په داسې حال کې چې د نړۍ لویې ژبې د اوسنۍ ټیکنالوژۍ او میډیا پر مټ د وړو یا ناپالل شویو ژبو په خوړولو لګیا دي، هغوی چې غواړي خپلې ژبې له دې بلا وژغوري نو ډېر کار او پالنې ته اړتیا لري .
پښتو هم هغه ژبه ده چې د ځينو ليکوالو په خبره د خپلو سيالو ژبو څخه ورسته پاتې ده او لا هم په ليکنۍ او ژبنۍ برخه کې ډير کار کولو ته اړتيا لري .
که څه هم د يو شمير ادبپوهانو له انده په دې ورستيو کې پښتو ته تر يوه بريده کار شوى دى،خود دې سره سره بايد په بيلا بيلو برخو کې ورته کار وشي او لا هم بډایه شي .
دوى وايي د پښتو شعر تر څنګ چې دا مهال ښه پر مخ روان دى، د نثر ليکل او د ژباړې برخه هم له پامه نه ده لويدلې او ځينو ځوانو ليکوالو هڅه کړې چې د بيلابيلو باندنيو ژبو څخه پښتو ته په مختليفو برخو کې کتابونه راو ژباړي او دغه لړۍ يې توده ساتلې ده .
خو ځينې نور يې بيا د پښتو ژباړې په اوسني روان بهير نيوکې کوي او په کې نيمګړتياوو ته ګوته نیسي .چې ادبي کرکتنې ته اړتيا لري.
دوست محمد دوست
په دې ورستيو کې په ننګرهار کې هم د ژباړې دغه لړې ښه توده روانه ده دغلته هم نن سبا ګڼ شمېر ځوان لیکوال له يو شمېر باندنيو ژبو نه بيلا بيل کتابونه را ژباړي.
سره د دې چې په ننګرهارکې يو شمېر عام خلک او د ادب مينوال د ځوانو ليکوالو لخوا دباندینیو ژبو څخه د کتابونو راژباړل ښه ګام بولي ، خو ولې ځينې نور يې بيا نيوکه کوي چې د ژباړې په دغه اوسني روان بهير کې ګڼې نيمګړتياوې او بلا ستونزې شته،چې غټ لامل يې دځينو غيرې مسلکي کسانو لخوا د ژباړې کول په ګوته کوي.
د دې ترڅنګ دوی د یو شمېر داسې کتابونو راژباړلو ته اشاره کوي چې د ژباړې له پلوه پکې ګڼې ستونزې شتون لري.
ځوان شاعر او د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځی محصل دوست محمد دوست له نظره نا سمه ژباړه د اثر د اصلي ليکونکي حيثيت او شخصيت ټيټوي او د موضوع لوستونکی نا سمې اوغلطې لارې ته راکاږي.
ښاغلی رحماني
دى وايي هغه ژباړن چې په يوه برخه کې بشپړ معلومات نه لرې او مسلک يې نه وي بايدله بلې ژبې څخه ژباړه ونه کړې .
د دوست په باور ځينې داسې راژباړل شوي کتابونه شته چې غيرې مسلکي کسانو د ګڼو نيمګړتياو سره ژباړلې سمونې ته اړتيا لري .
دوست زياته وي دامهال ډيری ځوانو لیکوالو د ناولونو او کيسو ژباړولو ته مخه کړې چې په باور يې ټولنه ورته دومره اړتیا نه لري لکه علمي کتابونه ته يې چې لري .
دى وړاندې وايي: که چيرې د ژباړې په برخه کې د علمي کتابونو ژباړولو ته پاملرنه وشي او مسلکي کسان يې وژباړي لاس ته راوړنې به يې تر نورو ډيرې وي .
شاعر ، ليکوال او ژباړونکی ګل رحمان رحماني چې خپله يې هم د ځينو باندنيو ژبو څخه څو کتابونه پښتو ته راړولي وايې
((يو شمير کسانو ته ژباړه ډير ساده او اسان کار ښکاري خو حال دا چې د بلې ژبې څخه د یو اثر ژباړل د خپلې پنځونې څخه هم ګران او سخت کار دی.))
د نوموړي په خبره ژباړه بايد هغه څوک وکړي چې وړتيا يې ولري .
رحماني وړاندې وايې هغه کسان چې دا مهال ژباړې کوي زيات شمېر يې د ناولونو او کيسو په ژباړلو بوخت دي ، خو په اوسنيو شرايطو کې زموږ ټولنه د علمې کتابونو ژباړولو ته تر نورو ډيره اړتيا لري.
دی زياتوې اوس مهال زمونږه لويه ستونزه د مسلکي ژباړونکو نشتون دی همدا لامل دى چې زموږ ژباړې له ځان سره ګڼې نيمګړتيا لري .
رحماني وايي ده هم د یو شمېر باندنیو ژبو څخه ځینې کتابونه پښتو ته راړولي دي ، خو سره د دې هم له نورو ژبو څخه د ژباړې کولو سره موافق نه دی.
شفیيع الله تاند
دی وايي:
((مونږ که هر څومره کمزورې ليکنه وکړو د نورو ژبو د ژباړې څخه به ښه وي موږ په ټولنه کې ډير باتجروبه ليکوالان او ژورنالستان لرو خو له دې سره زمونږ ليکوالان او ژورناليستان د نورو ژبو د ډيرو وړو وړو ژورناليستانو کتابونه د ژورناليزم په برخه کې راژباړي خو داسې نه کوې چې خپلې تجربې په خپله وليکي او ټولنې ته يې وړاندې کړي.))
شفيق الله تاند چې ځوان شاعر دی او په دې ورستيو کې يې يو شمير کتابونه د باندنيو ژبو څخه ژباړلي وايې :
((د مسلکي کتابونو نه ژباړل د مسلکي کسانو لخوا د مسلکي ژباړونکو نه شتون دی .او که يو شمېر مسلکي او باتجربه کسان هم لرو هغوى بيا دومره ځان نه ستړى کوي چې د بلې ژبې څخه ژباړه وکړي)).
ژباړه څوک وکړي او دکومو ځانګړنو لرونکی وي ؟
په دې اړه د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي استاد ابراهيم همکار وايې :
«هغه تن چې دبلې ژبې څخه يو څه را ژباړي لومړى بايد دى په دواړو ژبو په پشپړ ډول حاکميت ولري د دې دا مانا نه ده چې موږه دې په يوه ژبه باندې يوازې خبرې وکولاى شو بلکې په ګرامري نحوي او ادبي او د ځينو ژبنيو باريکيو په اړه پوره لاس بري يو،نو کولاى شو چې په دې صورت کې د بلې ژبې څخه ژباړه وکړو .»
استاد همکار وړاندې وايې د ژباړې په چارې کې مسلک ډير رول لري په خبره يې د هر مسلک ځانته او ځانګړې اصطلاحات دي چې په هغې يوازې هماغه مسلکي سړي پوهيږي ، نوموړی وايې:استاد ابراهیم همکار
“زه په دې ورځو کې د اسلامې کتابونو ژباړلو ډير انديښمن کړی يم چې په دې ورستيو کې د ځينو غيرې مسلکي کسانو لخوا ژباړل کيږي، ځکه اسلامي کتابونه بايد هغه څوک را وژباړي چې په دواړو ژبو پوره حاکيميت ولري او تر ټولو اړينه خبره داده چې بايد خپله هم په اسلامياتو کې پوره معلومات ولري او عالم وي “.
د ننګرهار پوهنتون د ښونې او روزنې د پوهنځي د تاريخ او جغرافيه څانګې اوستاد مستالي خان نيازی بيا وايې دا مهال چې د ژباړې په برخه کې د ځوانانو لخوا کومې هڅې روانې دې له انده يې ښې او ګتورې دي خو زياته وي چې په هرڅه کې مسلک معلوم دی او بايد هر کس د خپل مسلک مطابق ژباړه وکړي”او که يو شمير ځوانان د ژباړې اسعتداد او ورسره علاقه لري ، نو يې ښه لارداده چې د کتاب د ژباړلو څخه مخکې د څو نورو کسانو او استادانو سره ورباندې صلاح او مشورې واخلې او بيا هغه کتاب وژباړي ترڅو کومه نيمګړ تيا ونه لري” .
په ننګرهار کې د اطلاعاتو کلتور ريس اورنګ صميم وايې ژباړه بايد هغه څوک وکړي چې هغه يو مسلکي کس وي او د ژباړې خق ادا کولای شې .
اورنګ صميم وايي :
))اوسنی ادبي بهير چې مونږ ګورو يو شمير ځوان ليکوال هڅه کوي چې په ډېره تيزۍ سره شعر يا نثر اورنګ صميموليکې او چې له دې څخه ورپاتې شي نو ژباړه خو بايد وکړي تر څو يو اثر ولري او په هغه باندې يې نوم ليکل شوی وي.((
د ويلو ده چې په دې ورستيو کې د پښتو ژباړې بازار ډير ګرم دی که څه هم يو شمير خلک او ليکوال د ژباړې په دغه روان بهير سره خوښ دي خو ځينې يې بيا نيوکې کوي چې ميعاري او د مسلکي کسانو لخوا ژباړې نه کيږي.
دوی وايې که چېرې څوک غواړي، چې يوښه ژباړونکی شي نوبايد د نورو بېلابېلو علومو د څانګو د متخصيصينو غوندی يوه ځانګړې څانګه د خپل ځان لپاره ځانگړې کړي.
د يادونې ده چې څوکاله وړاندې په کابل کې د پښتو ژباړې په اړه يو ورځنی سيمينار جوړ شوی و چې په يوه برخه کې يې د ژباړې د يوې کمېټې د تشکيل اعلان وشو ، چې نوموړې کمېټه به د ژباړې چارې څاري او په دې هکله به د جرګې د نورو غړو سره د مشورو او ګډ کار له لارې ټول هغه اړوند کارونه پر مخ بيايي ، چې د پښتو ژبې په ژباړه پورې تړلي وي.
خو تر اوسه پورې ددې کمیټې د کار کوم څرک نه دی لګیدلی .