راپور: حقمل مسعودزی- په مرکز ګردېز کې د ملګرو ملتونو سيمه ييز دفتر يوناما په مالي او د اوښتون کلتوري ټولنې په تخنيکي مرسته په رسنيز ډګر کې د ښځو د ګډون د ارزښت په اړه ګردی مېز او پرانستی بحث تر سره شو.
په دې ګردي مېز او پرانستي بحث کې، چې د سوېل ختيځ زون په کچه په مرکز ګردېز کې د بشري حقونو د خپلواک کميسيون په سيمه ييز دفتر کې جوړ شوی و، د اطلاعات او کلتور ريس، د بشر حقونو استازې، د پوهنتون استادانو، خبريالانو او مېرمنو برخه اخيستې وه.
ګډونوالو په رسنيز ډګر کې مېرمنو ته د ونډې ورکولو او ارزښت په اړه خبرې او بحثونه وکړل.
د پکتيا د اطلاعات او کلتور رييس محمد شفا مشفق دغه ډول بحثونه ارزښتناک وبلل او زياته يې کړه ، چې د دې ډول بحثونو جوړېدل ښځينه قشر هڅوي ، چې په رسنيز ډګر کې برخه واخلي.
مشفق وايي ، له دې وړاندې يې په وارونو د ښځينوو لپاره زمينه برابره کړې ، چې په رسيز ډګر کې برخه واخلي ، خو چا ورته مراجعه نده کړې.
نوموړي له ښځينه قشر غوښتنه وکړه ، چې په رسنيز ډګر کې برخه واخلي ، تر څو وکولی شي ، خپلو حقونو ته لاس رسی ولري.
د پکتيا د ژورناليستانو خپلواکې ټولنې مشر نيازالله اصيل ځاځي په رسنيو کې د مېرمنو د فعاليت اړتيا ياده کړه او ويې ويل چې اوسمهال د پکتيا په سيمه ييزو رسنيو کې د ښځينه وو ونډه په نشت حساب ده.
ځاځي وويل په کوم ډول چې مېرمنې د خپل قشر په ستونزو او اړتياوو پوهيږي نارينه نه شي کولی په هغه اندازه د هغوی غږ ته انعکاس ورکړي.
د ده په خبره که مېرمنو ته لازمه اسانتيا برابره شي او دوی په دې برخه کې کار ته زړه ښه کړي نو د نيمې ټولنې د بيدارۍ او فعاليت مفهوم لرلی شي.
ځاځي وويل ؛ دوئ له دې وړاندې د ژورنالېزم په برخه کې د ښځينه قشر لپاره بېلابېل روزنيز پروګرامونه تر سره کړي او په راتلونکي کې هم په پام کې لري ، چې ورته پروګرامونه جوړ کړي
د پکتيا پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي استاد خالداحمد حبيب هم د ژورنالېزم په ډګر د ښځينه وو د فعاليت د موثريت خبره وکړه او ويې ويل چې اوسمهال مېرمنو ته په دې برخه کې د کار زمينه تر ډېره برابره شوې او مېرمنې کولی شي له دې لارې ګټور فعاليت تر سره کړي.
حبيب وويل ځينې داسې ټولنيز مسايل شته، چې يوازې مېرمنې کولی شي په اړه يې ګټورې خپرونې برابرې کړي او خلکو ته يو ښه پيغام ولېږدوي.
د نوموړي په خبره که مېرمنې په رسنيو کې فعاليت وکړي نو په خپله د مېرمنو تر څنګ به ماشومانو ته هم ګټور وي.
بلال معروف يو تن برخه وال هم دغه پروګرام اغېزناک وباله او زياته يې کړه ، چې په اوس وخت کې په رسنيز ډګر کې د ښځو اړتيا ډېره ليدل کېږي .
معروف وويل ؛ ښځينه قشر کولی شي ، چې خپلې ستونزې په خپله له نارينوو ښې تر اړوند ادارو ورسوي.
د غونډې ګډونوالو دا ناسته ګټوره وبلله او په دې برخه کې يې د عملي اقدام غوښتنه وکړه.
د دوی په خبره که د اسلامي، کلتوري او د ژورناليزم له اصولو سره سم مېرمنو ته هم په رسنيو کې د فعاليت ونډه ورکړل شي، نو په ټولنه کې مثبتو بدلونونو ته کار کولی شي.
دوی له خلکو غوښتنه وکړه نه يوازې د هغو مېرمنو، چې غواړي په رسنيو کې کار وکړي، مخه دې نه نيسي او تر وسه دې ور سره مرسته وکړي او اسانتياوې دې ورته برابرې کړي.
دغه پروګرام چې د اوښتون کلتوري ټولنې په تخنيکي مرسته جوړ و ، د دې ټولنې مشر ډاکټر محمدنعيم احمدزی وايي چې له دې ناستې يې موخه په رسنيو کې مېرمنو ته ونډه ورکول دي، تر څو د مېرمنو پر وړاندې د ناسمو دودونو او کلتوري ستونزو مخه ونيول شي.
احمدزي وويل ځينې داسې ټولنيز او کلتوري محدوديتونه شته، چې د اسلام له مبارک دين سره په ټکر کې دي، د مېرمنو ژوند يې له سختو ستونزو سره مخ کړی دی او يوازې مېرمنې کولی شي د هغو په اړه خبرې وکړي، دا ډول پېښې او ستونزې راوسپړي او ورته د حل لار ومومي.
نوموړی وايي په راتلونکي کې هم د ورته او نورو پروګرامونو جوړولو پلان لري، څو وکولی شي ځينې مهمې ټولنيزې ستونزې حل کړي او له لارې يې هر څوک خپلو حقونو ته لاسرسی ولري.
دا مهال په پکتيا کې کابو لس غږيزې رسنۍ فعاليت کوي چې يوه پکې د ښځو غږ راډيو هم شته ، چې فعاليتونه يې په نشت حساب دي.