د پکتيکا ولايت مقام د رسنيو دفتر

خبرپاڼه

۱۳۹۳کال د چنګاښ ۱۴ مه نېټه

     د دولت يو شمير وسلوالو مخالفنيو پلان درلود تر څو تيره شپه ناوخته د پکتيکا ولايت پر شکين سرحدي ولسوالۍ بريدونه وکړي، چې د ملي امنيت رياست د خاصې قطعې په يوه ځانګړي اقدام کې ددې بريد مخه ونيول شوه،

د استخباراتي مالوماتو پر اساس د شير محمد په مشرئ د دولت د وسلوالو مخالفينو يوې لس کسيزې ډلې چې غوښتل يې تيره شپه د پکتيکا ولايت پر شکين سرحدي ولسوالۍ بريدونه وکړي، د يادې ډلې ددې شوم پلان په اړه د پکتيکا ولايت ملي امنيت رياست له وړاندې اطلاع درلوده او ياد وسلوال  يې هدف ته له رسېدو وړاندې په نښه کړل.

د دولت د وسلوالو مخالفينو ياده لس کسيزه ډله تيره شپه يوولس بجې پداسې حال کې د ملي امنيت رياست د خاصې قطې تر بريد لاندې راغله، چې دوی د شکين سرحدي ولسوالۍ د موسی نيکه په سيمه کې يې د جګړې لپاره ځانونه چمتو کول، د لنډې نښتې په پايله کې د وسلوالې ډلې د قومندان شيرمحمد په ګډون دوه تنه وسلوال مخالفين ووژل شول، شپږ تنه د مخامخ نښتې پر مهال ژوندي ونيول شول او يو تن هم ټپي کړل شو، له نيول شويو ژونديو وسلوال مخالفنيو  تحقيقات پيل شوي دي.

د شير محمد په مشرئ د دولت د وسلوالو مخالفينو دې لس کسيزې ډلې پخوا هم په ماين اېښودنو، ترور او ناامنيو په رامينځته کولو کې  پراخ لاس درلود.

د يادولو ده پدې نښته کې د ملي امنيت ځواکونو او ملکي وکړو ته هيڅ ډول زيان ندی اوښتی

مخلص افغان

د پکتيکا ولايت وياند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *