د الکوزي بابای ملت ایلیټ کپ ولایتي سیالۍ چې د لسو ولایتي لوبډلو په ګډون سره ترسره شوې، نن د لغمان پر وړاندې د پکتیا له بریا سره پای ته ورسیدې.

نننۍ لوبه چې د الکوزي – کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، پچه یې پکتیا لوبډلمشر وګټله او لغمان لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. لغمان لوبډلې د سیالۍ په ۳۸ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره پکتیا لوبډلې ته د ۱۷۳ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې خیبر ۴۷ او شفیق الله شفق ۳۴ چټکې منډې جوړې کړې. د پکتیا توپ اچونکو لخوا ظاهر ۲ او رحمت شاه هم د لغمان ۲ لوبغاړي وسوځول.

پکتیا لوبډلې ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۳۹ اوور کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ چې له ډلې یې غمي ځدراڼ ۵۸ ناسوځیدلې او یونس احمدزي ۴۹ منډې جوړې کړې. د لغمان توپ اچونکو لخوا شفیق الله شفق د سیالې لوبډلې ۲ او احمد ضیاء هم ۲ لوبغاړي وسوځول. د سیالۍ غوره لوبغاړی غمی ځدراڼ ونومول شو.

د سیالیو د پای په مراسمو کې د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي، د عمومي رئیس مرستیال حاجي عزیز الله فضلي، په ولسي جرګه کې د ملت استازو هر یو نواب منګل، امیر خان یار او قادر ځاځي، د الکوزي شرکت د بازارموندنې څانګې مرستیال مدیر نوریالي ابراهیمي، د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس مرستیال دوست محمد نظري او د کورني کرکټ مسئول نظیم جار عبدالرحیم زي د لویې پکتیا د ځوانانو د ګډې جرګې مرستیال ویس عبدالرحیم زي ونډه درلودله.

د غونډې ګډونوالو د سیالۍ غوره لوبغاړي غمي ځدراڼ، د الکوزي ایلیټ کپ سیالیو غوره توپوهونکي یونس خان احمدزي، غوره توپ اچونکو هر یو احمدضیاء او ظاهر خان، د سیالیو غوره لوبغاړي ریاض، ګټونکې او د دوهم مقام ګټونکې لوبډلې ته ډالۍ ورکړې. سربیره پردې

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي د سیالیو بریالی پرمختګ وستایلو. نوموړي ووییل چې، له دغو سیالیو څخه خورا پیاوړي استعدادونه رابرسیرن شول او موږ ته یې په هیواد کې د کرکټ یوه ډاډمن راتلونکې ډاډ راکړ. نوموړي، د سیالۍ له مسئولینو په ځانګړې توګه د کورني کرکټ له مسئولینو مننه وکړه چې په خورا تدبیر سره سیالۍ پلي کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *