دپکتيا ژغورنې حرکت يو ځل بيا ددې ولايت والي جمعه خان همدرد دلرې کيدو غوښتنه وکړه او ګواښښ ېې وکړ که چيرې ددوی غوښتنې ونه منل شي په را روانو ټاکنو کې به برخه وانخلي .
دد ې حرکت يوشمېر غړي ،چې قومي مشران او ځوانان پکې وو نن ورځ دپکتيا پرېس کلب مخې ته په احتجاي ډول راټول شوي وو او دجمعه خان همدرد دلرې کولو غوښتنه ېې کوله.
دپکتيا ژغورنې د حرکت مشر محمد ظاهر اورياخيل وويل :مونږ څو څو ځله دمرکزي اداري څخه دوالي دلرې کيدو غوښتنه کړې وه خو تر اوسه پورې مرکزې ادارې په دې باندې کوم غبرګون ندی ښوودلی ..
نوموړي وويل:دجمهوري رياست له لوري بايد ددې موضع له پاره بايد يو کميسون وټاکي تر څو دغه مسله له نږدې وڅيړي ..
ددې حرکت يو بل مشر خواني جهاني بيا دپکتيا ملي راديو تلويزو او يو شميرنورې رسنۍ په يو طرفه قضاوت تورنې کړې ،چې يوازې د والي په ملاتړ خبرونه خپروي .
خو تر دې مه دپکتيا والي جمعه خان همدر او ياد هغه وياند ددې موضع په اړه رسنيو ته څه ندي ويلي خو دده وياندپه تيرو دې ته ورته او غونډو او لارونونو په غبرګون کې ويلي وو ،چې يو څو محدود کسان دي ،چې په پکتيا کې دشخصي ګتو له پاره داکار کوي او ددوی شمېر کم دی ..
ياده دې وي ،چې دپکتيا ژغورنې حرکت په پکتيا کې له څو مياشتو راهيسې دوالي په لرې کيدو هڅې کوي
له عکس نه خوداسی ښکاری چه ټول ۵ نفره راټول شوی دی اودوالی بدلیدل غواړی حال داچه پکتیا یولوی ولایت دی چه په دی ولایت کی مختلف قومونه ژوندکوی چه دغه کسان چه عکسونه یی لیدل کیږی اول خوداڅومحدود کسان دی چه دپکتیاولایت نه نمایندګی نه شی کولای دوم داچه شاید ددغو کسانو شخصی ګټی ددغه والی په وجود کی تامین شوی نه وی اوبل داچه که په ریښتیاسره پکتیاوال وغواړی چه والی کوښه کړی په هغه صورت کی ددی کارتاب نه ولسمشر ولری اونه سیمه اییز ارګان ولی تراوسه پوری دپکتیا خلک له جمعه خان همدرد نه بده خاطره نه لری دجمعه خان په وخت کی څه ناڅه دبیارغونی کارونه هم شوی دی
فيضي صيب داپنځه نفره نه وو تقريبا ۷۰ نفره شاوخوا وو خو په عکس کې يوازې ددې شعار له پاره عکس
وړوکی شوی دی
ا
(الفت)