خبریال: احمدي- د پکتيا ولايتي شورا او اوسيدونکي په مرکز ګردېز کې د سل بيستريز روغتون د جوړيدو په چارو کې د پنځه لکه ډالره فساد په اړه وايي چې ژر تر ژره دې د دې روغتون قردادي محاکمه شي.

د پکتيا اوسيدونکي وايي؛ د دې ولايت په زياتو پروژو او دولتي ادارو کې په پراخه کچه فساد موجود دی او وايي؛ که یې ژر تر ژره مخه ونه نيول شي په ادارو کې به نوره ګډوډي هم رامنځ ته کړي.

د دې ولايت اوسيدونکي د روغتون د جوړولو  په يوه پروژه کې په دومره لويه کچې فساد حيران کړي دي او د مرکزي دولته غوښتنه کوي چې په دې اړه قراردادي شرکت محاکمه کړي.

د دې ولايت اوسيدونکي وايي؛ يوازې د مرکز ګردېز سل بيستريز روغتون ندي چې په دومره کچه فساد ورکې افشا کيږي بلکي د ګردېز او غزنې تر منځ لويه لاره چې دوه کاله وړاندې د امریکا د نړیوالې پراختیا اداره یا یو ایس آی ډي،  له لوري د ۳۵ ميلونه امريکايي ډالرو په لګښت کار پيل شوی و او د سيمي خلکو يي د لارې په سر باغونه او کورنه ورته پخپله ړنګ کړل خو اوس يي د جوړيدو چارې په ټپه ولاړي دي او خلک غوښتنه کوي چې د يادې لاري کارونه پيل شي.

1دغه راز د دې ولايت اوسيدونکي د ګردېز او خوست ترمنځ د غځيدلي لاري د جوړيدو غوښتنه کوي او وايي چې ځايي اداره يي په تېرو شپږو کلنو کې د جوړلو په چارو کې ټګي او برګې کوي.

د پکتيا اوسيدونکي وايي؛ د مچلغو بند د جوړيدو چارې په نمايشي ډول پيل شوي خو تر اوسه پورې د دوئ په وينا تيګه په تيګه نده کيښودل شوي او ۳۳ ميلونه ډالر په اسيايي بانک د څو کلنو را په دې خوا پراته دي او د سيمې د او سيدونکو په وينا د ۲۳۴ پوليسو له لوري په کلکه امنيت نيول شوی خو تر اوسه يي د جوړيدو چاري د نا معلومو دلايلو په اساس دوه ځله پيل او بيا په ټپه ولاړي دي.

پکتيا کې د فساد خبرې په داسې مهال تودې شوې چې په افغانستان کې د امریکا د مرستو د څارنې اداره وايي؛ په دې هیواد کې د امریکا په مالي مرسته د یوه روغتون پروژې ته یو ګېلن تېل په پنځه سوه ډالره حساب کړای شوي حال دا چې په بازار کې یې بیه پنځه ډالره ده د دې پروژې چارې د مهاجرت د نړیوالې موسسې یا آی او ایم له لوري اجرا کېږي.

د پکتيا د ولايتي شورا غړي هم په دې باندې نيوکه کوي چې ولي په دومره لويه کچه فساد کيږي او وايي چې دوئ به د دې فساد په اړه پلټنه کوي.

د پکتيا د ولايتي شورا ريس ښايسته جان احدي وايي څو ځله يي د ياد روغتون څخه څارنه کړې او د يادې پروژې قرارداديانو ته يي ويلي و چې د پروژې چارو کې نا غيړې ونکړي.

احدي وايي؛ چې د شوې فساد په اړه به  د ياد روغتون د پروژې له اخيستونکو نه پلټنې وکړي ترڅو معلومه شي چې فساد چا کړی دی.

په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د لګښتونو د سرمفتش اداره همداراز وايي، یو ایس آی ډي ژمنه کړې چې په دې اړه څېړنې کوي.

2 thoughts on “پکتيا کې بايد د فساد مخه ونيول شي”
  1. dera dardidonky khabera de kho monga ta sa kawal pa kar de khastan da tolany zawan qashar ta bia khososan muhasilino ta zaka muhasilin hagha sok de che kawaly shi che da zwand pa her arkh ke badlon rawaly hagha ka pa ilmy ya idary aw ya ham pa makhniwi da fasad iadary ve nomonga bayad sa wokro ka monga sa wona kro no la chana da aqdam kawlo tawaqo laro no da allah lapara bayad monga muhasinin pa dase mushkilato ke der pala barkha wakhlo aw bal da che da paktia da khalko na zama da ghoshtana de che la dase khayinino sara da muqabily dagar ta rawadangy

  2. څنګه د فساد مخه ونیول شي؟ د داسې فساد چې له مشره تر کشره له ماموره تر وزیره ،له وزیره تر ولسمشره ټول پرې ککړ دي مخه نیول کیږي؟ هغه بهرني چې په موسسو کې کار کوي هم په فساد اموخته شوي، دا چې چا اموخته کړي معلومه خبره ده چې هغه کسانو چې د افغان نوم ورپورې دی. په دولتي ادارو کې بې بندو بارې او بې مسولیتي د خلکو او دولت ترمینځ واټن ورځ په ورځ زیاتوي.څوک چې په اوسني دولت کې په فساد روږدي دي یو څو میاشتې وروسته چې ټولټاکنې ترسره شي په خپله مخه ځې او هیڅ ځوک نه شته چې ورڅخه پوښتنه وکړي چې ددې هیواد ملي پانګه په کومه ولاړه او چیرته ولګول شوه هغه کسانو ته د شرم خبره ده چې ددومره فساد د شتون ترڅنګ بیا هم د غلو داړه مارانو ملاتړي دي یواځنی ځای چې د دې غلو او لوټمارانو څخه به پوښتنه وشي د آخرت ورځ او د الله دربار ته د دریو ورځ به وي اوبس ځکه دا غله دومره سپین سترګې شوي چې ددې مظلوم ملت حق ورته خپل روا حق ښکاري،ډیره د خواشنی خبره ده .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *