فريدالله احمدزی

د پکتیا د کرکټ ملي لوبډله چې دبابا ملت ترنامه لاندي په سیالیو کې یي لومړی مقام خپل کړپه ګرديزکې د پکتیا والولخوا وستایل شوه

دپکتیا دکرکټ ملي لوبډله له بريا وروسته پکتیا ته راستنه شوه ، چې په ګرديز ښارکې دځوانانو له تود هرکلي سره مخ شوه.

1که څه هم د لوبغاړو د هرکلي لپاره دولتي چارواکي او ملي سوداګرنه تر سترګو کيدل خو د اوښتون کلتوري ټولنې له لورې د يادې لوبډلې لوبغاړو ميلمه پالنه او ستاينه وشوه.

د پکتيا د لوبډلې کپټان غمي ځډراڼ له ژوندون راډېو ټلوېزون سره په خبروکې خوښي ښکاره کړه چې د يادو سياليو اتلولي خپله کړه

1ځدراڼ وويل، د لوبډلې د بريا راز په دې کې وو چې وار له مخه يې لوبغاړو ته روزنه ورکړې وه.

د پکتيا ډېری لوبغاړي چې په ملي او الف لوډله کې لوبه تر سره کوي او د هېواد په کچه د پکتيا دکرکټ لوبډله ګڼي لاسته راوړني لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *