ژباړن: اسدالله بلهار جلالزی
…او شیخ ـ قدس اَللهُ سِرهُ ـ وویل: یوه ورځ په خُجند کې د غلیو درویشانو درې ته ورغلم او تر خاورو لاندې مې یوه ډله پراته خلک وموندل. په هغې هدیره کې مې، د قبرونو لوحي پرله پسي لوستي، او د مړو وروستيو کارونو ته مې په رډو رډو سترګو کتل. د یوه قبر لوحه مې ولیده، خواره راته ښکاره شوه. په دې لوحه لیکل شوي و.« پښیمانه خواجه»! له خپل خُجندي ملګري څخه مې وپوښتل: « دا پښيمانه خواجه څوک و؟» خُجندي ملګري مې معنا داره خندا وکړه او ځواب يي راکړ« داخواجه، سوداګر و. او د هغه په سر چې څه تیر شوي دي یوه عبرتناکه کیسه لري» ورته ومې ویل: «ووایه دا کیسه اورمه» ويي ویل :
ـ دې خواجه ته يي نظام الدین سوداګر وایه، دی د دنیا او سرو زرو په ټولولو کې ډیر حریص و. او په دې کار، کې يي له هیڅ ډول چل ول څخه ډډه نه کوله.او د مالونو په راغونډولو کې يي په ځان هر ډول خطرونه هم منل.« خواجه چین، هند، شام روم ، مصر او مغرب ته ډیر سفرونه وکړل، هغه په دې ښار کې لوی او ستر سرای درلود، ډیر مریونه، مینځي او مزدوران یی درلودل.« یوځلي له یوې ډلې عربي سوداګرو سره د روم په سیند کې په بیړۍ کې سپور و. ناڅاپه سیند توپاني شو. زورورو څپو د سیند په منځ کې د دوئ کښتۍ ماته کړه. له خواجه نظام الدین پرته چې د ماتې کښتۍ په یوه تختی تم شو، نور ټول سوداګر او ماڼوګان سیند تر ستوني تیر کړل. خواجه په هغه مهال خدای ته زارۍ کولې او ویل يي:
ـ لویه خدایه، که دې د غرقیدو له دې بلا څخه وژغورلم نو د خپلې شتمنۍ نیمايي به اړو خلکو ته وبښم.«دخدای قضا هم داسې وه. چې باد او زورورو څپو هماغه تخته د ساحل څنډو ته ورسوله او خواجه ژوندی پاته شو. بیرته خُجند ته روغ رمټ را ورسیده. خو هغه ژمنه چې يي له لوی خدای(ج) سره کړي وه. یو مخیزه یې له یاده ویاسته. بیا د زرو او شتمنۍ په را ټولو لګیاه شو. مال او شتمنۍ زیاته شوه.« یوه شپه يي خوب ولید. چې د روم په سمندر کې لویدلي وي او لوي ډارونکی کب ورته وايي:
ـ اي خواجه سوداګره، تا له خدایه سره کړي ژمنه هیره کړه!
په سبا يي خپل امین کارکونکي را وغوښت، ټوله کیسه يي ورته تیره کړه. بیا يي ورته وویل:
ـ همدا اوس د ښار د جمعي امام دلته راځي، زه به له تا څخه د خپل ما حساب وغواړم. ته هغه حساب، له هغه څه څخه چې دی، کم ولیکه او راته يي رواړه!« کارکونکی په ځیرکۍ د خواجه په مقصد پوه شو او ويي ویل:
ـ اي خواجه همداسې به وکړم لکه څرنګه چې دې وویل!
بیا ولاړ څو حساب کتاب تیار کړي.« د خواجه دغه کارکونکي چې ددې پیښې کیسه یې کوله وویل: د خواجه د نیمایي مال حساب مې خواجه ته وروړ.خواجه وویل:
ـ ډیر دی… باید کم يي کړو!
« بیا مې د مال څلورمه برخه حساب ورکړ. خواجه وویل:
ـ ډیر دی… بیا يي کم کړه!
کار کوونکي د خواجه د شتمنۍ حساب کماووه تر څو چې لسمې برخه ته ورسیده. خواجه د شتمنۍ حساب ولید. په سختۍ يي وویل:
ـ وي دي… دا حساب راوړه!
«کله چې د ښار د جمعي امام را روسیده، هغه ته يي وویل:
ـ اي د ښارد مبارکې جمعې امامه، ما له خدایه سره ژمنه کړي وه. چې خپله نیمايي شتمنۍ به اړو او بیوزلوخلکو ته ورکوم.! دا شتمنۍ به تاته وسپارم. په اړو او بیوزلو يي وویشي. بیا يي خپل کارکونکي ته وویل چې د مال اوشتمنۍ حساب را حاضر کړه. دا چې حساب يي ورته حاضر کړ،دجمعي ملا امام ته يي وویل:
ـ دا مې ټوله شتمنۍ ده. نو نیمايي، يي ماته پریږده، او نیمايي، يي په اړمنو خلکو وویشه!
« په دې توګه د ټولې شتمنۍ لسمه برخه هم نیمی شوه. بله ورځ ملا امام هغه مال او شتمني د ښار په اړو خلکو وویشله.
« څو کاله تیر شول او د خواجه د اجل ورځي را نژدې شوي. یوه شپه يې سخته تبه شوه. او پرته پرته غږیده. په هغه سخت حال کې به يي پرله پسي ویل:
ـ و مې کړ… ومې کړ. له خدای سره مې هم چل وکړ…له خدایه سره مي هم چل ول وکړ… بیا به یې په بل ساعت کې ویل:
اوس پښیمانه یم…پښیمانه یم… زما نوم خواجه پښیمان دی… زه پښیمانه خواجه یم… اي زما وفا لرونکي کارکونکي، زه پښیمانه خواجه یم. زما نوم دي پښیمانه خواجه وي! زه پښیمانه خواجه یم…
امام دده په نالۍ ورسره کینوست، خواجه يي لاس په لاس کې ونیو ورته يي وویل:
ـ اي ملا، وصیت لرم!
« امام وویل:
ـ ووایه … اي خواجه وصیت دي ووایه!
« خواجه وویل:
ـ ای د ښار د جمعې د لمانځه امامه… کله چې مو زه په ګور کې کیښودم. نو هیله مې داده چې لاسونه مې له ګوره د باندې وباسئ… له ګوره د باندې!
« ملا امام وویل:
ـ اي خواجه د ا کار په شرعه کې روا نه دی! خو… ولي غواړي چې لاسونه دې له ګور څخه بهر وي؟
« خواجه وویل:
ـ غواړم چې خلک پوه شي چې له دې نړۍ مې له ځانه سره هیڅ نه دی وړي.
« ملا وویل: حیرانونکي کیسه! خو … دا کار کیدونکی نه دی. خواجه یو بل څه وغواړه!
« خواجه وویل:
ـ نو بیا زما د قبر په ډبره ولیکۍ « پښیمانه خواجه»
بیا يي هم په اپلتي پیل کړي.هغه مهال ېې بې له دي چې د چا پوښتنو ته ځواب ووايي،پرله پسي يي ویل:
ـ هو چل مې وکړ… دخداي له بنده ګانو سره مې چل وکړ… له خدای سره مې هم چل وکړ… هو اوس پښیمانه یم… دا ګړۍ سخت پښیمانه یم… زه، پښیمانه خواجه یم… هو کي زما نوم خواجه پښیمان دی. خواجه پښیمان! «بله ورځ خواجه له دې نړۍ ولاړ. له هغه ډیره شتمني پاته شوه. دا ټول دده میراث خورو ته ورسیده او هغوو میراثخورو، د اسراف او بې ځایه لګولو لاره غوره کړه؛ او په کمه موده کې، يي هغه مال او شتمني له ګوتو ووته. بیوزله اوغریب شول. دا وه د خواجه نظام الدین سوداګر کیسه»
او شیخ – قدس اَللهُ سِرهُ – وویل: د دغه سوداګر کیسې په ما تاثیر وکړ. نو همهاغه شیبه مې هوډ وکړ چې د دنیا دټولولو هڅه به نه کوم. او دنیا ، مال او شتمنی به خواره ګڼم.
له یارانو او مریدانو څخه یوه يي پوښتنه وکړه: « د ځنکدن په حال کې سوداګر خواجه خبرو ته چا ځواب وایه؟»
شیخ وویل: «داسې انګیرم په هغه وخت کې يي اماره نَفس غړند و. او لوامه نفس يي دی ښکنځه او دی يي اړ کاوه، چې ځواب ترې واوري. نو د هغه دا ځوابونه د لوامه نفس ته وو.»
وروسته شیخ سر وښوراوه. او درۍ ځلې يي دا خبره له خولې ووته:
«ای یارانوبنده تش لاس نړۍ ته راځي او تش لاس له نړۍ څخه ځی»
او دا يي هم زیاته کړه.« نو بیا د مال اوشتمنۍ په را غونډولو کې دومره، غدر، چل ول، اوظلم ته څه اړتیا ده؟»
پښیمانه خواجه.
یوه شیخ کاوه په دا شاني بیان
په مالت کې وو. زموږ څو تجاران
یوه ورځ یو نظام الدین په سفر ووت
دی په سیند کې له بیړۍ سره روان
یو ناڅاپه سیند یاغي شو توپاني شو
چیغې ګډې شوې بیړۍ کې ها زمان
د کښتۍ ماڼو شو بیا هله وارخطا
چې بادونو يي مات که لوی بادبان
زورورو څپو ماته دا بیړۍ کړه.
خو په یوه تخته يي تم شو دغه ځوان
په زاریو کې وویل الله ته
راکړه، راکړه لویه ربه خپل امان
که دې وژغولم زه به بخښښ ورکړم
نیمايي له شتمنۍ مې د خپل ځان
رب قبول دده دا خواست او دا زارۍ کړي
دې يي وژغوره له شره دې توپان
دا تخته يي تر ساحله روغه رواړه
ځوان را ووت بیا خُجند ته شو روان
بیا يي پیل کړل کارونه په بازار
هم يي غونډ کړل ډیر رختونه او سامان
کره يي هیره له خپله خدای سره ژمنه
زښته بوخت . په تجارت کې و بی شان
یوه شپه يي بیا په خوب کې لیده داسې
چې د روم په سیند کې ډوب وي هراسان
یوه کب ورته بیا وويل په زوره
ای هیر جنه، ولی هیر دې کړ پیمان
هاغه ژمنه چې دي کړي وه اوس څه شوه
ناڅاپې له ډاره ویښ شو.په یوه ان
خپل امین کارګر يي وغوښت خپل حضورته
بیا هغه ته يې دا خوب کړ ټول بیان
ویل يي غواړمه حساب کتاب د مال می
څومره شته لرمه زه په دا زمان
زړه مې غواړي نیمايي يي ورته ورکړم
په دا ښار کې چې اوسیږي غریبان
هغه ژر ورته معلومه کړه دا کچه
یو کاغذ ورته کیښود پر میدان
ویل يې دا راته را کمه کړه جانانه
وربه نکړم دومره ډیره په ما ګران
کاریګر ورته لسمه برخه بیل کړه.
ده را وغوښت د ښارملا په یوه فرمان
و يي ملا ګله دا مې ټوله شتمني ده
نیمي واخله چې هیر نه کړي غریبان
ملا یوړه شتمني بیا يي تقسیم کړه
د ښار ټولو بیوزلانو ته یو شان
اجل راغی پس له څو ورځو خواجه ته
سخته تبه ټول بدن يي وو لړزان
په دا تبه کې يي دا کړلې خبرې
ما دا وکړل. ما دا وکړل، ما دا وکړل
ور سره لا نورې نورې اوهذیان
بیا وویل: ملا ته زه یوه هیله لرم داسي
ترقبر می را وباسه لاسونه لوڅ عریان
ملا ووي دا خبره دې په شرعه ناروا ده
سوداګر ویل غواړم چې معلوم کړم
تش لاس راغلمه، تش لاس یمه روان
ملا وي که ته لري بله غوښتنه
دا غوښتنه به هیڅ ونکړي نادان
بیا له اوښکو ډکې سترګې خواجه ووي
پښیمان یمه، پښیمان یمه پښیمان یم
زما د قبر په ډبره بیا دا لیک کړئ
خواجه پښیمان، خواجه پښیمان خواجه پښیمان.
دا په قبر چې لوحه ده اوس ولاړه
نظام الدین خواجه پروت پکې حیران