په افغانستان کې له تېرې لسیزې را په دېخوا، د بې پروا بمباریو تر څنګ، چې تر دوو لکو پښتانه یې د افغانستان په جنوب، جنوب ختیځ او جنوب لویدیځ کې په شهادت رسولي دي، یوه برخه له دې شهیدانو نه هم قومي مشران دي.
د قومي مشرانو په وژلو سره، دا پلان چې افغانستان د هر دښمن او دښمنانو له خوا طرحه شوی وي، هدف یې، د پښتنو د آواز خفګان کول دي.

ځکه دا ډله شهادتونه، د سهوې او خطا له مخې نه؛ بلکې قصدي او عمدي دي. څنګه کېدای شي چې په کندهار، پکتیا، خوست او د ننګرهار په شینوارو هر یو کې تر ۳۰۰ زیات مشران چې له چا سره کومه شخصي دښمني نه لري، په ډول، ډول حملو کې ووژل شي؟

د افغانستان د تېرو څلورو لسیزو د شهیدانو شمېر او پوښتنه چې له یو نیم میلیون نه اوښتي دي، تر اوسه چا نه ده کړې. هغوی چې د کمونستانو په لاس به پولیګونو کې ژوندي یا ټپي تر خاورو لاندې شوي، یا هغوی چې د ترجمانانو د غلطو ریپوټونو په اساس د شورویانو او هم د امریکایانو په بمباریو کې شهیدان شوي او یا هم هغه ۶۰ زره کابلیان چې قدرت ته د رسېدو په خاطر، په تنظیمي جنګونو کې ووژل شول او یا هم د طالبانو او د هغو د خارجي ترهګرو په حملو او انتحاري بریدونو کې خپل خوږ ژوند له لاسه ور کړی او ورکوي یې. د دې ټولو شهیدانو حساب که ژر وي او که ځنډ، کېدونکی دی؛ خو تر اوسه ستونزه د داسې یوې با صلاحیته او با انضباطه ادارې منځته راوستل دي چې د شهیدانو حساب وکړي او تورمخي مجرمین، زموږ تاریخ ته وپېژندل شي.

په هغه وخت کې به له یوې خوا له روسې نه چې د شوروي میراث ور پاتې دی او هم د امریکا او ناټو هېوادونو سره چې لس کال یې په آزاد لاس قتلونه وکړل، د تاوان غوښتنه، ندامت ښودل او ابدي خجالت محاسبه کوو.

زموږ د مشرانو د قتلونو په لړ کې څه موده پخوا د ګردیز یو قومي مشر سیداسحاق ګردیزی له خپل ځوی او باډیګارډ سره ووژل شو. ګردیزی، نه یوازې د اهل تشیع یو مشر وو؛ خو د ټولې پکتیا د مشرانو په ډله کې محاسبه کېدو.

ولسمشر ډاکټر اشرف غني چې اسحاق آغا یې په خپله پېژانده، د ګردیز او پکتیا د مشرانو د غوښتنې په مطابق یې یو پلاوی وټاکه چې پکتیا ته ولاړ شي او برسېره د ګردیزي په قتل د پکتیا له ولسونو سره، د هغوی په ستونزو او د پکتیا د ولایت په نظامي او ملکي چارو هم خپل ریپوټ ورته وړاند کړي. د دې پلاوي مشري د سرحداتو وزیر، محمد ګلاب منګل کوله او زه هم  د پلاوي له شپږو نورو تنو څخه وم چې د غويي د میاشتې په ۲۵ پکتیا ته ولاړو.

د پکتیا ځوان والي ارسلاخان چې ټول پکتیاوال یې له استثنا ورڅخه ډېر راضي او خوشحاله وو، زموږ مېلمه پال هم وو او په هغو درېو ورځو کې چې موږ په ګردیز کې وو، زموږ له غوښتنې سره سم یې د پکتیا مدني ټولنې، ولایتي شورا غړي، مخور سپین ږيري او د پکتیا د ۱۳ ولسوالیو نماینده ګان ټول په وار، دعوت کړل چې هم زموږ د راتګ له اصلي هدف نه خبر شي او هم خپل نظرونه له موږ سره شریک کړي.

زموږ د ټیم درې نور غړي چې د کورنیو چارو وزارت، ملي دفاع وزارت او ملي امنیت نه له موږ سره ملګري وو، د سید اسحاق په قتل، د پولیسو او اردو په فعالتونو، خپلو تحقیقاتو ته ځانونه جلا کړي وو.

د پکتیا د اوسېدونکو غوښتنې، د امنیت د ساتلو ترڅنګ پخپلو ولسوالیو کې د ښوونځیو او کلینکونو جوړل وو. اوس د پکتیا په هره ولسوالۍ کې بر سېره د هلکانو په لیسو د نجونو د لیسو او هم د دارلمعلمینو چې د هلکانو او نجونو لپاره و، غوښتنې کولې. همدا اوس ۴۵ زره انجونې د پکتیا په ښوونځیو کې زده کړې کوي او سږ کال په کانکور کې د پکتیا ځوانان څلورمه درجه شول.

د پکتیا پلاوی به خپل ریپوټ له لیکلو نه وروسته ولسمشر ته وړاندې کړي چې هیله ده د نورو غوښتنو ترڅنګ د پوهنې او صحي مرکزونو په جوړولو کې جدي پام وکړي.


د ډاکتر مصداق نورې لیکنې

One thought on “پکتیا ته د ولسمشر د لوړ پوړي هیئت لېږل/ ډاکتر نبي مصداق”
  1. په لاس مو برکت محمد نبی مصداق صاحب!! زمونږ ویاړ یاستی، خدای دی وکړی چی جمهور ریس د پکتیاوالو حال ته زانګړی پاملرنه وکړیږ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *