خبریال: نوراحمد حیران – وسله والو په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې د لوبو له ميدانه د تښتول شويو شپږدېرش کسانو څخه کابو دېرش تنه خوشي کړل.
تېر مازديګر نامالومو وسله والو د پکتيا په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې د لوبو پر يو لوبغالي بريد وکړ دوه تنه يې ووژل، شپږ يې ټپيان کړل او شپږ تنه يې له ځانه سره بيولي ول.
د روغتياپالو په خبره د ټپيانو حالت نسبتا ښه دی او په ګردېز ملکي روغتون کې يې درملنه روانه ده.
د پکتيا سرپرست والي عبدالولي سهي وايي نه پوهيږي چې په دې لوبغالي بريد چا او ولې کړی دی؟
سهي وايي د قومي مشرانو له لارې د تښتول شويو کسانو له ډلې کابو دېرش تنه خوشي شوي او د نورو د خوشي کېدلو هڅې هم روانې دي او هيله ښيي چې هغه به هم ژر خوشي شي.
سهي وويل:((تر اوسه پورې د سپن ږيرو او مشرانو په هڅو له ټولو ۳۶ کسانو څخه د دېرش کسانو په شاوخوا کې راخوشي شوي دي او يو څه کسان لا هم د دوی سره پاتې دي.))
تر اوسه کوم چا او يا کومې ډلې د دې بريد دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي. خو دا ډول بریدونه عموماً د افغانستان د دولت وسله وال مخالفان کوي.
ځاځي اريوب له مرکز ګردېز څخه کابو ۸۰ کيلو متره لرې پرته سرحدي ولسوالي ده چې د سيمه ييزو پوليسو د شتون په وجه په کې امنیت نسبتا ښه دی.