تاند، یکشنبه، د قوس ۱۷مه: په پکتیا کې د شپږ میلیون ډالرو په ارزښت د جلغوزې د پروسس یوه معیاري فابریکه جوړېږي.

په دې فابریکه کې چې په ۲۴ ساعتونو کې به د ۵ متریک ټنه جلغوزې د پروسس ظرفیت ولري، شاوخا زر تنه به په کې په کار بوخت شي.

 د حاجي محمد ګردېزي په نوم د دغې فابریکې جوړوونکی پانګه وال تاند ته وايي، دا فابریکه به په کار کې د ۶۰ زره متریک ټنه جلغوزې د پروسس ظرفیت ولري او همدا اوس یې سلګونه کسان په تعمیراتي چارو بوخت دي: (( په فابریکه کې به ډېر ژر د دریو لویو ماشینونو نصب چارې به ډېرې ژر پيل شي.))

نوموړی وايي، پخوا به د پروسس لپاره د خوست، پکتیکا او پکتیا جلغوزې پاکستان ته استول کېدې، خو اوس به د دغو ولایتونو د جلغوزې د پروسس او بسته بندۍ اړتیا په کور دننه پوره کېږي.

 بلخوا د پکتیا د سوداګرۍ رئیس عبدالناصر عالمیار تاند ته وايي، چې دا فابریکه چې په کال کې به ۶۰ زره ټنه جلغوزه پروسس او بسته بندي کوي، د سیمې د جلغوزه ټولوونکو او سوداګرو لپاره ښه زېری دی.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په دې وروستیو کې هند، چین او نورو هیوادونو ته د هوايي دهلېزونو له لارې د افغاني جلغوزې صادرات زیات کړي او په نړیوال بازار کې یې ځانګړی ځای خپل کړی دی.

2 thoughts on “په پکتیا کې یو پانګوال په ۶ میلیون ډالرو د جلغوزې د پروسس لویه فابریکه جوړوي”
  1. ډیر خوشلوونکی خبر. د جلغوزې په بستو د پښتو ولیکي، د ګوانتانامو ژبه دې بیرته جلغوزو ته راولي. حقانیانو و پړه قانیانو خو د جلغوزې ژپه زندانونو ته یووړه، جلغوزه به یې انشالله بیرته راخپلوي او بیا به یې له ځانه سره دنړۍ پایتختونو د شاهانو تر قصرونو تر طلایي میزونو پورې بیایي

    ژوندۍ د وي جلغوزه او د جلغوزې دوستان

  2. ښه خبر دی، خو دا نوم یې پښتو کې جلغوزه نه دی، ځنغوزي یا ځڼغوزي دی، ښايي متونونو کې ورته پام وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *