تاند- د پښتون ژغورنې غورځنګ کرزماتیک مشر منظور پښتین د سوات له ښوونځیو د پوځیانو د وتلو، د زرګونو بې درکه کړای شویو سواتي او نورو پښتنو د موندل کېدو او د جنرال مشرف په ګډون د پښتنو د وینو په بهیولو کې د لاس لرونکو جنرالانو د محاکمه کېدو غوښتنه وکړه.
منظور پښتین او د پښتون ژغورنې غورځنګ نورو مشرانو نن /یکشنبه/ د سوات په کبل کې د زرو خلکو غونډې ته په وینا کې د پاکستان پر پوځ او استخباراتي ادارو یو وار بیا په دې خاطر هم انتقاد وکړ چې د دوی زرګونه نور پلویان یې پرې نښودل چې په دې ستره غونډه کې ګډون وکړي.
د امریکا ږغ د ډېوې راډیو د راپور له مخې، ډېر خلک د تلاشۍ په پوستو کې ایسار کړل شول او د غونډې ځای ته تللیو کسانو ویلي چې د تلاشۍ په پوستو کې له دوی اسناد غوښتل کېدل او نومونه یې ثبتېدل.
د خیبر پښتونخوا، بلوچستان او قبایلو د بېلا بېلو سیمو اوسېدونکي وايي چې د درګۍ د تلاشۍ په پوسته کې د ډېر وخت لپاره درول شوي وو.
دوی ویلي چې د دې لپاره درول کېدل چې په وخت غونډې ته ونه رسېږي.
منظور پښتین، چې د وینا ځای ته له راتګ سره یې د غونډې ټول برخوال له ځایونو پاڅېدل او «دا څنګه ازادي ده» ترانه ورسره پیل شوه، د سوات له خلکو سره د پوځ او طالبانو د ظلمونو یادونه وکړه او ویې ویل چې که د پښتنو په سیمو کې پخواني دیکتاتور واکمن پروېز مشرف جګونه نه وای پیل کړې، نه به خلک وژل کېدل او نه پولیس.
ده همداراز وویل«تر څو چې د جګړې پالیسي روانه وي، پښتون ژغورنې غورځنګ به د امن پر پالیسۍ درېدلی وي او پر خپله خاوره به سوله غواړي.»
ده د پوځ له لوري د بې محاکمې نیول شویو کسانو د ژر تر ژره خوشي کېدو یا محکمو ته د هغو د سپارلو غوښتنه وکړه.
پښتین وویل، پښتنو میندو زامن د دې لپاره نه دي زېږولي چې د پاکستان پوځ یې په غیرقانوني او ظالمانه ډول ووژني.
ده وویل چې ډېر پښتانه پرې نښودل شول چې د سوات غونډې ته ورشي او که امنیتي ادارې دې کار ته دوام ورکوي پښتون ژغورنې غورځنګ به هره میاشت په سوات کې غونډه کوي.
پخه خبره«پښتین وویل، پښتنو میندو زامن د دې لپاره نه دي زېږولي چې د پاکستان پوځ یې په غیرقانوني او ظالمانه ډول ووژني.»