د پکتیا ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه

( سه شنبه د چنګاښ ۱۸ مه ) پکتیا پوهنتون د هیواد د ټولو پوهنتونو په کچه په پرمختیایی برخه کی لمړی شو ، د ا خبری د لوړو زده کړو وزیر پوهاند عبیدالله عبید له سلاکار وزیر او پکتیا والی ‌ډګر جنرال جمعه خان همدرد سره په لیدنه کی وکړی

د پکتیا  پوهنتون ریس چی په دی ناسته کی حاضر وو ، وویل اوس مهال په پکتیا پوهنتون کی دری پروژی بشپړ شوی دیارلس یی تر کار لاندی او دری یی نوی تدارکاتو ته سپارل شوی دی

د پوهنتون ریس فراهی په خبره په دی پروژو  کی د کرهنی پوهنځی ودانۍ ، د اقتصاد پوهنځی ودانۍ ، د ښوونی او روزنی پونځی ودانۍ ، د طب پوهنځی ودانۍ ،  دوه بلاکونه  د هلکانود لیلی  لپاره ، تفریحی پارک ، آی ټی مرکز ، کتابتون ، ایدیتوریم له ټولو اړینو ملحقاتو سره ، د انجونو الحاقیه چی پکښی تعمیر ، دوبی خانه ، پارک ، سپورتی میدان او داسی نور شامل دی تر کار لاندی دی

همدا رنګه اداری بلاک ، انجنیری بلاک ، ژوری  څاګانی او کفتریا بشپر او ګټی اخیستنی ته وړاندی شو

ددی ترڅنګ د لابراتوار لپاره ځانګړی بلاک ، مسجد او جمنازیوم اعلان ته سپارل شوی چی ډیر ژر به یی کار پیل شی

په پکتیا پوهنتون کی په یادو ۱۹ پروژو باندی ۸،۴ میلیون ډالره لګښت کیږی  چی ۱،۴ میلیونه یی د نشه یی توکو سره د مبارزی وزارت لخوا ، یو میلیون یی د ناټو مرستی ، اته سوه زره یی د هندوستان هیواد له مرستو اوباقی نور یی د لوړو زده کړو وزارت  له پرمختیایی بودجی څخه ورکول کیږی

د ښاغلی عبید په خبره اوس مهال د هیواد له ټولو پوهنتونو څخه د رغونی په برخه کی پکتیا پوهنتون لمړی ، کابل پوهنتون دوهم او د کندهار پوهنتون دریم دی

پکتیا والی د پوهنتون له رهبری او همدرا رنګه د لوړو زده کړو له وزیر مننه وکړه او دا کار یی د پکتیا پوهنتون لپاره کافی و نه ګاڼه

د لوړو زده کړو له وزیر څخه  یی وغوښتل تر څو پکتیا پوهنتون ته ځانګړی پاملرنه وکړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *