڼې د کار خبرې يې کړې دي.
دلته به يې له ځينو پسرلنيو بيتونو څخه په لنډ ډول يادونه وکړو:
په دې باغ کې به دې پاتې نه وي ګله
که خبر شې د خزان له تطاوله
دا څو ورځې غنیمت ګڼه په باغ کې
چې په تا باندې سینه وهي بلبله
*****
د سبا باده ګذر په چمن بیا کړه
په چمن کې رنګا رنګ ګلونه واکړه
*****
رنګا رنګ غنچې دې واکړې په چمن کې
د خوشحال لپاره ښه راغلې صباحه
*****
د سهار نسیمه ښه راشه ګلش ته
د ګلونو شګفتن دی شګفتن
*****
چې ګل د باغ کا خندا بنیاده
بلبلې ژاړي له ډېر فریاده
*****
څوک به خندا کړي، څوک به ژړا کړي
دا چارې ستا دي د سبا باده
( د خوشحال بابا دېوان)
اوسنى شعر به هم د ځينو طبعيي ښايستونو او مناظرو له ستايني څخه مالامال وي، خو دا ټولې ښکلاوې په يوه ډول نه يوه ډول له پسرلي سره تار لري او نور موسمونه په کې هېر شوي او يادونه يې نه کېږي. ددې چارې لاملونه هم شايد بېلابېل وي، خو يو تر ټولو مهم لامل يې دادى چې پښتانه په اقتصادي لحاظ بېوزله وګړي دي.
لا هم په ژوند کې د لومړنيو اړتياوو او ستونزو له بوج نه دي وتلي او خپل ژوند په غربت او تنګلاسۍ کې تېروي چې ورباندې تپل شوو جګړو او شخصي يا قومي تربګنيو د هغوى د ټولنيز ژوند نظام تر ډېره د اقتصادي سيالۍ، سوداګرۍ او په ټوله کې د خپل ژوند ستاينې څخه شاته پرېښي او محروم کړي دي.
خپلې پانګې او پيسې هم د راتلونکي ژوند د اقتصادي تضمين او سوکالۍ پر ځاى په وسلو، شخړو او نورو بې ضرورته چارو لګوي او يايې هم د کوچينو سوداګريزو او اقتصادي سوکالۍ چارو ته پاملرنه او خوښه کمه ده.
د هغوى د شاعرانو ښکلاييز ذوق او له درېيو نورو موسمونو مني، ژمني او اوړي څخه طبعيي اخيستنه د اقتصادي ستونزو، اړتياوو او ناخوالو تر سيوري لاندې راغلې ده او پوهېږي چې که دا ډول څه و پنځوي، نو ممکن خلک يې خوښ نه کړي ، ځکه چې په ژمي کې يخني، ناروغي، غر ښوېدوني، د واورو ښوېدنو مرګ ژوبلې، د لارو بندوالى، اقتصادي ستونزې او اړتياوې او د کندو ګانو خالي کېدل د دوى لپاره يو مصيبت وي.
همداسې په اوړي کې ګرمي، ماشې، د څښاک او کروندو د اوبو وچېدل او د هوا د ګرمښت، برېښنا نشتوالى د دوى ژوند ګواښي، په مني کې ساړه بادونه، ګردونه، خاورې، د باغوان د بڼ رژېدل، د کروندو وچېدل، سپېره رنګونه، د بدن وچوالى، چاودې او … ټول داسې څه دي چې موږ د اقتصاد يا ګټې او ښکلا د جګړې سره مخ کوي او د داسې يوه ټولنې د شاعر ذوق وژني.
په پشتو شفاهي ولسي منظوم ادب کې هم په سروکو او لنډيو کې د موسمونو انځورګري شوې ده. لاندې سروکو او لنډيو ته به تم شو.
په لويو غرو باندې راتاو شول توپانونه
ږلۍ ورېږي
مه ځه دلته شپه وکړه
پاتې شه باران دى
- ●
ښه شوې چې له شنو ونو راتېره شوې
پلار دې په پيسو شو ته يې هېره شوې
- ●
ناوې ده روانه تر تاکو لاندې
شين شال يې په سر دى
خزان پاڼې رېژوي
- ●
خداى دې په واورو کې ايسار کړى
چې د تودې غېږې مې درشي ارمانونه
- ●
د مسافرو مل شې خدايه
باران به ووري څوک به ځاى نه ورکوينه
- ●
بيا به نرى کميس ونه کړم
پرون باران و جانان ټوله وليدمه
په پورتنيو څو بېلګو کې په طبعيت او موسم څخه په ماهرانه ډول انځورګري شوې او دا خبره لا يقيني کوي چې پښتو ولسي شاعري څومره طبيعي رنګ او ښايست لري.
اوس به د ځينو اوسنيو پشتو شاعرانو په شعرونو کې به د موسمي ښګلاګانو د انځورونو نندارې ته تم شو:
غزل
دا په خړو سپېرو ځمکو سره ګلونه څه ښه ښکاري
دا په جګو لويو غرو کې ابشارونه څه ښه ښکاري
د بلبل د مينې چيغې د ګلبڼ په نندارو کې
دا د عشق پنجو څېرلي ګرېوانونه څه ښه ښکاري
د بېلتون له ناروا نه د جرس چيغې اشنا ته
هم د شپې تورو تيارو کې حکمتونه څه ښه ښکاري
د اسمان په جګه غاړه کې امېل د ستورو ګوره
هم سپوږمۍ ته نظر وکړه مشالونه څه ښه ښکاري
پتنګ ځان په ډېوه سوځي له خليل نه يې زده کړي
دا د اور په سرو لمبو کې وصلتونه څه ښه ښکاري
زما عذر ستا ادا وي ، زه زړېږمه ته خاندې
مينه ناکې چې شېبې وي فريادونه څه ښه ښکاري
عبدالقدير”منصف”
خړ خړ غرونه تورې لړې پرې د پاسه
لکه هسک چې ځمکه ونيسې له لاسه
ډاکټر اکبر ” اکبر”
بهار
بهار په ونو راغی
ځمکه د لمر له غېږې حمل نیسي
ګلان غوړیږي، نوی ژوند له پاسه ساه اخلي
یواځې زه یم
چې په شونډو مې دا ستا د سترګو
د ښکلولو بېګانه بادونه نه را درومي.
چې ستا په زړه کې به را ګرځم که نه…!
اوس هم هماغسې یم
زړه مې د دواړو نړیوالو جګړو سوړ میدان دی
ماته څېره مې سونامي ته ورته
لا مې د خدای له هوساینې سره جوړه نه ده
او لا د ژوند په اذلي برخه کې نه ځایېږم.
بهار په ونو راغی
ځمکه د لمر له غېږې حمل نیسي
ستا انځورونه لا زما د تراخه ژوند په جریان نه پوهیږي
او زما دواړې سترګې
ستا د وجود تر پخو غړو پورې نه خلاصیږي.
فريد “باراني”
له پاسه واورې ورېدې غرونو لمبې كولې
ما او جانان چې له يو بل سره وعدې كولې
نن ځنګېدلي يو په زېړه، سره او شنه زرغونه
موږ د دنيا، دنيا زمونږه تماشې كولې
غرونه خاموش وو، چنارونه، نښترونه خاموش
ما لېوني پكې وريتې وريتې ټپې كولې
رحمت شاه “سایل”
غزل
خاونده بيا سپرلى شو گودر لارې مې يادېږي
الوتې ترې ايله واوره شوديارې مې يادېږي
د کلي هغه بر سر ته شينشوبو کې غاټول، ټول
ويالې ډډ ته د توتو د باغ بارې مې يادېږي
په دغو لارو هر وار زه که ځمه که راځمه
بلا- بلا د چا سترگې خمارې مې يادېږي
په وچو تورو غرونو کې د هجر سيلۍ ستړى
بانډو ته مې خيالونه ځي هوارې مې يادېږي
له ښکليو د يورپ څخه بېزار زه بېکسيار يم
اندړې مې په زړه اوري، شينوارې مې يادېږي.
عبدالمالک “بيکسيار”
پردې
نه پوهېږم چې دا خوب و
که د مينې په نشو کې چا نارې راته کولې
وې:
پرته ستا له ښکلي يار نه
نور نه ګل شته نه دا ونې
نه سپوږمۍ نه يې شغلې شته
نه دا لوى غرونه رغونه، نه کوم سيند شته نه موجونه
دا هرڅه چې درته ښکاري
د دلبر پر مخ پردې دي
چې ښکلا يې په کې نغښتې
نو
که ديدن د جانان غواړې
دا خورې پردې ټوټې کړه
چې د حسن په ډېوو کې
يوه شغله شې
بس يو څرک شې
يوه لمبه شې
عبدالقدير”منصف”
البته د نورې نړۍ په ادبياتو او شاعرۍ کې د کال څلور ګوني موسمونه خپل ځاى لري او لامل يې هم دادى چې هغوى سوکاله او ارام ژوند لري، هر موسم ورته له ځانګړې ښکلا او ارزښت څخه برخمن دى. په کاروبار او ژوند يې کومه منفي اغېزه نه کوي او د ژوند د تنوع په سترګه ورته ګوري.
