خبریال:هارون احمدزی.
په پکتيا کې د تېرې ځوانانو مدني بنسټ د يو کمپيان په ترڅ کې، چې سلګونو ځوانانو پکې برخه اخيستې، په افغان دولت غږ وکړ چې د پاکستانۍ روپیو د پير او پلور مخنيوی وکړي.
د ياد مدني بنسټ مسئولان وايي چې افغانۍ د افغانستان ملي هويت دی او بايد هټيوال او نور عام خلک په جبري ډول حاضر کړي چې تجارتي راکړه ورکړه په روپیو (کالدرو) نه بلکې په افغانيو وکړي.
د پکتيا د تېرې ځوانانو مدني بنسټ مشر انجنير سلطان احمدزی له رسنيو سره په خبرو کې وويل، د دې کمپيان څخه يې موخه دا ده چې په سويل ختيځو ولايتونو کې افغانۍ رواج شي.
نوموړي وويل، په دې کمپيان کې د ګردېز ښار په واټونو وګرځېدل او له دوکاندارانو يې وغوښتل چې خوراکي توکي په افغانيو وپېرې او پلوري.
«زموږ هدف له دې پيغام څخه دا دی چې په افغانستان کې په بهرنيو اسعارو د بې و پلور مخه ونيول شي، څو خپلې افغانۍ ارزښت پيدا کړي په دې برخه کې حکومت هم ډېر ملامت دی چې مخه يې نه شي نيولی»
ځوانانو په پخپلو شعارونو کې ليکلي وو«په کلدارو دې سوداګريزه راکړه ورکړه بنده شي، افغانۍ زموږ ملي هويت دی، پېر او پلور په افغانيو وکړئ، د پولي اشغال مخنيوی وکړئ»
ډاکټر شفيق الله سحر د دغه کمپيان پر مهال وويل چې په افغانستان کې د نورو اسعارو په پرتله په پېر او پلور کې بايد افغانيو ته لومړيتوب ورکړل شي.
سحر وايي، دولت ته په کار دی چې په دې زون کې د روپیو د مخنيوي لپاره چټک ګامونه پورته کړي.
«افغانۍ زموږ ملي اسعار ملي هويت دی، ولي دولتي چارواکي په دې برخه کې ګام نه اخلي، که چيرته هټيوال او پخپله دولت لږ هم په دې برخه کې همکاري وکړي، نو د روپیو مخنیوی به شوی وي، موږ غواړو چې په مطلق ډول روپۍ بندې شي»
د پکتيا په يو شمير دولتي ادارو کې هم د افغانيو پر ځای پاکستاني روپۍ اخيستل کيږي چې تر دې مهاله مخنيوی ندی شوی.
د پکتيا امنيتي چارواکي د دې مدني بنسټ حرکت ستايي او وايي چې د روپیو د مخنيوي لپاره يې پروګرام طرحه کړی دی.
د پکتيا امنيه قومندان پاسوال قادرګل ځدراڼ وويل چې دوئ به جدي ډول په دولتي ادارو کې د روپیو د مخنيوي لپاره کار کوي.
«په قانوني چوکاټ کې به ان شاالله چې د کالدارو د مخنيوي لپاره کار کوو، موږه له هټيوالو او نورو عامو خلکو هم هيله لرو چې پرته له زوره په کالدارو د راکړې ورکړي مخه ونيسې، زه ژمنه کوم چې په دولتي ادارو کې د کالدارو مخنيوی وکړم، زه د تېرې ځوانانو بنسټ له غړيو سره همغږی او همفکری يم»
په کندهار کې دا څو ورځې کېږي چې په روپیو راکړه ورکړه بنده شوې چې ورسره د افغانيو ارزښت په ټول هېواد کې زيات شوی او خلک غوښتنه کوي چې په افغانيو خپلې تجارتې چارې پر مخ يوسي.