د یونیسکو سازمان د شمېرو له مخې دا مهال په نړۍ کې شاوخوا ۶۹۰۰ ژوندۍ ژبې دي. له ۱۹۵۰ کال راهیسې ۲۳۰ ژبې له منځه تللې او ښايي تر ۲۱۰۰ کال پورې ډېرې نورې هم له منځه ولاړې شي. په پښتون‌مېشتو سیمو او هېوادونو کې روان وضعیت ته په کتو سره پښتو ژبه هم د مرګ له جدي ګواښ سره مخ ده، خو پښتانه د خپلې ژبې د ژوندي ساتلو په اړه بې‌پروا دي. که پښتانه هغو لاملونو ته پام ونه‌کړي چې پښتو یې د مرګ له ګواښ سره مخ کړې، لرې نه ده چې ژبه یې څو لسیزې وروسته له منځه ولاړه شي. دا لاملونه کوم دي او د ژوندي ساتلو حل‌لاره څه ده؟

د ژبو د متروکېدو یا مړه کېدو لوی لاملونه څو ژبیزه ټولنه، په ښوونځیو کې په دوهمه ژبه زده‌کړه، د هېوادونو ژبني سیاستونه، د ښاري‌توب ژوند، صنعتي کېدل او د بهرنیو کلمو او جوړښتونو بې‌خرته منل دي. له بده مرغه پښتو ژبه د دغو ټولو لاملونو له مخې ګواښل شوې او دغه ګواښ ورځ تر بلې ډېرېږي. په افغانستان کې د فارسي او پښتو ژبو ګډوالی یوه هغه ستونزه ده چې پښتو یې په عمومي ډول ډېره زیانمنه کړې. که څه هم په ښارونو کې د نورو ژبو د ویونکو پر تله ډېر پښتانه اوسېږي، خو په ښارونو کې فارسي ژبه دود ده او پښتانه هم د دود له مخې خپله ژبه نه وايي. په ښارونو کې د ښوونځیو درسونه فارسي دي، له پښتنو ماشومانو څخه په مورنۍ ژبه د زده‌کړې حق اخیستل شوی او په دوهمه ژبه زده‌کړو کولو ته مجبور دي. که څه هم په ښوونځیو کې پښتو ټولګي شته، خو بیا هم یا کتابونه فارسي دي او یا هم استادان فارسي‌ژبي دي. د هېواد ژبني سیاست پښتو ګوښه کړې او د ښاري‌توب ژوند، صنعتي کېدو او بهرنیو کلمو هم له هره اړخه ننګولې ده.

له بله اړخه د پښتو ژبې اصلیت او سوچه‌والی مخ پر ځوړ روان دی. پردیو ژبو په کلمو، جوړښتونو او نورو تخنیکي برخو کې سخته اغېزه پرې کړې او ورځ تر بلې ډېرېږي. د ژب‌پوهنې له نظره یوه ژبه ۲۵ سلنه پردۍ کلمې منلای شي، خو که تر دې ډېرېږي نو ژبې ته ستونزې پېښوي. دا مهال پښتو ته له فارسي او نورو ژبو کېدونکو ژباړو د پردیو کلمو دغه سلنه ډېره لوړه کړې او د پښتو ډېرې عامې سوچه کلمې یې له خولو غورځولې دي. ژباړې پښتو ته تر ټولو لوی ګواښ د جوړښتونو په برخه کې پېښ کړی، چې که مخه یې ونه‌نیول شي نو نه جبرانېدونکي زیانونه به واړوي.

ژبې د وخت په تېرېدو سره د اسانۍ لوري ته ځي. هڅه کېږي تر ټولو سوچه جوړښتونه او ساده کلمې وکارول شي او لیکنۍ ژبه د ګړنۍ ژبې په څېر ساده او روانه شي. یوې ژبې ته د پردیو کلمو ورتګ لویه ستونزه نه ده، خو کله چې د بلې ژبې سیستم ور وړل کېږي نو ستونزه ډېرېږي. ژبه سیستم دی او کله چې سیستم بدلېږي نو د ژبې اصلیت له منځه ځي. له بده مرغه پښتو ژبه د اسانۍ پر ځای د سختۍ پر لوري روانه ده. خپل سوچه، ساده او خواږه جوړښتونه یې له پامه غورځول شوي او د پردیو ژبو د اغېزې له امله ورځ تر بلې سختېږي. د ناسمو ژباړو له امله دا مهال پردي سیستم ته اچول شوې، ډېره مصنوعي او ناطبیعي شوې ده او که پښتانه ژباړونکي یې په اړه همداسې بې‌پروا وي، لرې نه ده چې تر څو لسیزو وروسته بېخي پردۍ شي.

که څه هم د ژبې په ژوندي پاتې کېدو کې د ویونکو د نفوس ډېروالی مهمه مسئله ده، خو د زیانمنېدو د مخنیوي لپاره یې ډېرې لارې شته چې هم یې ژوندي پاتې کېدل باوري کوي او هم یې له زیانمنېدو ژغوري. د پښتو د ژوندي پاتې کېدو او ساتل کېدو لپاره باید پښتنو ته په مورنۍ ژبه د زده‌کړو حق ورکړل شي، په هېواد کې ناسم ژبنی سیاست له منځه ولاړ شي، د سمې او مسلکي ژباړې په برخه کې کار وشي، د نورو هېوادونو د فرهنګي یرغلونو مخه ونیول شي، د هېواد په تحصیلي موسسو کې یې حضور پیاوړی شي او د نورو ژبو له اغېزه د ژغورل کېدو لپاره یې ټول پوهان خپل اړین مسوولیت ادا کړي. همدارنګه په پوهنتونونو کې باید د پښتو ژبې پر نصاب غور وشي، پښتو ته کېدونکې ژباړې کنترول شي او په خصوصي کچه د پښتو د زده‌کړې مرکزونه ډېر شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *