د افغانستان اسلامي جمهوريت

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره

د پکتيکا ولايت مقام د رسنيو دفتر

خبرپاڼه

۱۳۹۳کال د  تلې ۱۴ مه نېټه

     د نېکمرغه لوی اختر په دريمه ورځ مازديګر پنځه بجې د هغه ماين چاودنې له امله چې مولوي شهرت الله پخپله په خپل موټرسايکل کې پټ کړای وو، مولوي شهرت الله او مور يې دواړه ووژل شول

د ترلاسه شويو مالوماتو له مخې مولوي شهرت الله د پکتيکا ولايت د جاني خېلو ولسوالۍ د ګوډلو کلي اصلي اوسېدونکی وو، چې نږدې د شپږو کلونو راهيسې ددې ولايت د بکخيلو ولسوالۍ د شاکيخلو کلی د جومات ملا امام وو، نن د اختر په دريمه ورځ له بکخيلو څخه جاني خېلو ته د اختر مبارکۍ په نوم تللی وو، چې د بيرته راستنېدو پر مهال يې يو ترلاسه کړی ماين غوښتل د امنيتي پوستو او تلاشيو څخه د خپلې مور څخه په ناوړه ګټې اخيستنې خيرکوټ ولسوالۍ ته ورسوي، چې د تګ پر مهال ياد ماين د خيرکوټ ولسوالۍ د مليزو او محمدحسن کليو تر مينځ په دوی پسې وچاودېد او د چاودنې له امله پخپله مولوي شهرت الله او مور يې دواړه ووژل شول.

پکتيکا سرپرست والي محب الله صميم د مولوي شهرت الله دا کړنه يو لوی جنايت او نه بښوونکی عمل وباله او ويې ويل چې هيڅوک هم د خپل ځان او بل وژلو حق نه لري، ښاغلي صميم يو ځل بيا د دولت له وسلوالو مخالفينو وغوښتل تر څو د هر ډول وژنو څخه لاس په سر شي او د سولې لار غوره کړي ځکه هيڅ افغان نه غواړي پدې خاوره کې بل افغان ووژل شي

مخلص افغان

د پکتيکا ولايت وياند

0 thoughts on “پکتيکا: مولوي شهرت الله او مور يې د خپل ماين ښکار شول”
  1. خدای خبر چې څوځله به یې دا ډول ماینونه راوړي وي. اوس خو د خپلې مور خون هم ور په غاړه شو خدای پاک خو دې داسې کسان هیڅکله هم له دوزخه نه خلاصوي آمین یا رب العالمین

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *