راپور: همت الله
پکتيا کې د مدني ټولنو استازو، قومي مخورو او ځوانانو د يو لاريون په ترڅ کې يو شمير کړۍ او اشخاص په دې تورن کړل، چې په افغانستان کې د خلکو تر منځ په لوی لاس تفرقه اچوي او له دولت يې وغوښتل چې د داسې اشخاصو پر وړاندې جدي غبرګون وښئ او د محاکمې ميز ته يې راکش کړي.
لاريون کوونکو چې شمير يې سلګونو کسانو ته رسيده، د غلو او مفسدو چارواکو پر ضد په مرکز ګردېز کې شعارونه ورکړل او وويل ولسونو به دوی ته اجازه ورنکړي، چې په افغانستان کې د قبيلو تر منځ د نفاق اور ته لمن و وهي.
د پکتيا د تېرې ځوانانو ټولنې مشر او د لاريون سمبالونکي احمدالله او د ځوانان د پارلمان استازي ډاکټر شفيق الله سحر وويل يو شمير کسان، چې د نورو بهرنيو هېوادونو په لمسون غواړي نظام تخريب کړي د غلوو او غاصبينو خطاب وکړ او وويل هغه کسان چې په تېرو ۱۵ کلنو کې يې د ملي ګټو پر ځای شخصي ګټې پاللي نور په ولسونو کې ځای نلري.
دوی له دولت څخه غواړي هغه کسان، چې د هېواد د اساسي قانون او ملي ګټو خلاف حرکتونو د محاکمې ميز ته راکش کړي.
د ګردېز مرکزي شورا رئيس حاجي محمدنبي او قومي مشر پانده ګل وويل په تېرو څو کلنو کې يو شمير اشخاص ولس د غلو په نوم پېژندلي او وويل اوس يې ځکه شور جوړ کړی، چې خپلې شخصي ګټې په خطر کې ويني او انديښنه لري، چې ولس به يوه ورځ حساب ورسره کوي.
دوی وايي، چې يو شمير وکيلان او د افغان حکومت د ننه يو شمير کسان د بهرنيو جاسوسي کوي او نه غواړي چې افغان ملت په کراره ژوند وکړي.
په دې ورستيو کې د ملي يوالي په حکومت د بېلا بېلو سياسي ډلو فشارونه زيات شوي دې او په حکومت کې د ننه د سمون غوښتنه کوي.
خو د دې حکومت چارواکي وايي هره غونډه چې د حکومت او د هېواد په خير وي، مخالفت ورسره نلري.