اوښتون کلتوري ټولنه

پکتيا کې داوښتون راډيو د نشراتو مسوول احسان الله مهجور وويل؛ ياد کورسونه چې دوه مياشتې به دوام وکړي د ملي سوادګر خيال محمد احمدزي په مالي مرسته جوړ کړي دي چې د پلې کيدو چارې د اوښتون کلتوري ټولنه په مخ وړي.

ښاغلی مهجوروايي؛ چې د مرکز ګردېز په ګډون يي په پنځو ولسواليو زرمت،احمدابا،سيدکرم،څمکنيو او د پټان په ولسوالي کې د ۱۱ ليسو د زده کوونکو لپاره کورسونه جوړ کړل چې دوه يي د نجونو ليسې دي.

نوموړی وايي: (( ددې کورسونو په جوړيدو سره به شاوخوا ۹۰۰ د ښوونځيو زده کوونکو ته زمينه برابره شي چې په وړيا ډول سره د کانکور زده کړه وکړي ))

د مهجور په وينا؛ د دې کورسونه په جوړيدو سره به هغه زده کوونکي چې د کانکور په ازموينو کې بې نتيجې کيدل يو څه کم کړي.

نوموړی په نورو ملي سوداګرو غږ کوي چې د علم په ډګر کې دا ډول کورسونه جوړ کړي او هغو زده کوونکو لاس نيوی وکړي چې د کانکور د کورسونو د امادګې لپاره پيسې نلري او يا کورسونه ورڅخه لري وي.

پکتيا کې د پوهنې د رياست تدريسي مرستيال اسلام الدين منګل د مدني ټولنو له لوري د زده کوونکو لپاره د کورسونو جوړول يو نيک ګام بولي او وايي؛ چې اوښتون کلتوري ټولنې سره به يو ځای د يادو کورسونو څخه څارنه کوي.

(( د اوښتون کلتوري ټولنې يو ګټور ګام اخيستی چې کورسونه يي جوړ کړي دي د پوهنې رياست به د يادې ټولنې سره يو ځای له کورسونو څخه وخت په وخت څار کوي ))

د تېرکال د کانکور په ازموينه کې شاوخوا ۱۹۰۰ د ښوونځيو زده زده کوونکو برخه اخيستې وه چې نږدي ۱۲۰۰ زده کوونکي په ياده ازموينه کې بې نتيجې پاتې شوي وو.

د ښوونکو په وينا که په ښوونځيو کې د زده کوونکو لپاره د کانکور د آمادګي لپاره دا ډول کورسونه جوړ شي د زده کوونکو د سېواد کچه به لوړه شي او په دې سره به وتوانيږي چې د خپلې خوښې وړ پوهنځيو ته لاره پيدا کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *