د لنډیو نوې ټولګه

لنډۍ او د لنډیو د ثبتولو ستونزه

شلمه برخه

د لنډیو د منابعو او ټولګو د لټون په لړ کې مې دا ځل د «پښتو لنډۍ، مصرۍ، ټپې» تر سر لیک لاندې یوه ټولګه په بریښنايي بڼه تر لاسه کړې ده چې دلته به خبرې پرې وکړم. د لنډیو دا ټولګه مې په فیسبوک کې تر سترګو شوه چې کتابتون دات کام خپره کړې وه.

د لنډیو د دې ټولګې ترتیبونکی راز محمد نورزی پکتیا وال نومیږي او دا ټولګه یې د روان میلادي( ۲۰۱۶) کال په لومړیو کې خپره کړې ده. ما غوښتل چې د دې کتاب د معرفي په ترڅ کې د ښاغلي راز محمد نورزي لنډه بیوګرافي هم خپره کړم او د کتاب د برابرولو د اصلي موخې پوښتنه ځینې وکړم، د همدې له پاره مې په لاندې متن یو ایمیل، د ده په هغې بریښنايي پتې ور ولیږه، چې د یادې ټولګې په یوه برخه کې ایښودل شوی دی:

«ښاغلی راز محمد نورزی صاحب سلامونه اونیکې هیلې مې ومنه!

زما نوم آصف بهاند دی، پخوا په کابل پوهنتون کې استاد وم او اوس د اروپا په ډنمارک نومي هیواد کې ژوند کوم . د مهاجرت په چاپیریال کې مې هم   خپلو څیړنو ته دوام ورکړی دی، نن مې په خوشالۍ سره ستاسو د لنډیو کتاب(پښتو لنډۍ، مصرۍ، ټپې) تر سترګو شو. زه د لنډیو د منابعو د معرفي په لړ کې غواړم ستاسو پر دې کتاب یوه  لنډه مقاله ولیکم. هیله ده خپله یوه لنډه بیوګرافي زما په پته را ولیږئ او په وروستۍ برخه کې یې دا را ته ولیکئ چې د دې کتاب د لیکلو او برابرولو اصلي موخه څه ده؟ له مرستې نه مو مخکې له مخکې مننه»؛ خو د دې کرښو تر لیکلو پورې مې ځواب تر لاسه نه کړ.

د کتاب په لومړۍ پشتي باندې د کتاب نوم«پښتو لنډۍ، مصرۍ، ټپې» رواړل شوې دی. له معمول سره سم د هر کتاب په پیل کې، د کتاب پیژندنه راوړل کیږي، خو په ټولګه کې د کتاب پیژندنه نه شته، کومه مقدمه او کوم تقریض هم په کې نه دی راوړل شوی، مخامخ د لنډیو په باب مالومات وړاندې شوی دی.

کتاب څلور برخې لري:

۱ــ د کتاب د مدون یا ټولونکي له خوا د لنډیو په باب هغه عمومي مالومات راوړل شوی چې د لنډیو په ډیری ټولګو او بحثونو کې را اخستل کیږي. دا مالومات تر دغو سرلیکونو لاندي ترتیب شوی دی:

د لنډيو شاعران څوک دي؟، د لنډيو ځانګړتياوې، مصره، د لنډۍپیژندنه، د لنډیو ادبي او معنوي ویش، د لنډیو معنوی او حماسي انځور، فخر او حماسه ، ګودر او لنډۍ.

په دې ډول، تر پاسنیو عناوینو لاندې پر لنډیو باندې خبرې شوې دي، خو د لنډیو په باب کومه نوې خبره په کې نه لیدل کیږي، ټول هغه مالومات او خبرې دي چې په پخوانیو ټولګو او د لنډیو په باب په کتابونو او مقالو کې راغلې دي. د بحث په منځ کې کله کله لنډۍ هم را اخیستل شوې دي، یوازې د همدې بحث په وروستۍ برخه کې د ټولګې ترتیبونکی ښاغلی راز محمد نورزی پکتیا وال، د لنډیو په باب خپل نظر په ډیر لنډ ډول داسې بیانوي:

« په پای کې دومره وايم چې لنډيو ته زه دومره عقيده لرم چې که په پښتو کې هيڅ شعر نه واي او يواځې همدا لنډي وی، نو د پښتو ادب له پاره به کا ری وايې.»( د ټولګې څوارلسم مخ)

۲ــ د ټولګې په دویمه برخه کې یو شمیر لنډۍ راوړل شوې دي چې شمیر یې یوسل اوڅلیرویشت (۱۲۴) رسیږي. د لنډیو په منځ کې، د کتاب په اوه لسم (۱۷) مخ کې د یو مقفی شعرڅلور بیتونه هم ایښودل شوي دي:

مات کودړی

دګودر په غاړه پروت و مات کودړی

و يلی زه وم روغ منګی کلال جوړ کړی

د لته لو بو کې زه مات يوه ځلمی کړم

يوی پيغلی په اوږو ومه راوړی

د جهان هره زره کې عشق عيان دی

مات کودړی سه هم د عشق داستان دی

ډير مين په دی ګودر دې يو ځای شوی

ډير منګي دلته مات شوی لند بیان دی(۱)

د بیتونو په پای کې د یو(۱) شمیره هم ایښودل شوې ده، خو ځواب او آدرس یې نه په لمنلیک کې شته، د دلنډیو په پای کې او نه هم د کتاب په پای کې. کیدای شي چې دا بیتونه په تیروتنې سره دلته ایښودل شوي وي.

۳ــ د کتاب په دریمه برخه کې یې د لنډیو په باب د دغو لیکوالو نظرونه را ټول کړي دي:

ــ په پښتو کې لنډۍ څه ته وايي؟ له آلمان ږغ راډيو سره د استاد حبيب الله رفيع د مرکې متن. د لنډیو په باب د استاد رفیع دا خبرې په خوست ویب پاڼه کې لا پخوا خپرې شوې وې.

ــ د پښتو لنډيو ژوند څلورنيمو زرو کلونو ته رسيږي، له استاد حبیب الله رفیع سره د ښاغلي هارون حکيمي د مرکې متن. د ښاغلي هارون حکیمي دامرکه هم په خوست ویبپاڼه کې خپره شوې ده.

ــ په لنډيو کې طنزي او خندونکي توکي، محمود نظري، په دې برخه کې ښاغلي محمود نظري په لنډیو کې ځینې طنز ډوله مسایل څیړي دي. د ښاغلي نظري دا نظریات د ده په خپلو آثارو کې هم راغلي او خوست ویب کې هم راوړل شوې دي.

ــ لنډۍ د ګلونو په سمندر کې، محمد حامد حليمي، دا لیکنه هم په خوست ویبپاڼه کې راغلې ده.

ــ د پښتو لنډيو په اړه يو څو خبرې، ولايت خان ځدراڼ. د ښاغلي ولایت خان ځدراڼ دا لیکنه هم په خوست ویبپاڼه کې خپره شوې ده.

په دې ټولګه کې د لنډیو په باب دا یادې مقالې په خوست ویب کې پخوا ایښودل شوې دي، ما د لنډیو د مقالو په دریمه برخه کې خبرې پرې خبرې کړې دي چې دوه کاله مخکې، د ۲۰۱۴ کال د فبرورۍ به لومړیو کې خپرې شوې دي.

۴ــ د ټولګې په وروستۍ برخه کې بیا یو شمیر لنډۍ راوړل شوې دي. دا لنډۍ په همدې بڼه خوست ویبپاڼه کې پخوا(د ۲۰۱۰ کال د اپریل په میاشت کې) ایښودل شوې دي.

په هر صورت چې وې، زه د دې ټولګې ترتیبونکي، ښاغلي راز محمد نورزی پکتیا وال دا هڅه مثبته ارزوم چې د دې ټولګې په خپرولو سره یې یو ځل بیا د لوستونکو پام د پښتو فولکلور دې مهمې او ارزښتناکې برخې ته ور واړاوه.

زه نه پوهیږم چې دا ټولګه په چاپي بڼه هم خپره شوې ده که نه؟ څنګه چې د افغانستان په ډیرو سیمو کې خلک انترنت ته لاسرسی نه لري، نو که دا ټولګه په چاپي بڼه تر لوستونکو پورې و رسول شي، ډیره به ښه وي.

په ټول کې که د دې کتاب محتویات و څیړل شي، په یوه ټولګه کې د لنډیو په باب مالومات او ور سره په دې شمیر لنډۍ را ټولول او لوستونکو ته وړاندې کول، یو ښه او مثبت کار دی او ټولونکي، له پښتو ادب، پښتو فولکلور او پښتو ژبې سره خپله مینه ښودلې ده، خو که یې د لنډیو په باب د ځینو نورو خلکو نظرونه پیدا کړي وای او یو څه نوې لنډۍ یې هم را ټولې کړې وای، بده به نه. هسې یې هم د ټولګې په را ټولولو وخت او انرژي ضایع کوله، خو که یې یو څه نوښت هم کړی وای ښه به و. بیا دې هم کور ودان وي چې همدومره یې هم کړي دي.

د شلمې برخې پای

—————————

د پوهندوی بهاند نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *