راپور: احسان الله

 د تېرې ځوانانو ټولنې  په هڅو او نوښت د پکتيا مدني ټولنو او ځوانانو د هېواد د روانو اوبو د سم مدیريت غوښتنه وکړه او هغه کسان یې هم وغندل، چې د هېواد اوبه د نورو حق ګڼي.

دوی وايي هغه کسان د ملت استازي نه دي، چې د هېواد جغرافیې، ملي ګټو او عامه شتمنيو ته په سپکه ګوري او د نورو هېوادونو مداخلې ته لار هواروي.

د تېرې ځوانانو ټولنې رئيس احمدالله احمدي وويل، چې د دې پروګرام څخه يې هدف د نيال کېښودلو پيغام کليوالي سيمو ته رسول دي.

ښاغلي احمدي وايي، چې د نيالونو د کينولو لپاره يې داسې ځای انتخاب کړی چې د اوبو کولو چارې به يې د سيمې اوسيدونکي سمبالوي.

نوموړي وويل، ځکه يې دغه کمپياين ته آب ما ابرو ما نوم ورکړی، چې په هېواد کې له شته اوبو څخه د کرني او نورو پرومختګونو لپاره کار ندی اخيستل شوی او وايي اوبه د هېواد په اقتصاد، زراعت او نورو برخو کې مستقيم او رغنده رول لري، چې بايد را وګرځول شي او پدې برخه کې بايد مرکزي دولت جدي پاملرنه وکړي.

دا نيال کېښودنې دا پروګرام د تېرې ځوانانو په رهبري او نوښت سره د مرکز ګردېز اړوند د تېرې د کفترخانو په غرنۍ سيمه کې پيل شوی او  درې ورځې به دوام وکړي.

د پکتيا د تېرې ځوانانو ټولني مسئولين وايي، په دې پروګرام د باور بنسټ تر څنګ د پکتيا پوهنتون همکارې کوي او د نيالونو د برخې مالي لګښت د پکتيا مدني فعال نجیب الله احمدزي په غاړه اخيستی.

نجيب الله احمدزی چې د نيالونو د رواړلو چارې سمبالې کړې وويل د نيال اېښودنې پروګرام د چاپېريال په پاکوالي ډېر زيات آغيز لري او وايي په دې سره نورو خلکو ته پيغام رسیږي، چې پخپلو غرنيو سيمو کې نيالونه کينوي.

د ځوانانو د پارلمان استازی ډاکټر شفيق الله سحر او د باور بنسټ مشر انجنير کريم ذاهد او د کرنې رئيس انجنير وليد احمد تسل دا ډول کړنې ستايي او وايي دا نورو خلکو ته لويه انګېزه ليږدوي.

دوی په تجارانو او نور بډايه خلکو غږ کوي، چې پخپلو سيمو کې د پسرلي په مياشت کې نيالونه په ځمکو کې کينوي.

که څه هم په تېرو کلنو کې په زياتو سيمو کې د ښکلا لپاره ونې اېښودل شوې خو وروسته بيا د نا پاملرنې له امله وچې شوې دي.

د تېرې د سيمې اوسېدونکي او د ټولنې غړی وايي دوی به د دې ونو پالنه پخپله کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *