په مرکز ګردېز کې د سوېل ختيځ زون په کچه د بشر حقونو خپلواک کميسيون مسئولين وايي، چې نږدې نيمايي زندانيان مدافع وکيلانو ته لاسرسی نلري او د بېلابېلو دلايلو له امله يې دوسيې پر وخت نه څېړل کيږي.
دوی وايي چې د يادې ستونزې له امله زندانيان په غير قانوني ډول په زندان کې پراته وي او يو شمېر يې پرته د جرم له اثبات په زندان کې ورځې او شپې سبا کوي.
د دې کميسيون مشر نوراحمد شهيم وايي، چې ګڼو زندانيانو ورته د دوسيو پر وخت د نه څېړلو او د محکمې له لوري پر وخت د پرېکړې نه کېدو شکايتونه کړي دي.
شهيم وايي:((د بېلابېلو دلايلو له امله د تحقيق په جريان کې ډېر وخت تيريږي، او دوسيې په قانوني موده کې نه بشپړېږي، چې بل ارګان ته محول شي او پرېکړه پرې وشي، نږدې۵۰ سلنه زندانيان مدافع وکيل ته لاسرسی نلري.))
د ګردېز محبس يو تن زنداني محمداسلم چې دوه وروڼه يې هم بنديان دي، وايي بې ګناه دی او زياتوي چې د دوه نيم کاله په اوږدو کې يې دوسيه څېړل شوې ده.
نوموړي وويل:((زما دوسيه په ۲۸ مياشتو کې څېړل شوې ده، له دوه وروڼو سره يو ځای بې ګناه دلته پراته يو، سړی مې هم خپل مړ دی، اووه کاله کيږي چې بندي يم. مدافع وکيل مې نه درلود.))
د پکتيا د محبس مدير مل پاسوال افندي ګل رباطی بيا وايي دوسيو ته د لاسرسي او پر وخت د څېړنې لپاره يې د څارنوالي، محکمې او نورو اړوندو ادارو د همغږۍ بورډ جوړ کړی، خو په خبره يې دوسيې پلازمېنه کابل کې په ستره محکمې کې ځنډيږي.
رباطي وويل:((تر ابتدايه او مرافعه محکمې پورې مشکل نلرو، سترې محکمې ته چې ځي هلته د ټول افغانستان د دوسيو ازدهام وي او خلک شکايت لري چې له هغه ځايه يې په وخت دوسيو ته رسيدګی نه کيږي.))
د پکتيا ولايت د استيناف محکمې مشر عطاالله فکري هم يادې ستونزې مني او وايي چې د دې ولايت د عدليې رياست په چوکاټ کې يوازې يو مدافع وکيل شته، چې د ډېرو زندانيانو دوسيو ته لاسرسی نشي کولی.
فکري په دې برخه کې د حقوقي بنسټونو همکاري اړينه بولي او وايي چې د نورو لويو ولايتونو برعکس په پکتيا کې د حقوقي او مشورتي بنسټونو لخوا هېڅ مدافع وکيلان ندي ګمارل شوي.
نوموړی وايي:((متاسفانه يو مشکل دا دی چې په دې بخش کې موږ په رياست عدليه کې يوازې يو نفر لرو، د هغو تشکيل پوره ندی. د هغو کسانو په هکله موږ له ستونزو سره مخ کيږو، چې هغوی د وکيل لرلو توان نلري، خصوصي وکيلان د هغوی دفاع ته نه حاضریږي او حقوقي مساعدين شته نه، چې د هغوی دفاع وکړي.))
د اساسي قانون د يو دېرشمې مادې له مخې دولت مکلف دی چې په جنايي پېښو کې د بېوزلي تورن لپاره مدافع وکيل وټاکي.
حقمل مسعودزی ــ پکتيا