د پکتيکا ولايت مقام د رسنيو دفتر
خبرپاڼه
۱۳۹۲کال د لړم ۱۸ مه نېټه
د پکتيکا ولايت ګوملې سرحدي ولسوالۍ ملي او پوله ساتونکو پوليسو د يوه ګډ کمين په ترڅ کې د يادې ولسوالۍ په زمين توی سيمه کې لس تنه د دولت وسلوال مخالفين وژلي دي
ياد کمين د لړم مياشتې په اتلسمه نېټه د پکتيکا ولايت کوملې سرحدي ولسوالۍ د زمين توی په سيمه کې د ملي او پوله ساتوونکو پوليسو لخوا په داسې حال کې نيول شوی وو، چې د وسلوال مخالفينو يوه لس کسيز ډله له پولې راوښتې وه او غوښتل يې زمونږ په خاوره کې ورانکاره عملونه ترسره کړي، خو موخې ته تر رسېدو وړاندې په نښه او ياده لس کسيزه ډله په بشپړ ډول له مينځه يوړل شوه، د يادې ډلې څخه زيات شمير وسلې او مهمات او يو عراده پيکپ موټر پوليسو ته په لاس ورغلي دي
په ياده نښته کې دوه تنه پوله ساتوونکي پوليس هم ټپيان شوي دي
مخلص افغان
د پکتيکا ولايت وياند