د يکشنبې ورځ چې د ١٣٩٦ لمريز کال د سرطان د ٢٥ نېټې سره سمون خوري د افغاستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز او د پښتو څېړنو د بين المللي مرکز د علمي غړو او استادانو له خوا د فونيميکي الفبا د کارولو، د لغاتو تغيير، لهجوي قاموس او آريانا پښتو او دري قاموس د کار په اړه « د پښتو ژبې د لغوي او فونيميکي توپيرونو پېژندنه » تر سرليک لاندې يو درې ورځنى علمي ـ څېړنيز ورکشاپ پيل شو .

 دغه ورکشاپ چې د علومو اکاډمي د بشري علومو د بېلابېلو برخو استادانو او څېړونکو په کې گډون کړى و،  نن سهار په لسو بجو د علومو اکاډمي د عمومي رئيسې څېړنپوه ثريا پوپل په پرانيستونکې وينا پيل شو ، چې څېړنپوه ثرياپوپل له پوهانو هيله وکړه ، ترڅو په هره اړخيزه توگه بايد په يادو موضوعاتو بحث وکړي او د  بحث پايلې د علمي معيارونو سره سمې تر لاسه شي . وروسته بيا د څېړنپوه خليل الله اورمړ له خوا د ژبې ، لهجې ، معياري لهجې  او معياري ليکدود او ددې ورکشاپ په هدف او مبرميت هر اړخيزې خبرې وشوې او دا ورکشاپ د وخت مبرم ضرورت وبلل شو  او د ورکشاپ په پايله کې به د کلمو او وييونو د ثبت ستونزه چې زموږ په مروج ليکدود کې تر سترګو کېږي ، تر ډېره بريده حل شي .

ددغه ورکشاپ په دوهمه برخه کې چې د علومو اکاډمي د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شو د پښتو او دري ژبو په ژبپوهنيزو او لهجوي ستونزو او پرابلمونو خبرې وشوې او د پښتو او دري ژبې په فونيميک ، لهجوي او لغوي توپيرونو او نورو اړخونو خبرې وشوې . بايد يادونه وکړو چې دغه ورکشاپ به د درې ورځو  پورې دوام وکړي او د دې ورکشاپ پرېکړې به د رسنيو له لارې د هېوادوالو سره شريکې شي ، تر څو هېوادوال هم په دې ډول علمي مسايلو کې برخه واخلي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *