۱۳۹۲کال د لړم ۶ مه نېټه
نن له غرمې مخکې يوولس نيمې بجې يو موټر چې له چاودېدونکو توکو ډک وو، غوښتل يې د پکتيکا ولايت په خيرکوټ ولسوالي کې زمونږ د ملي امنيت اداره په نښه کړي، چې له نېکمرغه هدف ته له رسېدو وړاندې د ملي امنيت سرتيرو لخوا به نښه او له مينځه يوړل شو، د مالوماتو له مخې ياد سور سرف موټر وو چې پلان يې درلود په ياده ولسوالي کې د ملي امنيت مديريت په نښه کړي
د چاودنې له امله د ياد موټر بم چلوونکي وژل شوی او دوه تنه د ملي امنيت سرتيري ټپيان شوي دي، د يادولو ده په سيمه کې ملکي وکړو ته هيڅ ډول زيان ندی اوښتي
مخلص افغان
د پکتيکا ولايت وياند