خبریال:اکبر راحل –
نن د اورګون ولسوالۍ د غونډو په تالار کې د پکتیکا د مدني ټولنو لخوا د ښوونکو د تقدیر په موخه په جوړه شوې غونډه کې شاو خوا ۸۰ تنه ښوونکي په ستاینلیکونو وستایل شول.
یاده غونډه چې پکتیکا د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر او د ځدراڼو ځوانانو د ټولنې لخوا جوړه شوې د پکتیکا د ولایتي شورا وکیل عزیز عزیز د اورګون ولسوال محمد رضا خروټي،د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر یعقوب خان منظور سربیره ګڼ شمیر ښوونکو،زده کوونکو،د مدني ټولنو غړو ، قومي مشرانو او ځوانانو برخه اخیستې وه.
په یاده غونډه کې د اورګون ولسوالۍ سربیره د سروبي،زیړوک،او ګیان ولسوالۍ شاوخوا ۸۰ تنه ښوونکي د ښې کار کردګۍ په موخه په ستاینلیکونو ،لونګیو،او امیلونو په واسطه ولمانځل شول.
د ځداراڼو ځوانانو د ټولنې منصور په فضلي وویل چې له یادې غونډې یې موخه د ښوونکو تشویق و چې په بیلا بیلو عرصو او سختو شرایطو کې یې خپل مسولیت په توګه ترسره کړی دی.
د پکتیکا د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر یعقوب خان منظور د ښوونکو د ارزښت د بیانولو تر څنګ وویل چې له ولسمشر نه نیولې تر یو عادي کس پورې د ښوونکي په ارزښت غږیږي خو تر اوسه یې د تشویق په موخه کوم مثبت ګام نه دی اخیستی.
نوموړي زیاته کړه چې په راتلوونکي کې هم د هغو استادانو لپاره چې خپل مسولیت یې په ښه توګه درک کړی دا ډول پروګرامونه په لاره اچوي.
د اورګون ولسوالۍ ولسوال محمد رضا خروټي له یادو مدني ټولنو مننه وکړه چې تل د پکتیکا د ښوونیز بهیر د پیاوړي کیدو هڅې کړي دي.
نوموړي زیاته کړه چې د ښوونکو ستونزې له نږدې اخیستي او د حل په موخه به یې له مسولو چارواکو سره شریکه کړي.
په پکتیکا کې د (جي،پي،اې) مسول ډاکټر شاه محمود له یعقوب خان منظور او منصور فضلي څخه مننه وکړه چې د استادانو د تشویق په موخه یې شانداره غونډه جوړه کړې وه.
نوموړي وویل چې دا به د پکتیکا د ښوونې په بهیر کې یو مثبت ګام وي.
د پکتیکا د دارالمعلمین استاد فاروق رحمت زی د غونډې پایله مثبته وارزوله او زیاته یې کړه چې تر ننه د ښوونکو د تقدیر او ترغیب په موخه کومه خاصه برنامه نه وه جوړه شوې.
نوموړي زیاته کړه ننۍ غونډه کې چې شاوخوا ۸۰ تنه استادان پکې تقدیر شول د پکتیکا د پوهني بهیر د پیاوړي کیدو لپاره یو نیک ګام دی.
دا پداسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د پکتیکا د پوهنې د بهیر د پیاوړي کیدو په موخه د اورګون ځوانانو فرهنګي ټولنې لخوا په پکتیکا کې له شاوخوا ۳۵ ښوونځیو سره د تدریسي توکو د مرستې تر څنګ ۱۰۰۰ تنو زده کوونکو ته د کمپیوټر او انګلیسي ژبي وړیا کورسونه برابر کړي دي.