کرکټ بورد
پکتیا کابل ته په ماتې ورکولو سره د بابای ملت ایلیټ جام سیالیو پایلوبې ته لاره پیدا کړه
د بابای ملت ایلیټ جام ولایتي سیالیو په لومړۍ نیمه پایلوبه کې پکتیا لوبډلې د کابل لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د سیالۍ پایلوبې ته لاره پیدا کړه.
نننۍ لوبه چې د کابل په نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه، پچه یې پکتیا لوبډلمشر وګټله او کابل ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. کابل لوبډلې د لوبې په ټولو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره پکتیا لوبډلې ته د ۲۸۹ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې نثار ۹۷، درویش ۶۲ او امان ۴۲ منډې جوړې کړې. د پکتیا توپ اچونکو له لوري اسلم د ۳، اسد ۲ او ریاض هم د سیالې لوبډلې ۲ لوبغاړي وسوځول.
پکتیا ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۴۷ اوور کې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ چې له ډلې یې یونس احمدزي ۱۶۱ او رحمت سهاک ۵۹ منډې جوړې کړې. د کابل له لوري کریم د پکتیا ۵ لوبغاړي وسوځول.
یونس احمدزی د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو او د افغانستان کرکټ بورډ مرستیال نسیم الله دانش له لوري یې خپله ډالۍ ترلاسه کړه.
په قبایلي چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر او د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شهزاده مسعود د دواړو لوبډلو له ښې لوبې ستاینه وکړه او د بابای ملت ایلیټ جام سیالیو په ترڅ کې یې د ټولو مخکښو لوبډلو بریالی پرمختګ د افغانستان کرکټ راتلونکي لپاره یو ستر بریاليتوب وباله.