تاند- د پښتون ژغورنې غورځنګ کرزماتیک مشر منظور پښتین وايي، غوښتنې یې منل شوي نه دي او دوی غواړي چې د مارچ په ۲۵ په پېښور او ورپسې په کراچۍ کې پرلت پیل کړي.
دی وايي چې له دغو او نورو اعتراضي غونډو وروسته به بیا په اسلام اباد کې پرلت ووهي.
ده د یکشنبې په ورځ وویل، تراوسه پورې نه د نقیب الله مسید او نه د ګڼو نورو پښتنو قاتل پولیس افسر راو انور نیول شوی او نه په شمالي وزیرستان کې ماینونه پاک شوي دي.
ښاغلی پښتین د دې ترڅنګ د څه باندې ۳۰ زره بې درکه شویو پښتنو د موندنې غوښتونکی دی.
ښاغلي پښتین په قبایلي سیمو او پښتونخوا کې د پوځ د تلاشیو د ختمېدو غوښتنه وکړه، ویې ویل چې دا کار دې ملېشو ته وسپارل شي ځکه چې پوځیان خلکو ته بې عزتي اړوي.
منظور پښتین وویل چې له دوی سره له شوې ژمنې سره سره د شنبې او یکشنبې په ورځ ګرځبندیز لګول کېږي.
پښتین وویل، په کراچۍ کې له پښتنو سره د پوځ، ملېشو او پولیسو د زور زیاتې د پای ته رسېدو او په دولت کې د پښتنو د ونډې غوښتنه وکړه.
ده دا هم وویل چې په پاکستان کې د پښتنو سرچینې تروړل شوي او حق یې نه ورکول کېږي.
مشرانو جرګې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ وکړ
له بلې خوا نن /یکشنبه/ په کابل کې د افغانستان مشرانو جرګې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مدني او ټولنیز حرکت ملاتړ وکړ.
یوه ورځ وروسته له دې چې زرګونو افغانانو د کابل په حضوري چمن کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ کې ستره غونډه جوړه کړه، د مشرانو جرګې غړیو د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مبارزې خبرې وکړې.
د مشرانو جرګې یوه غړي حسن هوتک د ډیورند د پورې غاړې پښتنو خلاف د زور زیاتیو د پای ته رسېدو لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ د مظاهرو ملاتړ وکړ.
ده وویل چې له څو لسیزو راهیسې پښتون ملت په بېلابېلو نومونو قرباني کېږي او دا لړۍ لا هم روانه ده.
ده پاکستان د تروریزم لوی ملاتړی وباله او له امریکا یې وغوښتل چې د پاکستان پر پوځ بندیزونه ولګوي.
هوتک دا هم وویل چې پښتانه له ۷۰ کلونو راهیسې په پاکستان کې رټل کېږي او دا د افغانانو لپاره د زغملو نه دي.
پرون د مدني ټولنو زرګونو غړیو د کابل په حضوري چمن کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ننګه په غونډه کې له ملګروملتو وغوښتل چې پاکستان په تور لیست کې ونیسي.