تاند- د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د پاکستان د پوځ له لوري د ضرب عضب د عملیاتو هدف د قبایلي سیمو پر سرچینو غصب و.

ښاغلي پښتین د یکشنبې په ورځ په میرانشاه کې یوې سترې غونډې ته په وینا کې غوښتنه وکړه چې پوځ دې د قبایلي پښتنو له کورونو ووځي.

ده وویل چې د ضرب عضب عملیات د ترهګرۍ خلاف نه بلکې د قبایلو پر سرچینو (وسایلو) د قبضه کولو جنګ و.

د منظور پښتین په وینا د پاکستان پوځ غواړي چې په مومندو کې کرومایټ، په وزیرستان کې سره زر او په خیبر ایجنسۍ کې د سوداګرۍ لاره غضب کړي.

پښتین او د غونډې نورو ویناوالو په پښتني سیمو کې د هدفي وژنو د پای ته رسېدا غوښتنه وکړه.

دوی وویل چې هره ورځ پښتانه په خپلو کورونو کې د نامعلومو کسانو له لوري وژل کېږي.

ویناوالو د کرم تنګي ډیم پر ضد هم خپل غږ پورته کړ او ویې ویل چې دوی به کله هم د دغه ډیم د جوړولو اجازه ور نه کړي، ځکه چې که داسې وشول نو د شوې تحصیل به د اوبو د لاندې شي.

د پښتین ژغورنې یوه بل مخکښ مشر او د پاکستان د ملي جرګې غړي محسن داوړ وویل چې عمران خان په خپله په وروستیو کې اعتراف وکړ چې ترهګر د پاکستان له لوري روزل شوي او جوړ شوي دي.

په وروستیو کې عمران خان له یو شمېر خبریالانو سره په مرکه کې وویل چې د پاکستان پوځ ترهګر روزلي دي خو نور ترهګرو ته اړتیا نشته.

ښاغلي داوړ د افغانستان د سولې د خبرو په اړه هم څرګندونې وکړې، ویې ویل«افغانان دې د خپلې خوښې فیصلې ته پرېښودل شي. موږ وایو چې مذاکرات دې د افغانستان د ولس په خوښه وشي او هر څه چې هغوی غواړي هماغه دې عملي شي. په دې کې نه امریکې ته څه اختیار شته، نه پاکستان او نه آی ایس آی او نورو ته..»

د قبایلي سیمو او په ځانګړي ډول د وزیرستان ځینې اوسېدونکي وايي چې تراوسه یې په خپل ټول عمر کې داسې ستره غونډه نه وه لیدلې.

 دې غونډې، چې د سهار په ۱۰ بجې پیل شوې وه، تر مازدیګره دوام وکړ.

په غونډه کې د شمالي او جنوبي وزیرستان ترڅنګ، د بلوچستان او د خیبر پښتونخوا د نورو سیمو زرګونه خلکو ګډون وکړ.

2 thoughts on “پښتین: د ضرب عضب عملیاتو هدف د پښتنو د سرچینو غصب و”
  1. د مظلوم حمایت د هر مؤمن مسؤلیت دی ..
    پښتین صاحب: په اتحاد او اخوت مو برکت شه ، الله رب العزت یووالی خوښوی،ان شاءالله تاسی بریالی یاست ،صبر او قربانی فی سبیل الله د تاسی کامیابی تضمینوی، ان شاءالله تعالی
    الله (ج) دی ظالمان او منافقان تباه او نابود کړی
    دتاسی د کامیابی په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *