.
هجرت الله ساحل
د احمد ابا ولسوالي لسګونه اوسيدونکو د يوې غونډې په ترڅ کې د رڼو او شفافو ټاکنو د ترسرکيدو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې په پراخه کچه به په ټاکنو کې ګډون کوي .
دغو قومي مشرانو وويل څوک د دوی استازي توب نشي کولای او په ټاکنو کې به هغه چاته رايه ورکوي چې د پکتيا لپاره ليکلې ژمنې ورسره وکړي .
قومي مشرانو دا هم وويل چې يو شمير ډلې کابل ته ځي او له ځينو نوماندانو سره د احمدزيو د قوم په استازي توب ژمنې کوي خو وايي چې دغه قومي مشران د دوی استازي توب نشي کولای او چاته به اجازه ورنکړي چې د دوی په سر له چا سره سودا وکړي .
قومي مشرانو له حکومته غوښتنه وکړه چې د رايې اچونې پر مهال دې د خلکو د ژوند د خونديتوب لپاره کار وکړي .
په همدې حال کې د احمد ابا ولسوال ګل احمد پيمان هم د ټاکنو د پروسي د بشپړ امنيت د ټينګښت ژمنه کوي او زياتوي چې امنېتې ځواکونه ددې وړتيا لري چې د ټاکنو د پروسي امنيت وساتي .
په پکتيا ولايت د ټاکنو په رارسيدو دمدني ټولنو خوځښتونه زيات شوي او دټاکنو له پاره دکانديدانو په ټاکلو خبرې کوي