خبریال: ساحل منګل: په پکتیا کې قومي مشرانو ژمنه وکړه چې په راتلونکو ټاکنو کې به له پوره دقت څخه کار اخلي او هغه چاته به رایه نه ورکوي چې په فساد او نورو غلاوو کې لاس لري.

دوی نن /شنبه/ په یوه غونډه کې د ولسمشر غني له یو شمېر سلاکارانو سره چې دې ولایت ته په سفر راغلي و خپلې ستونزې شریکې کړې .

په لسګونه قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو په راتلونکو ټاکنو کې خپلې ستونزې او غوښتنې د ولسمشر له سلاکارانو سره شریکې کړې.

قومي مشران وايي، تر اوسه لرې پرتو ولسوالیو ته د پېژند پاڼو د ویش مواد ندي رسیدلي.

دوی د ټاکنو په ثبت نام مرکزونو کې د پخوانیو وکیلانو په لاس وهنه هم نیوکه وکړه، چې په ډیری مرکزونو کې یې خپل کسان ګمارلي دي.

قومي مشر ګلزار زیارمل د پکتیا ولایت له مېشتو ولسونو وغوښتل، چې خپله رایه  د حق په لاره کې وکاروي او هغه پخوانیو استازو ته رایه ورنه کړي، چې د دوی په حقونو یې ملنډې وهلې دي.

غونډه کې دیني عالم قاري خواجه الدین حق بیان د خپلې وینا پر مهال پېژند پاڼه اخیستل د ولس حق وګاڼه.

قاري خواجه الدین راتلونکو ټاکنو کې له خلکو وغوښتل، چې ‎داسې یو استازی دې وټکي، چې په فساد او نورو ناوړه کارونو کې ښکېل نه وي.

د مېرمنو په استازيتوب  موسکا منګل په راتلونکو ټاکنو کې د پراخه ګډون ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې په لرې پرتو سیمو کې به نورې مېرمنې هم دې ته وهڅوي، تر څو پېژند پاڼې واخلي او د خپلې خوښې استازی وټاکي.

د ولسمشر غني سلاکارانو د قومي مشرانو او ځوانانو د ستونزو او غوښتنو تر اورېدو وروسته ورسره ژمنه وکړه، چې موجوده ستونزې به تر ولسمشره رسوي.

په روغتیايي برخه کې د ولسمشر سلاکار ډاکټر رضوان الله احمدزي له پکتیا والو غوښتنه وکړه، چې په کور دې نه کیني او په خپله خوښه دې خپل سرنوشت وټاکي.

په مطبوعاتي چارو کې د ولسمشر غني سلاکار نبي مصداق د خپل سفر په وویل، چې له دغه سفره یې هدف په ټاکنو کې د خلکو خبراوی دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د مسولینو په خبره تر اوسه په مرکز ګردیز کې شاوخوا ( ۱۸۰۰۰ ) زره کسانو نوم لیکنه کړې، چې یوه اندازه پکې مېرمنې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *