نور احمد حيران – د پکتيا د پولیسو روزنيز مرکز څخه دوه نوي تنه ملي او سيميز پولیس فارغ او په بېلابېلو سيمو کې په دندو وګمارل شول.
د پکتيا امنيه قومندانۍ د روزنيز مرکز مسولين وايي چې فارغ شوي سيميز پولیس به دپکتيا په دوو ډنډې پټان او اريوب ځاځيو ولسوالي کې دنده اجرا کوي.
ددغه روزنيز مرکز مشر سمونوال جنت مير ځاځي د يادو پولیسو د فراغت پر مهال رسنيو ته وويل: چې اووه څلویښت تنو ملي پولیسو ته يې د دوو میاشتو او پنځه څلويښت تنو نورو سيميز پولیسو ته يې د يوې مياشتې لپاره د پولیسو مسلکي زده کړې ورکړې او ډير ژر به په خپلو دندو وګمارل شي .
سمونوال جنت مير زياته کړه ، چې د پکتيا په ځينو سيمو کې سيميز پولیس په دندو ګمارل شوي او هغه سيمې ، چې له سيميزو پولیسو بې برخې دي ډير ژر به سيميز پولیس ورته تشکيل او له روزنې وروسته به يې په دندو وګماري .
د پکتيا ډنډې پټان او اريوب ځاځیو ولسوالي ته په داسې مهال يو شمیر سيميز پولیس ورلېږل کيږي ،چې دا مهال د يادو دوو ولسواليو سربيره د پکتيا په څمکنيو او اخمدخيلو ولسواليو کې هم په سلګونه تنه سيميز پولیس په دندو ګمارل شوي دي. او د خلکو په وينا د امنيت په ټنګيدو کې يي خورا بدلون راوستی دی.