د پښتو سره ستر خیانت زموږ د شاهانو له دورې پیلیږې، نن ما د جنبش صیب له پاڼې ولوستل چې د سراج اخبار ټولې ګڼې ژباړل شوي او چاپ ته چمتو دي، دا ورځپاڼه زما په اند چې زموږ د ویاړلې شاه امان الله خان په دور کې خپریده، چې له اوومه پوښته پښتون تېر شوي او نن ئې موږ د هغه د دور روځپاڼو ژباړولو ته اړیستېلو.
د ظاهر شاه بابا دربارې ژبه هم دری وه او لور ئې لا تر اوسه هم په پښتو خبرې نشې کولائ.
زموږ د تاریخ بل ویاړلې مشر او د جمهورې نظام بنسټ ایښودونکې سردار داود خان خپلې ویناوې چې موږ ورته اوس لاس رسې لرو تل په دري ژبه کړئ.
دری ژبه زموږ د هیواد بله خوږ ژبه ده خو دلته بحث پر پښتو ژبه دي ځکه به ډیر ژور بحث کوو، نه دا چې خداي مه کړه زه ورسره کینه لرم.
ژبه هغه وخت پیاوړې کیږې چې څیړونکې ولري، تحقیق پرې وشې، لاس ته راوړنې ولري، اختراع ګانې وکړي او اختراع ته په همغه ژبه نوم ورکرئ. تر څو چې دا لاسته راوړنې ونلرو نو ژبه په ویولو تر ویولو تر حده محدوده پاتې وي او کله هم نړیوالې کېدالې نشې.
اوسنیو حالاتو ته په کتلو سره زموږ داسې کومه موکه نه ګورو چې په هیواد کې مو مسلکې اختراګانې وکړو، د سرطان لپاره درمل ومومو، د عصبې ناروغانو د تداوې درمل ومومو، سپوږمې ته لاره پرانیځو او داسئ نور…. نو پښتو به د ویلو تر کچه محدوده وي.
لنډه دا چې، اوسمهال د ژبې له لاسه په زرګونو مسلکې کدرونه نن د ښار په کوڅو کې لاسې کارونه کوي، دولت ئې د استخدام وسه نلرې او د هیواده بهر ئې مسلک تر ژبې محدود دي.
هند، فلیپین، تایلند، بنګلدیش، سویلې افریقا او ګڼ شمیر نور هیوادونه چې خپل هیواد کې د کارونو محدویتونه لری ټولې نړې ته کدرونه لیږدي چې له لامله ئې پخپل هیواد کې کورنې هوسأ ژوند تیروي او راتلونکې نسل ئې لا پیاوړې روزل کیږې.
زموږ هیواد له کدرونو ډک دی، او ټول کدرونه چې په هیواد کې دی لالهانده او په تش نس یوه وکیل صیب او بل وکیل صیب پسې ګرڅې تر څو یو کار ومومې چې وکیل صیب هم د جیب مصرف غواړې او خوارکې ډاکټر صیب، اینجینر صیب او ورته نور کدرونه دا وس نلرې او ژوند ورته تنور ګرځیدلې دی.
بهر میشتې کدرونه هم په نره په غیر مسلکې کارونو اخته. د دې ټول لامل دا ندې چې هغوې پوهه نلري، بلکې زمونږ ډاکټر د هندې ډاکټر نه پیاوړې دی خو ژبه نلرې او پوهه او مسلک ئې تر دری او پښتو محدوده دي.
زما وړاندیز هیوادوالو ته دا دي چې له دولته د مسلکې زده کړو بهیر په انګریزې ژبه وغواړې، او د پښتو او دري د ژبو په شکل تدریس کول لا نور هم پیاوړې کیږې. نو دوه ګټې به وکړو، لومړې خو به له دي لانجو خلاص شو چې ولې په دري ندې او ولې په پښتو! دویمه دا چې دا تربیه شوي کدرونه به نړیوالې تجربې لاس ته راوړې، د هیواد اقتصاد به پیاوړې کړی او لږ تر لږه به د خپلې کورنې راتلونکې نسل په سالمه توګه وروزې.
در این هیچ جای شک نیست که شاهان افغانستان جفای بزرگ در حق پشتو کرده اند. . من میشرمم که با وجود پشتون بودن ، با این زبان غیرت و شهامت که گویندگانش همیشه تاریخ آفریده اند، حرف زده نمیتوانم ، اما پشتون بوده ام ، هستم و خواهم بود .
بعد از شاهان ، چیزی دیگری که پشتونها را واقعا ضربه زده است ، اسلام است ، البته عقاید خرافاتی . تا وقتی که وفاداری ما در قدم اول به قوم ما نباشد از این حالت برون نخواهیم رفت.
از پشتون بودن ما هزاران سال میگزرد ، از مسلمان بودن ما چهارده صد سال.
اولش خون ماست ، دوم اش بیرون از خون ما