د بابای ملت ایلیټ جام ولایتي سیالۍ چې د افغانستان په کچه غوره ولایتونو سیالۍ وې، نن د پکتیا په بریالیتوب سره پای ته ورسیدې.
نننۍ سیالي چې د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې په لاره اچول شوې وه، د پکتیا او ننګرهار لوبډلو ترمنځ وه. پچه یې د پکتیا لوبډلمشر وګټله او سیالې لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.
ننګرهار لوبډلې د سیالۍ په ټولو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره د ۲۱۷ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې باطن شاه ۶۲ او سلیمان ۳۲ منډې وکړې. د پکتیا توپ اچونکو له خوا عنایت او ریاض د سیالې لوبډلې دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
پکتیا ورکړل شوی هدف د لوبې په ۴۹ اوور کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ چې له ډلې غمي ځدراڼ ۱۰۵ او رحمت سهاک ۴۸ ناسوځدلې منډې جوړې کړې.
غمی ځدراڼ د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
د پای په غونډه کې چې په قبایلي چارو کې دولسمشر سلاکار وزیر او د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شهزاده مسعود، د بابای ملت زوی شهزاده میرویس ظاهر، د ولسمشر حقوقي سلاکار او د کابل پوهنتون د حقوقي پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی، په ولسي جرګه کې د ملت استازی عبدالرحیم ایوبي، د افغانستان کرکټ بورډ مرستیال نسیم الله دانش، د کرکټ بورډ مرستیال حاجي عزیز الله فضلي، د لوګر ولایت پخواني ښاروال محمد هاشم، د افغانستان کرکټ بورډ مرستیال اجراییوي رئیس دوست محمد نظري، د کورني کرکټ مسئول نظیم جار عبدالرحیم زي او نورو اړونده مسئولینو ونډه اخیستې وه.
ښاغلي مسعود د کورني کرکټ جوړښت د ستاینې وړ وباله. نوموړي د دواړو لوبډلو له لاسته راوړنو ستاینه وکړه او دواړه لوبډلې یې اتلې لوبډلې وبللې. نوموړي د کرکټ بورډ له ادارې هم ستاینه وکړه او په دې وروستیو کې یې ددغې ادارې هغه نړیوالې لاسته راوړنې چې ساری نه لري، د قدر وړ وبللې