احمدالله احمدي –
په پکتيا کې د اوښتون مجلې ۱۷ مه ګڼه په ښکلې پوښتۍ په ۴۰ مخونو کې له چاپه راووته.
اوښتون مجله چې يوه خپلواکه، ناپېيلې ، سياسي او ټولنيزه مجله ده هرې درې مياشتې وروسته له چاپه راوزي
په دغې ۱۷ مه ګڼه کې د بېلابېلو ليکوالانو پېرمحمد کاروان ، اسماعيل لاروي ، نعمان دوست ، جهاد احمدزي ، هدايت الله هميم ، نسيم لېوال ، شهرت ننګيال ، متقاعد جنرال پوهاند استاد علي ګل ، انعام الله ګوهر ، وطن دوست ، محمد رسول عادل ، مجيد قرار ، عبدالرحمن الفت ، او حقمل مسعودزي ، ليکنې او ژباړې او د شاعرانو شعرونه چاپ شوې دي.
د دې مجلې د لومړۍ پوښتۍ په لومړي مخ باندې د ګردېز تارېخي ودانۍ بالاحصار ليدل کېږي .
او د پوښتۍ په همدي مخ باندې د مهمو ليکنو عنوانونه راغلي دي.
د اوښتون مجلې د پوښتۍ په دوهم مخ باندې له معمول سره سم د هغو کسانو پېژندنه او تصويرونه چاپېږي چې له ادب او فرهنګ سره مينه ولري او په دې برخه کې لاسته راوړنې ولري، چې د دې مجلې په همدې مخ د هڅاند ځوان جهاد احمدزي پېژندنه راغلې ده ، نوموړي تر دې دمه دوه ديني کتابونه له اوردو ژبې پښتو ته ژباړلي دي او تر اوسه يې په بېلابېلو برخو کې ليکنې او ژباړې کړې دي.
اوښتون کلتوري ټولنه چې له شاوخوا ۷ کلونو راهيسې په پکتيا کې په فرهنګي ډګر کې فعاليت کوي ، د دې چاپي مجلې تر څنګ د سراب په نوم ۱۵ ورځنۍ جريده ، او ښتون سيمه ييزه راډيو او اوښتون پروډکشن لري او تر دې دمه يې ۱۶ بېلابېل کتابونه چاپ کړي دي.
يادې ټولنې د پکتيا پېژندنې علمي سمينار تر څنګ ، مشاعرې،د کره کتنې غونډې، او بېلا بېلې ادبې غوندې او لنډمهاله او اوږد مهاله ښوونيز ورکشاپونه جوړ کړي.
د اوښتون کلتوري ټولنه په پام کې لري، چې په نږدې راتلونکي کې د اوښتون په نوم ويب پاڼه هم جوړه کړي.