رحمت الله رحيمزی
د پکتيا په مرکز ګردېز کې نږدې دوه زره کسانو په يوه پرتمينه غونډه کې ولايتي شورا ته د نوماند محمد جهاد اح��دزي ملاتړ وکړ چې پکې د پکتيا قومي مخورو، جهادي مشرانو، د مدني هڅو فعالانو، د سپورتي ټولنو مشرانو او ځوانانو برخه واخيسته.
په غونډه کې قومي مخورو جهاد احمدزی وړ کانديد وباله او د پکتيا له اوسېدونکو يې وغوښتل چې نوموړي ته رايه ورکړي.
د غونډې ويناوالو ټاکنې د ولسواکۍ لاره وبلله او راتلونکي ټاکنې يې د هيوادوالو او په ځانګړي د پکتيا د اوسېدونکو لپآره خورا ارزښتمنې وبللې.
قومي مخور او مدني فعال احمدشاه احمدزی د دې غونډې يو ګډونوال دی چې د ټاکنو د ارزښت په اړه خبري کوي: (( زموږه رايه ډېر ارزښت لري له خلکو څخه غوښتنه کوم چې خپلې رايي يو داسې چاته وکاروي چې په راتلوونکي کې يي د خلکو ټپې زړونو ته ملهم شي))
د محمد جهاد احمدزي په ملاتړ جوړه شوې غونډه کې ويناوالو جهاد احمدزی د ولايتي شورا لپاره وړ کانديد وباله.
د غونډې يو شمېر ګډونوالو د خپلو تنظيمونو او سياسي ادرسونو په استازيتوب له جهاد احمدزي څخه کلک ملاتړ وښود.
(( نوم مې کوچی احمدزی دی، په راتلوونکو ټاکنو کې جهاد وړ کس دی ، له خلکو زموږ غوښتنه داده چې جهاد احمدزي ته رايي وکاروي))
محمد جهاد احمدزي په غونډه کې خلکو ته ډاډ ورکړ چې دی به خپلو وعدو ته ژمن پاتې کېږي.
(( زه به تر خپله وسه انشاالله چې بريالی شم ستاسي قانوني غوښتنو ته پام کوم او انشاالله چې ستاسې کومک او همکاري راسره وي بريالی هم يم))
جهاد احمدزي د غونډې ګډونوالو ته وويل، چې ولايتي شورا دا دنده ده چې د خلکو غوښتنې او ستونزې تر دولته ورسوي او ورته د حل لارې چارې ولټوي.
نوموړي وويل د برياليتوب په صورت کې به پکتيا کې د خلکو شته ستونزې د خلکو په همکاري د دولتي چارواکو له غوږنو رسوي او ورته به د حل لاري لټه وي.
پاتې دې نه وي چې په پکتيآ کې د ولايتي شورا د کانديدانو د انتخاباتي منډو ترړو په اوږدو کې دا لومړۍ غونډه ده چې ګڼ شمېر متنفذين، نهه سوه قومي مخور او ځونان پکې ګډون کوي.
د دې ولايت اوسيدونکي د ولايتي شورا له نوماندانو هم غوښتنه کوي چې خپل پلانونه له ولس سره شريک چې وپوهيږي د خلکو لپاره کوم وړ نوماند دی.