بله دا چې دوى خپل طبيعت په ښه توګه سالى او کله چې طبيعت سالم وي، نو د موسمونو انځور هم په کې په ښه توګه ښکاري، خو زموږ ځنګلونه او طبيعت ورځ تر ورځې خرابېږي او په خلک اقتصادي ستونزو دې ته اړ کړي چې د پيسو موندلو په سبب ورسره په بې رحمۍ چلند وکړي او بيا نو پښتون شاعر دى چې داسې فرياد وکړي:
مرغان دې راشي زموږ لپو کې د ځالې وکړي
غر مو نښتر نه لري ، کلى مو چنار نه لري
پيرمحمد کاروان
د پښتو او دري ژبو د شاعر سليمان لايق شعرونه هم د طبيعت د انځور ګرۍ ډېرې ښکلې او رسا بېلګې لري چې د نوموړي د چونغر ترانې اثر يې غوره بېلګه ده، په همدې ډول د ارواښاد استاد پسرلي د مستعارې شاعري او غزلبڼ ګنې بېلګې هم د يادونې وړ دي.
په اوسني رواج شوي شعر ( لنډکى شعر)کې ځوانو شاعرانو په ځانګړي ډول ښځينه شاعرانو د طبيعت او د کال د څلورو موسمونو په اړه ښې تجربې او نوښتونه کړې دي، چې دلته به د ځوانې شاعرې اغلې اريا حافظ کمال په څو لنډکيو شعرونو کې بېلابېلو موسمي نندارو ته تم شو. البته دغه انځورونه يا په خپل ذات کې موسمونه او يا هم د يوې بلې انساني ښکلا لپاره سمبولونه او تشبېه ګانې دي.
پسرلی
پسرلی ښکلی دی
خو د مني
ښکلا هم تر
تا کمه نه ده
__
چنار
باد له چینار
سره خبرې
کوي
خو پاڼې یې ترې
مرورې دي
___
سړې سیلۍ
یوازې سپینه واوره
او ستا یخ وهلي
پلونه
سړې سیلۍ
ورو ورو
ښکلول
__
مرغۍ
مرغۍ ټپي ده
خپله پښه کشوي
زه یې آهونه
انځوروم
___
ونه
اوس هغه پخوانۍ نه یم
لکه توپان وهلې
ونه په خپل وجود
کې ځان رانغاړم
—-
واوره
کرۍ شپه واوره اورېده
اوس چې سهار
شو هم اورېږي
لمر نشته
خو
زما لمر د بام په سر دی
——-
واوره
واوره اورېدله
سهار چې
له خوبه
پاڅېدم
ستا پلونو
ته ځیر شوم
یو پر بل پسې
قطار واورې
پټول
———-
پاڼې
پاڼې له ونو
را لوېږي
زما په اوښکو
شاعري کوي
اريا حافظ کمال
که د روسي شاعر الکساندر پوشکين او نورو روسي شاعرانو هغه منظومي او شعرونه وکتل شي چې د سايبريا د کنګل غرونو او يخ طبيعت په اړه يې ليکلي، نو دومره اغېزه لري چې ممکن د اوړي په ګرمۍ کې هم راباندې يخ راولي او وجود مو د ژمي د يخنۍ په څېر لزړه واخلي.
همداسې په لوديځه شاعرۍ کې د ډسمبر سړې مياشتې يادون او دمني د طلايي موسم او نورو وختونو ستاينه دومره اوچته ده چې موسمي ښکلاګانې مو زموږ ذهن ته راځي او يوه شېبه خپلې سترګې پټوو او په خپل ژوند کې له دې موسمونو د وخت اخيستنه انځوروو.
د مني د پيل او طلايي پاڼو د رژېدو په اړه مې يو ترکي شعر اورېدلى و چې دلته يې ژباړه وړاندې کوم:
د مني پاڼې
پوهېږې!
د مني په موسم کې
چې د ونې هره پاڼه زېړېږي
او په پر ځکه را لوېږي
ماته د مار د نېش په څېر
زهرجن ټک راکوي
ژباړه : رحماني
په پاى کې بايد ووايو چې دا اړينه نه ده چې شاعر له طبيعت څخه مثبت اخيستنه لري، يا منفي، بلکې مهمه داده چې طبيعت په خپله بڼه وستايي او خپل پيغام هم د طبيعت په رنګينو کې ونغاړي او په دې توګه يې ابدي کړي.
په پښتو اوسني شعر کې اړينه ده چې د پسرلي تر څنګ د مني، ژمي او اوړي پټې ښکلا وې هم وستايل شي او که ستاينه نه وي، نو دهغو منفي اړخونو يا بدرنګينو بيان يې هم په خپل ذات کې د موسم ستاينه ده او د پښتو ژبې اوسني ادب د شعري برخې په بډاينه کې ډېر رول لري.