حقاني شبکه د پاکستان بشپړ ملاتړ دومره مغروره کړې ده چې د فرعون په څیر د ټولې نړۍ واکمنۍ دعوې کولو ته نږدې شوې ده. دې شبکې ریښې او زیږنځای د لویې پکتیا د مثلث رأس خوست ولایت دی چې اوس نوره هم په پراختیا ده او د طالبانو اسلامي امارت ورته له پخوا او پیله نا څیزه او بې ارزښته ښکاریدو. د دوي لوی حقاني په څرګندو ټکو په لسګونو ځله د خپلواکیت او جلا حاکمیت ادعا کړې ده او ټوله لویه پکتیا د حقاني شبکې په دریځ او خودخواهۍ باندې ښه پوهیږي. او دا چې د پاکستان ملاتړ ورسره نوره هم ډیر شوی دی، نو تر پخوا ډیر یاغیان شوي او دا ځل غواړي چې تر ټولو مخکې د پکتیا لویې او وړې ولسوالۍ له سقوط سره مخ کړي، ځکه چې د پاکستان له کورمې ایجنسې پاړاچنار څخه ورته د پاکستان پوځ لخوا اکمالات ور رسیږي او پاکستانۍ چورلکې د پټان ، څمکنیو ، میرزکې او هان د لوګر تر ازرې پورې چې پکتیا شمال سره نښتې ولسوالي ته راځي او پاکستاني پوځیان د طالبانو په جامه کې د جګړې لپاره کوزوي او حقانیانو ته د جګړې پرمختګ لارښوونې ورکول کیږي.
حقانیانو اوس په پکتیا کې بله ناروا پیل کړې او هغه دا چې له پاکستان څخه په غرنیزو لارو چاودیدوونکو توکو او وسلو تر څنګ شراب ، چرس ، پوډرو او جعلي پیسې چې په (دره) نومې سیمه کې چاپیږي هیواد ته رادننه کوي تر څو له دې لارې هم د خپل بادار پاکستان غوښتنې پوره کړي او هم د خپل جیب کار وکړي. دوي د پکتیا سیدکرم ، میرزکې ، احمدخیلو ، لژې منګل ، څمکنیو ، ډنډې پټان او آریوب کې خپلو جګړو ته تیاری نیولی او له یوې میاشتې راهیسې یې د پاکستاني چورلکو په مرسته سلګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې او په سلګونو نورو له جنګي سیمو کډه کړې ده، خو حقانیان یې کډوالۍ پر مهال هم له غرونو څاري او په سپکو او درنو وسلو یې په نخښه کوي او یا یې د سړک غاړي په بمي چاودنو کې له منځه وړي. څو ورځې وړاندې د څمکنیو ولسوالۍ یو ځوان ډاکټر د خپلې کورنۍ له وړو او لویو سره په یو برید کې وواژه دغه ډاکټر احسان الله نومیدو او دوې کونډې ترینه پاتې شوې، خو دا چې ولې حقانیان افغان ډاکټران په نخښه کوي؟ د پوښتنې ځواب ټولو ته څرګند دی ځکه د پکتیا ډیرو ولسوالیو اوسیدوونکي د څمکنیو ولسوالۍ ډاکټرانو ته د درملنې لپاره ورتلل او پاکستان په دې غوسه دی چې د تورخم له لانجې وروسته د دوي ټول ډاکټران وزګار شول نو ځکه دوي پوه افغاني ډاکټران په نخښه کوي.
د حقانیانو پر دې ناروا سربیره ملکي وګړي په سړکونو کې په جګړو کې رابندوي تر څو د افغان امنتیي ځواکونو لخوا پرې برید ونه شي او په دې ډول ملکي وګړي له یوې خوا وژني او له بلې خوا یې د ځان ساتنې لپاره سپر ګرځوي، چې دې ستونزې د ختیځې ټولې پکتیا د اوسیدوونکو ژوند سخت تریخ کړی دی. خو دوي بیا هم هیڅ چاره نه لري ځکه له یو داسې دښمن سره مخ دي چې که چیرې یې پر وړاندې قومي جرګې جوړې او د ایستلو نیت یې وکړي نو تر ټولو مخکې به یې پاکستان په نخښه کړي ځکه له حقاني شبکې سره مل پنجابي او د پاکستان پوځ نور غړي ګرځي او د پکتیا ګڼ شمیر سیمو کې بلد دي. څو ورځې وړاندې څمکنیو ته نږدې په یوه نښته کې دوه حقانیان وژل شوي وو او کله چې افغان امنتیي ځواکونو مړي وپلټل نو پاکستاني اسناد ورسره وو او بیا یې د پټان سرحد ته ورسول او پاکستاني پولیسو ته یې تسلیم کړل، خو له هغه لوري حقانیانو په نوم خبرداري په ډول ورته خبر ورکړل شو چې دوي به ددې خپلو دوو بادارانو غچ اخلي، نو ځکه خو په پکتیا کې ملکي او نظامي ته نه ګوري او ټول په نخښه کوي.
په پکتیا کې له ملکي وګړو سره د حقانیانو دا نارواوې یوازې د ګوتو په شمار بیلګې دي چې په تیرې یوې میاشتې کې یې کړي دي. خو حقانیان د فرعوني دعوې په څیر د لویۍ له دعوې وروسته نوره هم په جوش کې راغلي او خپل مهم مرکزونه یې د لوګر پادخاب دښتې لومړنیو کورونو کې جوړ کړي خو افغان امنیتي مسؤلین ترینه هیڅ نه دي خبر او که خبر هم دي سر نه پرې ګروي. دوي په لوګر کې د اکمالاتو ډیپګان لري او د آزرې پاکستانۍ چورلکې رالویدنې پیښې وښوده چې حقانیان د لویې پکتیا پر ټولو سیمو سربیره په لوګر کې هم شتون او نفوذ لري او له دې لارې غواړي پلازمېنه تحدید کړي.
نو په پای کې ولسمشر څخه په درنښت دا هیله کوم چې د لویې پکتیا کې روانو امنیتي ستونزو ته دې جدي پاملرنه وکړي او د پکتیا والي او امنیتي مسؤلین دې وروغواړي او تر پوښتنو ګرویږنو لاندې دې یې راولي او پر ځای دې پکتیا لپاره کارنده مسؤلین وټاکي تر څو د پکتیا ، خوست او لوګر سیمې د حقاني شبکې له نفوذه خلاصې ، پلازمېنې کابل ته یې د پرمختګ مخنیوی وشي او پکتیاوال د آرامۍ ساه واخلي.