ګل محمد محبت

ويل کېږي چې موسيقي د لومړي ځل لپاره په يونان کې رامنځته شوه. هغه وخت به چې کومې ډرامې نندارې ته وړاندې کېدلې؛ نو موسيقي او ګډا ته به هم په کې ځای ورکول کېده. دا مهال موسيقي په منظم ډول نه وه موجوده. څه موده موسيقي د کليسا په انحصار کې وه او يواځې د انجيل له مقدسو او سپېڅلو سرودونو سره به غږول کېده.په ادب کې د موسيقۍ اهميت او ارزښت له همدغه ځايه پيلېږي. د يونان په ادبياتو کې له څلورمې ميلادي پېړۍ څخه وړاندې د موسيقۍ په اړه کره معلومات نه شته. يواځې د انجيل د پيروانو په کتابونو کې د ځينو مقدسو سرودونو او سپېڅلو اوازونو ذکر راغلی دی. د وخت په تېرېدو سره په موسيقۍ کې ستر بدلون رامنځته شو. د رنسانس په دوره کې چې هر څه نوي شول په موسيقۍ کې هم نوښتونه رامنځته شول. د موسيقۍ کلاسيک ډول په اولسمه پېړۍ کې رامنځته شو. د موسيقۍ په الاتو کې همغږي هم همدا وخت منځته راغله.

په پښتو ادب کې هم موسيقي ډېر پړاوونه ووهل او د زمان په کږلېچونو کې پوره وکږل شوه. د موسيقۍ پيل تل له مقدساتو څخه شوی دی. زموږ ويدي او اويستايي سرودونه هم په نظم ليکل شوي دي او اريايانو له سندرو او موسيقي سره ډېره مينه درلوده. د بودايي دورې ديني غونډې به له موسيقۍ څخه خالي نه وې. زردشت هم په خپلو ديني چاور کې موسقي ته ډېر ارزښت ورکاوه. پښتنو پاچاهانو به هم موسيقۍ ته په دربار کې ځای ورکاوه. د احمدشاه بابا، امير شېرعلي خان، امير عبدالرحمن خان، امير حبيب الله خان، غازي امان الله خان او اعليحضرت محمد ظاهر شاه دربار هم په موسيقۍ او ساز او سرود ښه ګرم و.

پښتني ټولنه چې يوه مذهبي ټولنه ده ؛ په دغه ټولنه کې موسيقي غږول له يو شمېر مسلطو اسلامي، کلتوري او فرهنګي ارزښتونو څخه د بغاوت په معنی دی. يو وخت په پښتنو کې سندرې ويل د شرم او عار په معنی و. بيا هم موږ د موسيقۍ پياوړي استادان لرل. ښه بېلګه يې ډاکتر صادق فطرت ته، د ناشناس نوم د ده کورنۍ وېرې ورکړی دی. : شاه ولي استاد، خيال محمد، هارون باچا،شکيلا ناز، سردار علي ټکر، رفيق شينواری، ګلزار عالم، قمر ګله، زرڅانګه او نور هغه وتلي سندرغاړي دي، چې په خپلو جادوګر غږونو او هنريت يې د خپلو مينه والو زړونه ټکور کړي دي. چې له ډېر محنت او خواري کولو وروسته به په موسقۍ او سندرو ويلو کې د استادۍ مقام ته ورسېدل. که تاسو د ناشناس استاد دا سندره واورئ! ( ادکۍ مورې ماڼو له ځمه ـــ د بوډيالۍ توتان ګلۍ وهلي دينه ) تاسو به خامخا دومره خوند ترې واخلئ، چې د هنر تنده به موخړوبه شي. شاه ولي استاد چې وايي: ( تړمې اوښکې مې په مخ باندې درياب جوړوي ــــــــــ ظالمان مې د زړه غوښو نه کباب جوړوي. ) يو خوږلن درداو د استاد جادوګر غږ چې ټولنيز دردونه بيانوي؛ نو هيڅ زړه او ذهن ترې بې اغېزې نه پاتې کېږي.کله چې د لويې پښتونخوا زلمي په خپل تاريخ وياړي؛ نو خپلې کارنامې د خيال محمد استاد د دې سندرې په هندارې کې ګوري: ( موږ يو د خيبر زلمي پښتو زمونږه شان دی ــــــ مونږه پښتانه يو په وطن مو ځان قربان دی.) هارون باچا بيا د پښتني کلتور او فرهنګ له ساتلو سره ، سره د خپل هنر په زور ټپه اردو ادب ته هم وغځوله: ( ارمان، ارمان، د دا دا کوره ــــــ له ډکه شکوره به چاپېره تاوېدمه) قمرګلې بيا په خپلې جمه دانې سندره کې د خپل وخت دود، دستور او تاريخ خوندي کړی، چې د هنر غوښتنه يې پر ځای کړې ده. ( جمه دانې لمنې غونډه به دې وړمه ـــــــــ راوا به دې ړومه جمه دانې!) هغه وخت موسيقي هنر ګڼل کېده او دلوړو او وتلو شاعرانو اشعار به د يو پياوړي استاد له خوا د موسيقۍ په سر اوتال کې اچول کېدل او د خلکو زړنه به يې ټکورول. دغه چار له يوې خوا پښتو ادب ته خدمت او له بلې خوا يې د پښتو اصلي موسيقي په ساتلو کې رغنده رول درلود. که د شاعرانو اشعار د موسيقۍ سر او تال ته واچول شي؛ نو د ډېرو خلکو تر غوږونو رسي. موږ اوس هم د موسيقۍ په ډګر کې يو شمېر ځوانان سندرغاړي لرو، چې د هنر سپېڅلتيا يې ساتلې ده. لکه: شفيق مريد،کرن خان، خيال ګل، نعيم توری، سردار يوسفزی، فضا فياض، جاوېد امرخېل، بريالی صمدي، بختيار خټک،خالد ملک او نور. ځينې سندرغاړي چې پخوا يې د خپلو مينه والو په زړونو د خپل هنر پر مټ واکمني کوله؛ خو اوس دوې هم لکه د رحيم شا په پتاسو اخته دي. نغمه، همايون خان او رحيم شاه اوس د پتاسو په بازار ورګډ شوي دي. ( جينۍ سمه پتاسه يې، جينۍ سمه پتاسه! ) دوی او يو شمېر نورو سندرغاړو بيا له هنر او موسيقۍ څخه سوداګريز بازار جوړ کړی دی. دوی د هنر او موسيقۍ لپاره هېڅ معيار ته قايل نه دي. هغه پخوا به د موسيقۍ غږولو او سندرو ويلو معيار ښه غږ ، ښه موسيقي او ښه او معياري شعر و؛ خو اوس دا هر څه له منځه تللي. د هنر له ډګر نه يواځې يوه لوبه جوړه ده. هر چا د موسيقۍ ډګر ته رادانګلي. پښتو سندرې او ګډاګانې کومه پښتو ده؟ له پښتني موسيقي او پښتو سندرو څخه د عياشۍ او فحاشۍ مارکېټ جوړ دی.

اوسني ډېر شمېر سندرغاړي چې د هنر ډګر ته راځي د موسيقۍ په رمز هيڅ اګاه نه دي. دوی د موسيقۍ له سر اوتال، کمپوز او د ويلو له انداز نه ناخبره دي. اوس په پښتو سندرو او موسيقي کې د جينکو بازار ډېر ګرم دی. هغه جينۍ چې ښه څېره ولري، ښه سينګار وکړي او ځينې زړه وړونکي اکټونه يې زده وي په دغه ډګر کې ښه چلېږي. د بېلګې په توګه که تاسو د قمر ګلې او ګل پاڼې په اړه يوه نظر پوښتنه وکړئ؛ بې له شکه چې د ګل پاڼې مينه وال به زيات وي. ستونزه دا ده چې موږ د هنر پر ځای اشخاص پالو او د موسيقۍ هنر مو بېخي له پامه غورځولی دی.

پر نورو ستونزو سربېره زموږ موسيقي له غربي موسيقي څخه اغېزمنه ده. زموږ په پښتو کې کلاسيکه موسيقي دود ده. کلاسيک د نوي او تازه په معنی دی. په دې معنی چې هر وخت واورېدل شي نو خوند ترې اخيستل کېږي. اوس دلته پوښتنه دا پيدا کېږي، چې که موږ هماغه زړه موسيقي پالو نو نوښت او پر مختګ په څه معنی؟ دلته بايد د پښتو موسيقي په زوړ قالب کې نوی روح واچول شي او د زړو رواياتو په ساتنې سره بايد د نوښت پر لور قدمونه واخلي. يو مخ غربي موسيقي غږول د نوښت او خدمت په معنی نه؛ بلکه د خپل دود، دستور او رواياتو د پرېښودو او هېرولو په معنی دي. پښتو موسيقي د کاپي او وچ تقليد له ستونزې سره مخامخ ده. يوه سندره چې يو سندرغاړي وويله؛ نو بيا ټول سندرغاړي پرې شخوند وهي. ځينې بيا د خپل شهرت او نوم لپاره د لويو او مشهورو سندرغاړو سندرې وايي. لومړی خو يو سندرغاړی بايد د بل چا سندره ونه وايي. که يې وايي هم نو د نوښت په ملتيا دې د خلکو تر غوږونو ورسوي.په هماغه ډول يې کټ مټ کاپي کول کوم هنر نه بلکه د وخت خرابول او هنر بېخونده کول دي.

يو سندرغاړی بايد د خپلې سندرې لپاره يو معياري شعر وټاکي. چې په اورېدو يې د خلکو زړونه خوښ شي. په دې سره به پښتو ادب هم پرمختګ وکړي او د لويو شاعرانو اشعار به د هغوی د مينه والو تر غوږونو ورسي. اوس چې ګورې سندرغاړي داسې اشعار وايي چې سړی يې په اورېدو شرمېږي. له ادبي معياره خو پرېوتي، چې بېخي له اخلاقي او انساني معياره هم پرېوتي دی، چې بېلګې يې تاسو عملا ګورئ! اوس دلته نيمګړتيا د شاعرانو ده او که د سندرغاړو…؟ په ټوله کې ستونزه په سندرغاړو کې ده،ځکه شاعر به هرڅه ليکي خو سندرغاړی بايد دخپل هنر د تقدس ساتلو لپاره دا وړ اشعار انتخاب نه کړي. د ګل پاڼې او رحيم شاه په څېر نه چې وايی : (سترګې دې راواړوه په زړه مې بمباري وکه! شابه تباهي وکه شابه تباهي.) ( نېغ راته راوګوره حمله مې په زړګې وکه! شابه تباهي وکه، شابه تباهي) يا که له ستاره يونس مو دا سندره اورېدلې وي: (سپينه لکه جينۍ يم ، خوږه مالټه جينۍ يم ، تانه به هېر د پېښور بالاحصار کم، بيا به دې بريک نه لګي که، په مخ زلفي تار په تار کم.) اوس دلته هنريت او شعريت چېرته دی؟ دا اوداسې نورې سندرې چې اورېدل يې اخلاقي جرم ګڼل کېږي. د دنيا غزل د اسندره واورئ:( وه ښايسته جانانه راشه زړه مې چوي ـــــ لاس رانه چاپير که بيا تر سبايي.) يا ( په تور پېکې مې لاس وهه چې خوب راځينه ــــ قربان شم له تا ای نازنينه، قربان شم له تا ای نازنينه! ) ستاره يونس، عاصمه لتا او نازيه اقبال چې په جذباتو راشي؛ نو دهنر له پولوپښې اړوي او په لوی لاس د اخلاقی کره کتنې په لومه کې ځان ښکېلوي: ( مه ګرځه په ماپسې دوکه يمه دوکه ـــــ خودکشه دهماکه يم خودکشه دهماکه !) ( نشه، نشه هلکه! څنګه له راځه هلکه! دنيا پرېږده هلکه! دا مازديګر چې واچۍ چک، چک او ياره چک، چک. ) ( ګورمه چې څه کېږی، مينې ته مې زړه کېږي،نور صبر مې نه کېږي، توکل په خدای درغاړې وځمه جانانه! ګرانه يـــــــــــــه ګرانه درغاړې وځمه جانانه! ) په دغه ډګر کې لطيف ننګرهاری هم له چا کم نه دی. تاسو يې دا سندرې ولولئ! ( وه شېرېنې راشه نن يو زړه کووــــــــــــــ پټ دواړه له هر چا نه واده کوو ) او ( مينه، مينـــــــــــــــــــــــــــــــــــه!!! مينه، مينه نه کوي، ټولې دروغجنې دي، دغه اوسنۍ پېغلې بس په ځان ميينې دي؛ دامنم چې سپينې دي، قندو، نه شېرېني دي، ماويل چې پوه به شي، خير دی نازنينې دي.) دا سندره هم واورئ ! سندرغاړی يې نه پېژنم:( يه جينۍ، وه جينۍ نه مې درته ويل چې بنګړي لرې که ټول دې په ما مات کړل.) دغه سندره هم ډېرو سندرغاړو زمزمه کړه:( تابه د مينې په دام څنګه بندومه ـــــ چې دا غرور دې شي مات د پېغلتوب او دا دستور دې شي مات د زلميتوب.) اوس دغه او دې ته ورته سندرې له بد اخلاقۍ پرته کوم بل پيغام لري؟ دغه ډول سندرې پښتو ته خدمت نه، بلکه له ژبې او هنر سره لوی خيانت دی.

يو شمېر سندرغاړي يواځې او يواځې په چټياتو او عبثياتو سر دي. تاسو د رييس باچا د ې ټپې ته کوم کلی ورکوئ؟! (ګرانــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه کمپيوټرايز زمانه شوه ـــــــ وه ګرانـــــــــــــــــــــــه دوهزار بارا کې څوک عشق کله کوينه!) اوس ؟ د موسيقۍ په دې ډګر کې شمع اشنااو نازيه اقبال هم له چا وروسته پاتې نه دي. ( رنګ، رنګ کپړې راغلي دينه ــــــــــ يو جوړه دوه جوړې څه کومه، لس جوړې واخله! ) ( جانانه غواړمه دنوي کال موټر ـــــــــــ دوهزار چې زيرو ميټر، دوهزارچې زېرو ميټر) دا ډېره ښه ده چې شهنشاه باچا دموسيقۍ ډګر ته شاه کړه؛ کنه تر دې دمه به په چټياتو سر و: ( موږ يو ډېر غريبانان، په زړه ډېر لرو ارمانـــــــــــــــــــــــ خدايه راکړې يو موټر، يو بنګله او يو جانان )

يوه لويه ستونزه چې په پښتو موسيقي کې شته، هغه دا ده چې په پښتو سندرو کې مخدره توکو ته تشويق او ترغيب ورکول کېږي. له دې لارې ځوانان د نشه يي توکو کارولو ته هڅول کېږي. لکه بعضې سندرې چې وايي:( يار مې شرابي په نيمو شپو راځي ــــــ غېږي له زما،زما په زنګېدو راځی.) ( شو لالی مې چرسي ـ نيمه شپه کور ته راځي.) يا:( خماريان راغلي دينه ! ميرزا خانه، خانه چلم راواخله!) دارنګه : (د بنګو بوټي نشې، نشې دي ــــــ چرسي هلکه سترګې دې سرې دي.) او دې ته ورته نورې سندرې. د دې پر ځای چې له دې لارې د نشه يي توکو قباحت او بدي بيان شي؛ د نشه يي توکو ستاينې په کې کېږي. کله چې ځوانان دا سندرې اوري نو له مخې نشه يي توکو ته مخه کوي، چې په دې سره ټولنه د بدۍ خواته سوق کېږي. پښتو موسيقي چې ډېر پښتانه پرې خپلې هنري تندې خړوبوي؛ که همدا سې روانه وي نو پايلې به يې له عياشۍ، فحاشۍ او د راتلونکي نسل له بې لارۍ پرته بل څه نه وي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *