د ملي امنیت ریاست ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې په پکتیا کې د انسان تښتوونکو اووه کسيزه ډله نیولې او یو شپږ کلن ماشوم یې د هغوی له منګولو ژغورلی. د

غه ماشوم چې اقبال نوميږي، د روان  لمريز کال د غوايي د میاشتې په ۲۲ مه نېټه د احمدابا ولسوالۍ په همت خېلو سيمه کې د خپل کور له مخې څخه تښتول شوی و او انسان تښتونکو یې له کورنۍ څخه د دوه ملیونه او پنځه سوه زره افغانیو غوښتنه کوله.

ژغورل شوي ماشوم اقبال وویل، چې د انسان تښتوونکو لخوا به هره ورځ وهل ټکول کېده او ورته ویل کېدل به چې که چېرې یې کورنۍ ټاکل شوی مقدار افغانۍ ورونه لېږي نو دوی به یې په بې رحمۍ سره ووژني.

By Seen

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *