چارواکي وایې، چې دپکتیکا په یحی خېلو ولسوالۍ کې څلور تنه وسله وال مخالفین او دوه سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.
دیحی خېلو ولسوالۍ اجرایيه مدیر بهاول خان وایی، نن سهار یوشمېر طالبانو دیادې ولسوالۍ دشنې کلا دسیمه ییز پولیسو امنیتي پوستې ته څوهوانونه راخوشي کړل.
دده په خبره، وروسته سیمه ییز پولیس دمخالفینو دنیول په موخه په هغوی پسي په ګزمه ووتل چې دولسوالۍ دګلوالو په سیمه کې یې محاصره کړل.
سرچینه زیاتوي، دطالبانو اوپولیسو ترمنځ نښته کې څلور مخالفین او دوه سیمه ییز پولیس ووژل شول چې دمخالفینو جسدونه هم دسیمه ییز پولیس لاسته ورغلي دي.
بهاول وویل، چې دوسله والو څخه کلاشینګوفونه او یوشمېر نور مهمات هم ددولتي ځواکونو په لاس ورغلي دي.
دیادې ولسوالۍ یوتن اوسېدونکي ازیق هم پژواک ته وویل، چې په نښته کې څلور طالبان او دوه پولیس وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي
همت راحل:پکتیکا