منظور پښتین په صوابۍ کې

تاند- د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د پښتنو وژنې ۷۰ کاله پخوا په همدې وړرځ (اګست ۱۲) پیل شوي دي.

ښاغلي پښتین، چې نن په صوابۍ کې د بابړې د خونړۍ پېښې په یاد غونډې ته وینا کوله، وویل، اویا کاله پخوا (۱۹۴۸) د اګست په دوولسمه په بابړه کې تر ۶۰۰ ډېر خدايي خدمتګاران ووژل شول او تر ۱۸۰ ډېر نور ژوبل شول.

ده همداراز وویل چې هماغه وخت د پاکستان پوځ د هر مړي پر سر ۵۰ روپۍ (کلدارې) اخیستې.

د ده په وینا د پاکستان پوځ او استخبارات اوس هم له پښتنو سره هماغسې چلند کوي.

په دې غونډه کې د پاکستان ملي جرګې ته د پښتون ژغورنې دوو بریالي شویو غړیو علي وزیر او محسن داوړ هم ګډون وکړ او هغه اندېښنې یې پای ته ورسولې چې ګنې دا غورځنګ به د اختلاف ښکار شي.

له بلوچستان څخه عبدالسلام وویل چې باید تر دې پخوا هم د بابړې د غمیزې یادغونډې جوړې شوې وای.

منظور پښتین، ثنا اعجاز، وړانګې لوڼۍ، ګلالۍ اسماعیل، خان زمان کاکړ، علي وزیر، محسن داوړ، عبدالله ننګیال او د غورځنګ نورو غړیو یو وار بیا د پښتون ژغورنې غوښتنې تکرار کړې.

دوی د ورکو پښتنو په اړه د څېړنو، په وزیرستان کې د ماینونو د پاکېدو، د غیرقانوني وژنو د درولو او د پلټنو، د نقیب الله مسود په قتل تورن پولیس افسر راو انوار ته د سزا ورکولو، په قبایلي سیمو کې پر امنیتي پوستو د خلکو د ځورونې د ختمولو او د یاد غورځنګ د یوه فعال حیات پرېغل د خوشې کولو غوښتنه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *