د پکتيا سيمه ايز چارواکو د پرانيسې په مراسيمو کې وويل، چې دا دوه ودانۍ چې يوه يې د تجارت رياست او بله يې د نيشه يې توکو سره د مبارزې رياست لپاره جوړيږي.
د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي وويل، چې د تجارت او صانعيو لپاره ودانۍ د يوويشت ميلونو افغانيو په ارزښت په يو جريب ځمکه کې جوړيږي، چې په وينا يي دا ودانۍ به شل ادارې او نورې کاري خوني ولري.
سهي وويل ياده ودانۍ به د يو کال په اوږدو کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
« دا ودنۍ چې نن يې د بنسټ ډبره کېښودل شوه، د يوېشت ميلونه او نهه لکه افغانيو په ارزښت جوړيږي، بوديجه پخپله د پرمختيا بوديجې له لوري ورکړل شوې ده، د يو کال په اوږدوکې به يې کار بشپړ شي»
دغه راز په دې ولايت کې د نيشه يي توکو سره د مبارزې رياست لپاره هم د ودانۍ د جوړيدو ډبره کېښودل شوه.
د نيشه يي توکو سره د مبارزي رئيس ډاکټر حفيظ الله احمدزی وويل، چې ياده ودانۍ د پرمختيايي بوديجي د شاوخوا يوولس ميلونو افغانيو په لګښت جوړيږي.
ښاغلي احمدزي وويل، چې په ياده ودانۍ کې چې په دوه پوړه کې جوړيږي يوولس کاري او اداري خونې ولري.
نوموړي وويل، چې ياد رياست ودانۍ نه درلوده چې د دې ودانۍ په جوړيدو سره به يې اداري کارونه پر مخ لاړ شي.
« دا ودنۍ چې کله ګټې ته چمتو شي نو زموږ لپاره ځکه ښه ده، چې د کرايي خونو څخه به خلاص شو، دولتي بوديجه به هم وسپميږي، په راتلوونکې کې هم موږه ګڼي پروژې وړاندېز کړی، چې کله يې بوديجه راشي د خلکو لپاره به ډېرې پروژي جوړې شي»
که څه هم د يو شمير دولتي ادارو لپاره نوې ودانۍ جوړيږي خو لا هم يو شمير ادارې شته چې د رياست ودانۍ نلري.
هارون احمدزی