هجرت الله ساحل
په پکتيا پوهنتون کې ۵ پروژې افتتاح او د ۴نورو د جوړولو چارې پيل شوې چې په نږدې راتلونکې کې به یې چارې بشپړې شي.
د لوړو زدکړو وزير پوهاندعبيد الله عبيد وويل د پکتيا له خلکو او دولتي چارواکو څخه هم مننه وکړه ،چې دپکتيا پوهنتون په پښو درولو کې ېې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي .
نوموړي په خپلو اوږدو خبرو کې وويل ،چې په راتلونکې کې به دې پوهنتون ته (دبورسونو،کتابتون،استادانو،ودانيو اونورو برخو کې ځانګړې پاملرنه کوي او داوس له پاره به ددې پوهنتون دنوې کتابوتون سره زر ټوکه کتابه مرسته وکړي .
دپکتيا پوهنتون ريس پوهاند عبدالرحيم فراهي دپرانستل شويو پروژو په اړه وويل:پنځه پروژې ګټې ته وړاندې شوې ،چې دغونډو سالون ودانۍ،دجونو دليلې خوړنځای،مجهز کتابتون،دنجونو دليلې الحاقيه،او پوهنتون د ای ټي برخې فعاليدل شامل وو.
فراهي وويل ددې تر څنګ دڅلورو نورو لويواومهمو پروژو ،دطب ،اقتصاد،ښوونې روزنې پوهنځيو تدر يسي بلاکونه،دهلکانو ليليه ،او دمناراو پارک دپروژو دبنسټ ډبره هم کيښودل شوه ،چې چارې به په څو مياشتو کې بشپړې شي.
نوموړي وويل په يادو نهو پروژو باندې ۸/۴ ميليونه ډالره لګښت راغلی ،چې دلوړو زدکړو وزات،دنشيي توکو پروړاندې دمبارزې وزرات له خوا پکتيا ته ورکړل شوې پيسې او دملګرو ملتونو دګډوالو عالي اداري (يو ان اچ سي ار) له خوا ورکړل شوې .
دپکتيا پوهنتون ريس عبدالرحيم فراهي ددې پوهنتون په اړه وويل په تيريونيم کال کې داړونده وزارت،مرستندويه ادرواو ځايي ادارې له ورته ۸/۴ ميليونه ډالره اختياري اوغيراختياري بودجه ورکړل شوې ،چې ۱۹ لوېې او وړې پروژې پرې پلې شوي دي .
په غونډه کې دپکتيا والي جمعه خان همدرد دولت څخه غوښتنه وکړه ،چې هر وزارت دې دې ولايت ته په خپله برخه کې کار وکړي او داډول پروژې دې پلې کړي .
پکتيا پوهنتون شاو خوا لس کاله دمخه جوړ شوی وو ،چې اوس مهال دطب،انجنري،تعليم او تربيه،ادبيات او زراعت شپږپوهنځي لري ،چې څه دپاسه څلور زره محصلين پکې زدکړې کوي ،چې ددې ډلې څخه ېې ۱۵۰ تنه ليليه نجونې دي