افغان ځواکونو د پکتیا ګرده څېړۍ کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال د حقاني شبکې شپږ غړي وژلي دي.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت وايي، دغه عملیات بیګا شپه د ګردې څېړۍ ولسوالۍ په سوريخیلو کې شوي دي چې په کې اووه مشکوک کسان نیول شوي او د حقاني شبکې اووه غړي ټپیان شوي هم دي.
بلخوا طالبانو ادعا کړې ده چې دغو عملیاتو کې د کمانډو او ځانګړو ځواکونو ۱۴ سرتېري هم وژل شوي، خو د پکتیا د والي ویاند دا خبره ردوي او وايي، عملیاتو کې هیڅ نظامي او ملکي چاته ضرر نه دی رسېدلی.
د پکتیا د سیمه ییزو چارواکو په وینا حقاني شبکه دا مهال د پکتیا په ګردېز، زرمت او ګرده څېړۍ کې فعالیتونه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *